افغانستاننړۍ

شمالي وزیرستان کې اوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د شمالی وزیرستان په شوال کې د وسله والو په یوه کمین کې د پاکستاني پوځ اوه عسکر وژل شوي دي.

اسوشیټېډ پریس اژانس د پاکستاني امنیتي سرچينو په حواله وايي چې دغه پېښه تېره ورځ په یاده سیمه کې رامنځته شوه.

د سرچینې په وینا وسله والو په یاده سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ګزمه ډزې وکړې او اوه تنه يې ووژل.

پاکستانۍ ورځپاڼې دي نیوز؛ د پاکستاني چارواکو په حواله بیا د شپږو عسکرو د وژل کېدو او یو بل د ټپي کېدو خبره کړې ده.

د دې سرچینې په وینا بریدګر له افغان خاورې ور اوښتي او له برید وروسته بېرته تر ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته را اوښتي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د پاکستاني پوځیانو له لوري د ضرب غضب عملیاتو نه وروسته په وزیرستان کې د نښتو راپورونه کم ورکړل شوي دي.

شمالي وزیرستان څو ځلې د پاکستاني پوځيانو د پراخو او توندو عملیاتو شاهد پاتې شوی دی.

دا برید په داسې حال کې کېږي چې منظور پښتین پرون هم کراچۍ کې د پښتنو د حق غوښتنې جلسه جوړه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x