
د پوهنتونونو استادان: حکومت د سولې اراده او وړتیا نه لري
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): کابل کې د پوهنتونونو د استادانو له لوري د سولې اړوند کنفرانس کې ویناوالو وویل چې افغان حکومت د سولې لپاره نه وړتیا لري او نه يې هم اراده لري.
دغه کنفرانس کې چې نن په کابل کې د بېلابېلو پوهنتونو د استادانو له لوري جوړ شوی و، د سیاسي چارو شنونکي انجینر نظر محمد مطمئن وویل، حکومت د سولې نیت نه لري.
د هغه په وینا هر څوک چې د سولې لپاره ګام اخلي حکومت يې له بېلابېلو لارو ځوروي او ان زنداني کوي يې.
مطمئن وړاندې وویل ښه به دا وي چې د سولې لپاره سیاسي اراده رامنځته کړل شي.
لیکوال استاد محمد زمان مزمل د سولې لپاره د منځګړو رول او ارزښت مهم وباله، هغه د حکومت مشران د سولې په راوستو کې ناکام وبلل.
استاد مزمل وویل د سولې راوستل د پوهو او امینو کسانو کار دی، د ده په وینا د حکومت مشران د دې وړتیا نه لري.
په غونډه کې د حکومت تر منځ درز او د واحد دریځ نه شتون د سولې پر وړاندې یو بل خنډ یاد شو، پر دې سربېره د ولس او حکومت تر منځ فاصله له پامه ونه غورځول شوه.
د غونډې بل ګډونوال عبداللطیف روشن وویل، حکومت لومړی باید پخپله منځ کې وروسته له ولس سره او بیا له طالبانو سره د سولې «ډنډوره» وکړي.
دا کنفرانس په داسې حال کې دایرېږي، چې د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې په شاوخوا ۲۲ ولایتونو کې پرلپسې جګړه روانه ده.
حکومت د نصرت او طالبانو د الخندق په نامه پوځي عملیات پیل کړي او دواړه لوري پرلپسې د پرمختګونو او وژنو خبرونه ورکوي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړو هم نن پخپله غونډه کې روان وضعیت اندېښموونکی وګاڼه او له امریکا سره شوي تړونونه يې یو ځل بیا د غور کولو وړ وبلل.
د ولسي جرګې غړو وویل، دې تړون نه خوندیتوب راوستی او نه هم دولت ترې ګټه اخیستلی شي، د دوی په وینا بهرنیان په پوځي اډو کې خوندي او افغان عسکر د عبدالله عبدالله په خبره د مرګ خولې ته ورکړل شوي دي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله نن اعتراف وکړ، چې حکومت يې ولس او امنیتي ځواکونه قتل عام ته ور مخکې کړي دي.