نړۍ

د امریکا سفارت رسما بیت المقدس کې پرانیستل شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): بالاخیره د ټولو غندنو او د نړیوالو هیوادونو د ښکاره مخالفتو سربېره ټرمپ د تل ابیب څخه بیت المقدس ته د امریکا د سفارت انتقال مراسم بشپړ کړل او په رسمي ډول د بیت المقدس ښار په لودیځه «ارنونا» سیمه کې یې خپل سفارت پرانیست.

په دغه مناسبت په نوي سفارت کې لویه غونډه جوړه شوې وه او د امریکا څخه ۲۵۰ کسیزه پلاوی راغلی وو تر څو د یهودو په دغه خوښي کې ګډون وکړي.

ټرمپ د ویډیو له لاري ګډونوالو ته په وینا کې وویل چې اسرائیل یو ازاد دولت دی، حق لري چې کوم ښار د ځان لپاره پلازمینه انتخابوي. او زیاته یې کړه چې بیت المقدس ښار د یهودي ولس له ډېره پخوا د ځان لپاره پلازمینه ټاکلې ده.

نوموړي وویل چې مونږ نن خپله وعده پوره کړه، بیت المقدس د اسرائیل پلازمینه ده، امریکا بیا هم د اسرائیل او فلسطین تر منځ پر تلپاتې سوله باور لري، امریکا به د تل لپاره د اسرائیل عظیم دوست هیواد وي، د ازادۍ او سوکالۍ په لاره کې به د اسرائیل سره مل وي.

په همدې مراسمو کې د ټرمپ سلاکار او زوم «جارید کوشنر» وویل چې د اسرائیلو په پلازمینه بیت المقدس کې خپل په شتون فخر کوي او وې ویل چې په دغه غونډه کې د ټرمپ د نماینده په حیثیت ګډون لري.

د اسرائیلو خوښي:

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په خپله وینا کې د هغو امریکايي شخصیتونو او د کانګریس د غړو مننه وکړه چې په دغه غونډه کې يې ګډون کړی او د هغو څخه هم چې د ټرمپ د پریکړې ملاتړ یې کړی دی او زیاته یې کړه چې ټرمپ بیت المقدس ته د امریکا د سفارت پر انتقال تاریخ جوړ کړ.

نوموړي وویل چې دا ورځ د بیت المقدس او اسرائیل لپاره ډیره لویه ورځ ده او دا به په تاریخ کې لیکل کیږي.

د فلسطینانو غضب:

بلخوا د بیت المقدس څخه لیري په غزه تړانګه کې فلسطینان د اسرائیل سره سرحد ته په لوی شمېر را وتلي، د سفارت پر انتقال او همداسي د اسرائیل هیواد د ۷۰ کلیزې په مناسبت د یوم النکبه ورځ لمانځي.

دغه ورځ هر کال فلسطینان په مظاهراتو او احتجاجونو لمانځي، خو دا ځل بیت المقدس ته د سفارت د انتقال له وجې یې نور هم زور اخیستی دی.

د الجزیرې خبریالې نجوان سمري د بیت المقدس څخه په خپل راپور کې ویلي چې د بیت المقدس په سلګونو فلسطینیانو د سفارت پر انتقال مظاهره وکړه او غوښتل یې چې د امریکا نوي پرانیستل شوي سفارت ته ځان ورسوي خو پولیسو لارې نیولي وې او دوی يې ټوله په فرعي لارو کې تیت او پرک کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
samiullah wahdat

ستاسو له خپرونو او د سلامي امت د ویښتابه په پار د ټولو زحماتو منندوی یو ، مونږ درسره یو همیشه د واقعیتونو پر اساس استوار معلومات او تبصرې ستاسو سره شریک کوو.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x