آی پي آیل: پنجاب لوبډلې د مجیب په نه شتون ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴ غویي، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې د مجیب الرحمن لوبډلې دده په نه شتون د کوهلي لوبډلې پر وړاندې ستره ماتې وخوړه.

مجیب الرحمن په تېره سیالۍ کې د توپ اچونې پر مهال د ټپي کېدو له امله له ننۍ سیالۍ بهر شوی و، چې لوبډله یې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو کې ناکامه شوه.

په ننۍ لوبه کې لومړی توپوهنه د مجیب لوبډلې ترسره کړه، چې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو یې په ۱۵.۱ اورونو کې ۸۸ کمې منډې جوړې کړې، ددوی لخوا کی ایل راهول ۲۱ او کریس ګېل ۱۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د ویرات کوهلي لوبډلې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه چې د هیڅ لوبغاړي په سوځېدلو یې ټاکلی هدف په اسانۍ په ۸.۱ اورونو کې پوره کړ.

ویرات کوهلي چې په تېره لوبه کې د مجیب ځدراڼ لخوا په ښکلي توپ سوځېدلی و، ننۍ لوبه کې په ۲۸ توپونو د ۲ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۴۸ چټکې منډې جوړې کړې.

د ویرات کوهلي لوبډله وروسته له ډېرو ماتو او له سیالیو څخه د بهر کېدو په حالت کې وه چې یو ځل بیا یې پلی آف ته د تلو هېلې ژوندۍ کړې، چې په راتلونکو لوبو کې په بریا خپلولو سره به پلی آف ته لار مومي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د