افغانستان

د کابل په چاودنه کې یو کس ټپي شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): نن د دوشنبې په ورځ د کابل په نهمه امنیتي حوزه کې د یوې چاودنې له امله یو کس ټپي شوی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا چاودنه د مکرویان ۳ په سیمه کې فردوسي پارک ته نیژدې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودېدلي چې له امله یې یو کس ټپي شوی او نور زیان نه دی رسیدلی.

باید وویل شي چې تېره ورځ په جلال اباد کې پر دولتي ودانیو چاودنو او ډله ییز بریدونو له امله لږ تر لږه نهه تنه ووژل شول او ۳۶ تنه نور ټپیان شول.

ددې تر مخه په کابل کې تېره اونۍ دوه ځایه چاودنې او جګړه وشوه چې د یوه برید مسؤولیت یې داعش او د بل برید مسؤولیت طالبانو واخیست. په دواړو بریدونو کې د ۵ کسانو د وژل کېدو او ۱۶ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x