کراچی: مولانا احمد مدني له خپل زوی سره یوځای ووژل شو

molana_ahmed_madaniنن ټکی اسیا: دنوي کراچی دپولیسو و مرکزته څیرمه سیکټر 4j فرید چوک باندی چی کله دمولانا صاحب موټر ودریدي
ناڅاپه دري موټرسایکل سورو دمولانا صاحب  پرموټرباندی ډزی وکړي
دډزو په ترڅ کی دسپاه صحابه دکراچی پخوانی صدر دجامع مسجد اومدرسي محمودیه مدنی بنسټ ایښودونکي
مولانا احمد مدنی اودنوموړی زوی مولانا ابوبکر ځای پرځای ووژل شول.
مولانا صاحب د ۵ بچیانو پلاروو اوپلرني ټاټوبی یی خانیوال وو، دخدای بخښلی مولانا صاحب دکورني غړي وایی چي
دنوموړي له وژلو څخه لږوخت مخکی ورته چا ټلفون وکړ، وروسته نوموړی له خپل زوی سره یوځای ووت.
دمولاناصاحب یو زوی د۲۰۰۵ کال دجولایی پر ۱۷ سمه دنامالومو کسانو لخوا وژل شوی وه.
داهل سنت والجماعت مشر مولانا اورنګ زیب فاروقی دمولانا صاحب په وژنه سخته خواشینه څرګنده کړه او
زیاته یی کړه چی مولانا احمد مدني دسپاه صحابه ډلی دوژل شوي قائد مولانا اعظم طارق نا سکه ورور وه،
اودتنظیم له ډیرو تکړه مشرانو څخه وه اودموړي وژنه یی یوه نه جبرانیدونکي پیښه وبلله اوله لوی پرودګار څخه
دمولانا صاحب لپاره دجنت فردوس غوښتنه وکړه.

                                   بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.