افغانستان

بادغیس: د ۱۵قومندانانو په ګډون سلګونه عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې د ۱۵ قومندانانو په ګډون شاوخوا ۵۰۰ تنه وسله وال چې پکې ملي اردو، ملي پولیس او اربکیان شامل دي طالبانو ته تسلیم شوي دي.

طالبانو د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان له خپلو وسلو او مهماتو سره د قادس په خردک شرقي سیمه کې د دوی لیکو ته ورغلي دي.

د خبرپاڼې له مخې دا کسان د چندوس او ذاحکیم په نامه د ځايي قومونو اړوند دي، چې په ورتګ سره يې د لس زره کورونو پراخه سیمه د دوی تر لاس لاندې شوه.

د سرچینې په وینا دې کسانو د طالبانو پر وړاندې د بیا درېدو توبه ویستې خو ژمنه يې کړه چې که دوی ورته امر وکړي د حکومت او بهرنیانو پر ضد به جګړه وکړي.

«هغوی هوډ څرګند کړ چې د اړتیا په وخت کې د اسلامي امارت د مسئولینو هر غږ ته لبیک وايي او که لازمه ولیدل شي دوی به هم د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو په وړاندې د مجاهدینو ترڅنګ په سنګرونو کې ودریږي.»

د دې کسانو د تسلیمۍ لپاره طالبانو په یاده سیمه کې لویه غونډه را بللې وه، چې پکې د طالبانو له خوا «دوی ته عمومي عفوه وشوه او مجاهدینو ته لارښونه وشوه چې د هغوی د ځان، مال، عزت او ابرو څخه به د سر په بیه ساتنه کوي او د وروڼو په نظر به ورته کتل کیږي.»

د بادغیس ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

ماشاالله ډیر ښه همیشه حق په باطل باندی غالب دی او انشاالله چی دامارت سپینی لښکری به افغانستان د اشغالګری امریکا او د هغی د غلامانونه آزاد کړی د امارت اسلامی د ځواکونو د لابریاوو په هیله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x