fbpx

امریکا نن په رسمي ډول خپل سفارت بیت المقدس ته انتقالوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): امریکا نن د دوشنبې په ورځ د فلسطین پر وخت ماځیګر مهال په رسمي ډول په بیت المقدس کې د خپل سفارت پرانیستنه کوي او په دې توګه د ټولې نړۍ د مخالفت سربېره ټرمپ د یهودانو سره خپله کړې وعده پوره کوي.

ټاکل شوې چې نن د دوشنبې په ورځ ماځیګر پر څلور بجې په بیت المقدس کې د امریکا د سفارت پرانیستلو مراسم په رسمي ډول پیل شي چې د امریکا څخه راغلي ۲۵۰ کسیزه پلاوی به په کښي ګډون کوي، په دغه پلاوي کې د امریکا د خزانې وزیر «سټیفن منوشین»، د امریکا د ولسمشر مرستیال او زوم «جارید کوشنر» او د ټرمپ لور «ایفانکا ټرمپ»، د مذاکراتو لپاره د امریکا ځانګړی استازی «جیسون ګرینبلات» او د کانګریس غړي شتون لري.

په دغو مراسمو کې به د امریکا ولسمشر ټرمپ هم د ویډیو له لاري په ژوندۍ بڼه ګډون وکړي او ګډونوالو ته به وینا واوروي، د نوموړي سربېره د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او ولسمشر رؤوفین رفلین به هم خبرې وکړي.

نتنیاهو تېره ورځ هم د نړۍ پر هیوادونو غږ کړی وو چې د امریکا پر قدم دي قدم کښيږدي او خپل سفارتونه دي بیت المقدس ته انتقال کړي ځکه چې بیت المقدس د اسرائیل ابدي او ازلي پلازمینه ده.

باید وویل شي چې ددغو مراسمو د خوندیتوب په خاطر اسرائیلي پوځ او پولیسو په ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي، په ځانګړي ډول د بیت المقدس ښار په جنوب کې د «ارنونا» په کلي کې، چیري چې نوی سفارت پرانیستل کیږي.

د راپورونو له مخې دغه سیمې ته ورغلي ټولې لاري له مخکې لا تړل شوي دي او پر شاوخوا جګو ودانیو یې لا له وړاندي عسکر او نښه ویشتونکي کښينولي دي.

بلخوا ویل کیږي چې د غزې سره پر سرحدونو باندي هم د پوځ یوه بله اضافي ټولۍ ګمارل شوې تر څو د قهرجنو فلسطینانو مخه ونیسي.

په غزه کې فلسطینیان د اسرائیلو سره په سرحدونو باندي د مارچ میاشتي د ۳۰مي نیټې راهیسي په لویو احتجاجونو لاس پوري کړی او ګمان کیږي چې د بیا ستنېدو د ورځې په مناسبت دغه پيل شوي احتجاجونه به نن او سبا خپل اوج ته ورسیږي، ځکه چې سبا د اسرائیل په نامه د غاصب هیواد د بنیاد ایښودو ۷۰یمه کلیزه ده چې فلسطینیان یې د غم ورځ یا «النکبة» بولي.

د عربي رسنیو د بیړنيو راپورونو سره سم نن له سهار راهیسي تر اوسه د غزې په احتجاجونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او تر پنځه سوه زیات نور ټپیان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د