fbpx

حکمتیار: بهرنیان نه غواړي جګړه پای ته ورسیږي، ځوانان دي په ټاکنو کې ډیره برخه واخلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د ځوانانو د یوې ډلې سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې بهرنیان کله هم نه غواړي چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي او د ځوانانو څخه یې غوښتنه کړې چې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او نیکو خلکو ته رایې ورکړي.

نوموړي ویلي چې افغانستان له تیرو څلویښتو کلونو راهیسي د جګړې په اور کې سوځي، چې اوس هم په ټولو ولایتونو کې ادامه لري او هره ورځ تر سل زیات کسان په کښي وژل کیږي.

نوموړي ټینګار وکړ چې بهرنیان د جګړې خاتمه نه غواړي، ځکه نو باید د هغوی په تمه ونه اوسیږو بلکې خپله لاس په کار شو او جګړې ته د پای ټکی کښيږدو.

نوموړي همداراز وویل چې ده هم په خپل ټول ژوند کې د حق پيروي کړې او د خپل مقابل اړخ سره یې فکري مبارزه کړې ده. اوس هم غواړي چې په هیواد کې شفاف او عادلانه ټاکني وشي او زړې ترخې تجربې بیا تکرار نه شي او یو سفارت د ټاکنو سرنوشت تعیین نه کړي.

نوموړي د ځوانانو د یوې ټولنې «نهاد اجتماعي احرار» سره د لیدنې پر مهال پر هغوی ټینګار وکړ چې په ټاکنو کې د ځوانانو نقش ډېر مهم دی ، ځکه نو دوی باید فعاله ونډه ولري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

زه خپله اسلامی- افغانی دموکراسی ته عقیده لرم، پدې معنی چه د حکومت او ملی- اداری بنسټونو اراکین باید د خلکو لخوا انتخاب شی خو د حکمتیار لخوا د ټاکنو ټاکنو تکیه کلام د کوم بل خیرن هدف لپاره کاریږی. ټاکنی د تُری په زور نه تر سره کیږی او نه ټاکنی فقط په ساده بیان تر سره کیږی بلکه ټاکنی یو سالم ملی او پاک تصمیم او پاک فکر او عمل ته اړتیا لری.له کومه وخته چه د حکمتیار قره قُل خولۍ په شمله بدله شویده همدا د ټاکنو ټاکنو سرود د ځان سره زمزمه کوی. د حکمتیار په… نور لوستل »