
لوګر: د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي، څلور ټپيان دي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو پر یوې پوستي برید کړی چې له امله یې ښپږ تنه عسکر مړه او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلې چې تېره شپه د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ په خواجه اسماعیل سیمه کې د دوی جنګیالیو د دولتي عسکرو ۳ پوستې ونیولې، لس عسکر یې ووژل، ګڼ یې ټپيان او نور وتښتېدل او طالبانو ته غنیمتونه هم پاتې شول.
بلخوا د لوګر ولایت د امنیه قومندانۍ څخه هم ددې پيښې په اړه خبرپاڼه خپره شوې او په کښي ویل شوي چې وژل شوي عسکر ۶ تنه دي او څلور تنه یې نور ټپیان دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جګړې سیمې ته کومکي ځواکونه رسیدلي او د طالبانو سره یې په جګړه کې هغوی ته هم درنه مرګ ژوبله اړولې ده.