افغانستان

په کابل کې د غټې چاودنې غږ واوریدل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غويي، ۱۳۹۷ل): په پلازمینه کابل کې د یوې غټې چاودنې غږ واوریدل شو.
تر اوسه د پيښې په اړه کره او وروستي معلومات نه دي په ډاګه شوي خو د پولیسو ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه په نهمه امنیتي حوزه کې شوې.

په دې اړه تر اوسه معلومات تازه دي، خو ځینو سرچینو ویلي چې چاودنه د مقناطیسي ماین په واسطه د ۳یم مکرویانو سره فردوسي پارک ته نیژدې را منځته شوې ده.

ځینو نورو سرچینو ویلي چې چاودېدونکي ځای پر ځای شوي وه.

تر اوسه د چاودنې هدف هم نه دی په ډاګه شوی او دا هم نه ده څرګنده چې څومره تلفات به یې را منځته کړي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x