fbpx

په سعودي، افغانستان او پاکستان کې به د روژې لومړۍ ورځ کله وي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د سعودي سترې محکمې امر کړی چې سبا د سې شنبې په ورځ ماښام دي د روژې د میاشتي دلیدلو هڅه وشي، که هر چا ولیدله، نیژدې محکمې ته دې خبر ورکړي تر څو په رسمي ډول د چهارشنبې په ورځ روژه اعلان شي او که ونه لیدل شوه نو روژه به په پنجشنبه شي.

محکمې پر ټولو خلکو غږ کړی او په ځانګړي ډول هغه خلک چې د اسمان او ستورو څارنې دوربینونه لري او د میاشتي په لیدلو کې تجربه لري.

د فلک پوهانو په وینا د روژې مبارکه میاشت به د سې شنبې په ورځ ولادت شي خو د لمر لوېدلو لږ مخکې به بیرته غروب شي چې د لمر د تیزې رڼا او همداسي د سعودي او خلیجي هیوادونو په اسمان کې د ګردونو له امله به یې لیدل ممکن نه وي، ځکه نو کیدای شي روژه د پنجشنبې په ورځ شي.

بلخوا د پاکستان د رویت هلال کمیټې هم وړاندوینه کړې چې کیدای شي لومړۍ روژه د مئي میاشتې پر ۱۷مه نیټه د جمعې په شپه وي.

د رویت هلال کمیټې یوه چارواکي جنرل خالد اعجاز مفتي رسنیو ته ویلي چې د مئي پر ۱۵مه (سه شنبه) ماځیګر ۴ بجې او ۴۸ دقیقې به میاشت وزیږي، چې په همدې ورځ به یې لیدل ناشوني وي خو د چهارشنبې په ماښام به د لاهور ښار په شمول د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په اسانۍ سره ولیدل شي.

نوموړي وویل چې په ټولو ښارونو کې به د میاشتې عمر ۲۶ ساعته څخه زیات وي، چې د لیدلو امکان به یې هر ځای ډیر زیات وي.

باید وویل شي چې افغانستان له پخوا څخه د سعودي سره یو ځای روژه نیسي او اختر جوړوي، خو پاکستان له ډېره وخته د سعودي سره نه روژه نیولې او نه یې هم اختر کړی، خو دا ځل که د سعودي روژه وځنډیږي، نو ډېر امکان به وي چې د دواړو هیوادونو په شمول په اکثرو اسلامي هیوادونو کې د روژې پر لومړۍ ورځ باندي اتفاق وشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د