نړۍ

ظواهري مسلمانان د «مذاکراتو» پر ځای «جهاد» ته را وبلل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري د تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په مناسبت ویلي چې دا پرمختګ یو ځل بیا ثابتوي چې د مذاکراتو او امریکا د راضي کولو سیاست ناکام شوی دی، مسلمانان باید نور له دې سیاسته لاس واخلي او د امریکا پر ضد د جهاد چیغه پورته کړي.

نوموړي په یوه پنځه دقیقه يې غږیږ پيغام کې د فلسطین پر واکمن ګوند تور پوري کړی چې فلسطین یې خرڅ کړ.
نوموړي وویل چې د اسرائیل اوسنۍ پلازمینه «تل ابیب» هم د مسلمانانو ځمکه ده، ټول فلسطین د مسلمانانو هیواد دی، یوازي بیت المقدس ښار نه دی.

ظواهري وویل چې ټرمپ په خپل موقف او اعلان کې ډېر واضح وو او د صلیبي جګړې څخه یې نقاب پورته کړ، او زیاته یې کړه چې ددوی سره د تفاهم سیاست او راضي کولو سیاست نور ناکامه دی، باید پر وړاندي یې مقاومت وشي.

نوموړي وویل: اسامه بن لادن له مخکي لا ویلي وه چې امریکا د مسلمانانو لومړنی دښمن دی او قسم یې خوړلی وو چې تر هغو به امریکا په امن نه شي تر څو د نبي صلی الله علیه وسلم د ځمکې څخه ټول کافر ځواکونه نه وي وتلي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي هیوادونه د مسلمانانو په ګټې کارکولو کې ناکامه شوي او په هغه ملګرو ملتونو کې يې غړیتوب اخیستی چې اسرائیل په رسمیت پيژني او د شریعت پر ځای یې د امنیت شورا پریکړو ته غاړه ایښې.

باید وویل شي چې نن د دوشنبې په ورځ ماځیګر څلور بجې به په رسمي ډول په بیت المقدس کې د ۲۵۰ کسیزه امریکايي پلاوي په شتون کې د امریکا سفارت پرانیستل شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

اوس کفار په مسلمانانو باندی مسلط شوی دی او ټول اسلامی هیوادونه یی تر خپل کنټرول لاندی راوستی دی اوسنی اسلامی هیوادونه ټول د کفارو په اشغال کی دی نو هرڅه چی غواړی هغه کوی که چیری اسلامی هیوادونه همداسی بیغیرته بی ننګه مشران ولری لری به نوی چی کفار د اسلام دین یو بیکاره دین نړی ته معرفی کړی او په درستو مسلمانانو به بندیز ولږوی چی د اسلام نه واوړی که نه تباه به مو کړو ،
کفارو دومره ژور کار کړی دی آن تر دی چی دا د اوسینی وخت اکثریت مسلمانان یی د اسلام د دین نه ګمراه کړی دی او د اسلام په دین شرمیږی نو د شیخ ظواهری خبره سمه ده که چیری د نړی مسلمانان سره یو شی او لمړی د امریکا ګوډاګیان او غلامان له قدرته لیری کړی او پس له هغنه ټول اسلامی هیوادونه سره لاس یو نکړی په هیڅ وجه به په کفارو غالب نشو او ددینه به مو حال بدتر شی.

Zadran

فهیم صاحب.د معلوماتو کچه د ډیره ټیټه ده.او اسلامی مملکتونه تر اوسه هیچا نه داشغال کړی.او نه به یی اشغال کړی شی.ظواهری خبری زاړی دی،نوی نوی.فعالیتونه کیږی،په زاړو خبری پسی مه ګر ځه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close