افغانستان

طالبانو بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال وغانده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د فلسطین پلازمینې بیت المقدس ته د اسرائیل لپاره د امریکا د سفارت انتقال وغانده او دا یې د ټولو نړیوالو منل شویو اصولو خلاف عمل او ظلم وباله.

په دې اړه نن ټکی اسیا ته رسیدلې خبرپاڼه په لاندي ډول ده:

د امریکا لخوا بیت المقدس ته د اسرائیلي سفارت د انتقال په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

وروسته له هغه چې د امریکايي مشر ټرمپ لخوا څه موده مخکې د مسلمانانو لومړنۍ قبله او د فسلطین اشغال شوې او تر غصب لاندې خاوره بیت المقدس د اسرائيلو د پایتخت په توګه په رسمیت ومنل شوه، دادی اوس يې عملا امریکايي سفارت هم بیت المقدس ته نقل کړ.

اسلامي امارت د مستکبرې امریکا دغه بې قانونه او ظالمانه ګام په کلکه غندي او د ټولو مسلمانانو او نړیوالو منل شوو اصولو پرخلاف اشغال پلوه او ظالم پروره ګام يې بولي.

د نړۍ ۱۲۸ هیوادونو د امریکا لخوا د بیت المقدس مغصوبه شوی سیمه د اسرائيلي صهیونیستي رژيم د پلازمینې په ډول منل رد کړي وو، خوامریکا بیا هم دټولي نړۍ دغوښتني خلاف اقدام وکړ .

اسلامي امارت د امریکایانو لخوا لاهم د فسلطینیانو پرخلاف د صهونیستي رژيم ملاتړ د دولتي تروریزم څخه د ملاتړ ستره بیلګه بولي او د امریکا د دغه عمل په مقابل کې د اسلامي او آزادې نړۍ د عملي عکس العمل غوښتنه کوي.

اسلامي امارت په ځانګړي ډول په اسلامي هیوادونو او حاکمیتونو غږ کوي چې د مظلومانو په طرف کې ودریږي، د ظالمانو د ظلم لاس لنډ کړي او د مظلوم فسلطیني ولس سیاسي، اخلاقي او عملي ملاتړ وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

یوازی اسلامی امارت ده چی د اسلام د ګټلو له پاره یی خپلی مټی رابډوهلی دی نور د جهاد خانیین خو ټول چپه خوله ناست دی او الله پاک یی په موردارو خلو پاندی موهر لګولی دی انشاالله چی د افغانستان اسلامی امارت به د کفر اوالهاد بیخ او بنیاد اوباسی.

pattang

نو غنی ، اتمر او عبدالله دا فاسدین څه وایې ! هغوی دامریکایانو پښې ښکلوي !!تف لانت اوس باید اولس د طالبانوپه څنګ کې کلک ودريږي او امریکیان ډير مردار کړي او ویې باسي !!

Zadran

غندل مندل هیڅ ګټه نه کوی.ټول بستری وتړی راځی چه فلسطین ته ځو.افغانستان جنګ بنده وو.اصلی جهاد هلته دی،

pattang

ته که نر یې اول د خپل ناموس له مردار ینکي څخه خلاص کړه بیا فلسطین ته منډې وهه !
وخت مو مه ضایع کوه ستا لپاره د تاند پاڼه مناسب ځای دی !

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x