القدس عاصمة المسلمین

ابو یاسر افغان

همدا اوس چې درته دا څو کرښې لیکم، سترګې مې له اوښکو ډکې دي، د اسلامي امت په دې ذلت او کمزورۍ راته افسوس راشي، هوکی! نن هغه ورځ ده چې امریکا خپل سفارت رسماً له تل ابیب نه بیت المقدس ته را نقل کړ او په دې توګه یې د یو نیم میلیاردیز اسلامي امت پر مخ کلکه څپیړه ورکړه!!

نن شاوخوا ۵۶ اسلامي هېوادونه د وخت د فرعون ټرمپ علیه العنة د پریکړې پر وړاندې نه یواځې دا چې غبرګون نه ښایي، بلکې په دې پریکړه راضي او خوښ دي!! آه چې اسلامي امت نن له څومره دردوونکي حالت څخه تیریږي، آه چې نن د یو نیم میلیاردیز اسلامي امت ځوانان او پیغلې د دنیا په لهو لعب اخته او د خپلو مقدساتو د دفاع او پوښتنې جرأت هم نه شي کولی!!!

نن یواځې یو څو میلیونه یهودیانو درست اسلامي امت ته خپل زور او طاقت وښود، نن د ملګرو ملتونو سازمان د اسرائیلو خوا نیولې، خو د اسلامي هېوادونو بزدله مشران همدغو ملګرو ملتونو ته فریاد کوي، خو خپل په میلیونونو مسلح پوځ، زرګونه جنګي بیړۍ، طیارې او میلیونونه میله وسله یې بیا د امریکا او اسرائیلو د دښمنانو پر وړاندې په جګړه کې مصرفیږي!!

آه چې د حضرت عمر فاروق رضي الله عنه او سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ګټلی القدس مو څنګه نن د یهودیانو تر قدمونو لاندې کیږي، پر دنګو څوکو یې د یهودیانو او صلیبیانو توغ رپیږي، نن د شهید شیخ محمد یاسین ارمانونه رژیږي، خو اسلامي امت لا له خپل منځي جنګونو، سیالیو، رقابتونو او مصروفیتونو څخه نه دی وزګار شوی!!

نن ایران او سعودي د شرم احساس نه کوي او په دې حالت کې هم د ټرمپ پر وړاندې لکه دوه بنې په سیالۍ اخته دي، نن یهودیانو ته مخه خلاصه ده او نن هغه توره ورځ ده چې امریکا بیت المقدس رسماً د یهودیانو د پایتخت په نوم وپیژانده، خپل سفارت یې ورته رامنتقل کړ او په دې توګه یې د اسلامي هېوادونو هغه ښځه نوکو اخطارونو یو عبرتناک عملي ځواب ورکړ!!

په دا دومره جهادي ډلو کې نن یوه هم داسې نه وه چې د یهودیانو د دغه شرارت پر وړاندې یې معمولي خنډ جوړ کړی وای، همدا نن به په بیلابیلو هیوادونو کې څو سوه مسلمانان په خپل منځي جګړو، د سعودي، بحرین، اماراتو، مصر، ایران او… په بمبارونو کې وژل شوي وي، خو چې خبره د القدس راغله، نو ټولو سرونه ټیټ او خولې یې بندې کړې، که یو نیم چا توره وکړه نو هغه هم دا چې د یهودیانو دا کرغیړن عمل یې په رسنیو کې په کلکو ټکو وغانده، څو ورځې وروسته به قراره قراري شي او داسې به دا هم د ماضي یو هیر شوی داستان وګرځي!!

مګر! حقیقت دا دی چې د بیت المقدس په حق کې د یهودیانو دا جسارت او سپین سترګي، د امریکا دا دومره جرأتمندانه اقدام او د اسلامي امت غفلت زموږ لپاره هغه بد شګون دی چې موږ ته زموږ تور راتلونکی ښایي، دا څه عادي او وړه موضوع نه ده، دا د اسلامي امت پر مخ هغه درنده څپیړه ده چې بزدله یهودیانو پرې د شجاعت مډالونه او عملي پایلې تر لاسه کړې، خو د جهاد او مقاومت نه منکرو، تښتیدلیو، ډارنو او بزدله تش په نوم مسلمانانو نړۍ ته نن د خپلې بې غیرتۍ ننداره وړاندې کړه!!

هیله مې داده چې دا موضوع یواځې تر غندلو پورې منحصره پاتې نه شي، بلکې موږ باید حد تر وسه د دې فرعوني کړنې پر ضد د عملي کار لپاره میدان ته ودانګو، په هره توګه چې باید د دې پریکړې پرضد را پورته شو، په یاد ولرئ! چې د اسلام دین ډېر غیرتي دی او غیرتي ساتونکي به یې ساتي، د دې د دین د ساتنې لپاره که موږ غیرتي او عملي پریکړه و نه کړو، الله جل جلاله به د القدس د ساتنې لپاره نور غیرتي کسان راولیږي، خو موږ به لکه څرنګه چې په دنیا کې ذلیل او ناکام یو، همداسې به مو اخرت هم برباد شي، ولې چې جنت د غیرتي خلکو ځای دی، او موږ چې لږ تر لږه د القدس دفاع و نه شوه کړای، هغه مو د فلسطین او عربو خپله موضوع وبللـه، نو همدا زموږ د بې غیرتۍ تر ټولو ستر ثبوت دی، موږ به په کومه خوله د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د شفاعت او د جنت غوښتنه کوو؟!!

په پای کې یواځې او یواځې پر اسلامي جهادي ډلو او د جهادي فکر پر لارویانو غږ کوم((ځکه چې له دې نورو هسې هم د خیر تمه نشته)) دا چې نور نو باید خپل منځي اختلافات له منځه یوسو او په شریکه د اسلامي امت او اسلامي مقدساتو د ساتنې لپاره خپل اصل اهداف په نښه کړو، نور باید د مسلمان ټوپک د مسلمان نه بلکي د یهودي، نصراني او د دوی د مزدورانو ککرۍ وولي، که چیرته موږ همداسې د غفلت په خوب ویده پاتې وو یا همداسې په خپل منځ کې په جګړو او جنجالونو اخته وو، نو د ذلت یو داسې حالت به راباندې راشي، چې نه به د دنیا د ښې یو او نه به مو اخرت کې د خلاصون څه ذریعه او تمه وي، راتلونکي نسلونه به مو د خاینانو او بزدلانو په نوم یادوي.

د القدس په شمول د ټولو اسلامي اشغال شویو ځمکو د آزادۍ په هیله

3
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
pattang
میلمه
pattang

وروره زه له تا څخه بدتر یم د خولې خوند مې بد او وچ دی دیهودو عسکرو په لسګونو فلسطينیان ووژل او هیڅ رحم یې پرې ونکړ ! ددې کارو ټول مسئولیت امریکا لري ۱ مسامانان باید دتورې په زور امریکایان له افغانستانه وباسي !!
اوس یې وخت راغلی چې امریکایان او ملګري یې جهنم ته واستول شي .
د ترمپ لور او یهود میړه یې په بیت ا لمقدس کې خپل امریکا یې سفارت پرانیسته !

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ابویاسر وروره! د فلسطین په وړاندی ستاسی انسانی او اسلامی احساس د ستاینی وړ دی. بعضی مسائل فقط مذهبی اړخ نلری بلکه یو پراخ انسانی اړخ هم لری. د فلسطین فاجعه مخکی لدې چه یوه مذهبی او دینی مسئله وی یوه انسانی مسئله ګڼله کیږی معنی داچه ټول بشریت ددې فاجعې د دوام مسئول دی. له بلی خوا: په کندهار کی یو کس ؤ خلګو مُلا عبدالخالق حیا باله. زما ټینګ آشنای ؤ.ډېر اجتماعی شخص ؤ. خدای دی ښه ورسره وکی. مُلا نه ؤ خو یو موسمی تبلیغی ؤ. په یوه غیر رسمی اداره کی مامور هم ؤ خو اکثراً… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

د سعودي فاسد دولت د یهودو تر څنګ کلک ولاړ دی زما وړاندیزمشلمانانو ته دادی چې حج ته سعودي ته لاړ نشي تر څو چې دا فاسده کورنۍ په قدرت کې وي ! حج فرض خو خالق یې ویني چې د سعودي واکداران څه کارونه کوي !