افغانستان

طالبان: اندونزیا غونډه کې سکوت؛ د روانې مبارزې حقانیت ثابت کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د تېرې جمعې په ورځ د اندونزیا په بوګور ښار کې د افغانستان، پاکستان او اندونزیا د علماوو له خوا په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه غونډه وشوه.

که څه هم د غونډې تر پیل وړاندې د بهرنیانو عمومي قومندان جنرا نېکولسن دا پر طالبانو د فشار یوه وسیله بلله او تمه يې لرله چې د علماوو ناسته کې به د دوی پر ضد روانه مبارزه نا مشروع وبلل شي، خو د علماوو ناستې خپله فتوا پر اعلامیه بدله کړه.

طالبان وايي د علماوو له لوري دا سکوت پخپله د بهرنیانو او افغان حکومت پر ضد د دوی پر وسله واله مبارزه اعتراف دی او د دې مبارزې حقانیت ترې په ډاګه کېږي.

تر غونډې وړاندې د مشرانو جرګې غړي اصف صدیقي ويلي و، دوی ډېره تمه لري چې دې غونډه کې به د بهرنیانو پر ضد روان مقاومت ناروا وبلل شي، په وینا يې که داسې وشي دا به لویه لاسته راوړنه وي.

طالبانو پخپله تبصره کې ویلي، سره له دې چې د دې غونډې «ټول ابتکار د امریکایانو او د هغوی سیاسي ملګرو په لاس کې و، مګر بیا هم دغو عالمانو د روان جهاد بر خلاف فتوی صادره نه کړه، له دې څخه معلومیږي چې د امریکایي پوځي یرغل په وړاندې روان جهاد یو داسې واضح او ثابت حقیقت دی چې هیڅوک ترې د انکار جرأت نلري او نه یې هم د نامشروع بللو لپاره دلیل لري.»

په تبصره کې وړاندې ویل شوي چې اشغالګر او د هغوی پلویان باید له دې غونډې دا زده کړي چې روانه مبارزه « نه خو کوم تروریستي عمل دی او نه هم د څو کسانو بغاوت؛ بلکې دا د یوه اولس د حریت غوښتنې سرتاسري قیام دی چې په اسلامي دیني اصطلاح ورته مقدس جهاد ویل کیږي.»

له دې غونډې نه د فتوا پر ځای اعلامیه صادره شوه، چې مشخصاً يې د طالبانو په اړه څه نه و ویلي، بلکې د جګړې دواړو خواو ته يې نصیحتونه او د ملکي تلفاتو د مخنیوي توصيې کړې وې.

طالبانو د تبصرې په پای کې بهرنیانو ته تر غوږ ورتېره کړې چې دوی باید «د سولې لاره ونیسي او د افغان اولس د ازادۍ غوښتنې داعیې ته د احترام سر ټیټ کړي.»

د اندونزیا په بوګور کې دغه ناسته د ۲۰ پاکستاني، ۲۰ افغان او همدومره اندونزیايي علماوو له لوري د روانې میلادي میاشتې په ۱۱مه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x