کندهار: په عینو مینه کې موندل شوی جسد د چا وو؟ / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): د کندهار په عینو مینه سیمه کې د هغه ځوان جسد وموندل شو څوک چې پنځه ورځې مخکې پولیسو له خپل دوکان څخه نیولی وو.

که څه هم په کندهار کې د وژل شویو کندهاري ځوانانو جسدونه موندل کومه نوې خبره نه ده خو د تیرې ورځې موندل شوی جسد د هغه ځوان وو چې څو کاله تر مخه یې ورور هم د عبدالرازق قومندان د پولیسو له لوري تر شکنجې وروسته وژل شوی وو.

په ټولنیزو پاڼو کې د نوموړي د وژل کېدو تر مخه او وروسته انځورونه او معلومات خپاره شوي چې له مخي يې د نوموړی د کورنۍ او ژوند نور اړخونه هم را برسېره شول.

تېره ورځ د نوموړي په اړه خبرونه خپاره شوه چې د «محمد اغا» جسد په داسي حالت کې په عینو مینه کې موندل شوې چې پر جسد یې د شکنجې نښانونه او په وینو لت پت جسد جوتوي چې هغه په چړو وهل شوی او تر وژنې مخکې ښه ډېر شکنجه شوی دی.

د نویو را څرګندو شویو معلوماتو له مخې «محمد اغا» پنځه ورځې تر مخه د پولیسو له لوري د خپل دوکان څخه د تحقیقاتو په پلمه پورته شو او بیا یې یې جسد په وینو لړلی او چړو وهلی په عینو مېنه کې وموندل شو.

د تفصیلاتو سره سم د محمد اغا یو بل ورور چې احمد اغا نومیدی، درې کاله وړاندي په ورته توګه د کندهار ښار د دوهمي امنیتي حوزې د امیر له خوا اختطاف شوی وو او په ورته توګه تر وژلو وروسته یې جسد په ښار کې غورځول شوی وو.

د احمد اغا ښځې او ماشومان محمد اغا ته پاتې شوي وه او د کور یوازیني وارث او ځوانۍ په لحاظ د ټول کور مصرف او ژوند ور له غاړي وو چې له امله یې د نوموړي ټول ژوند د خپل دکان او کاروبار سره تړلی وو.

د نوموړي نیژدې دوستان وايي چې دغه کورنۍ په اصل کې د ارغنداب ولسوالي ده، مقتول د مور او پلار وروستی زوی وو، ۸ خویندي یې لرلې، ۸ لوڼې یې لرلې او د کورنۍ یوازینی نفقه برابروونکی وو.

پر فیسبوک باندي د نوموړي یو نیژدې دوست وايي چې د هغه د اختطاف وروسته یې مور امنیه قومندانۍ او هر ځای د چارواکو دروازه ټکوله او په ژړا ژړا یې د خپل زوی غوښتنه کوله چې پولیسو به ورته ویل ، خیر دی، ادې! پوښتنې ځیني کوي او بیرته یې در خوشي کوي.

 

 

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامد
میلمه
حامد

وَإِذَا الْمَوْءُودَةُ سُئِلَتْ (8) بِأَيِّ ذَنبٍ قُتِلَتْ (9)(سورة التکویر)– الله تعالی لوی ذات دی ، د هري ذرې پوښتنه کوي، د اعمالو وزن او تلل، حشر، عمل نامه او داسي نور راتلونکي دي هر څوک دي له ځان سره محاسبه وکړي. الله تعالی د مظلومانو ملګری دی د ټولو ناحقه وژنو او مظلومانو د ځورونو پوښتنه به کیږي. نه کوم دتیښتي ځاي سته او نه پیسې کار کوي او نه هم واسطه او کومک. الله تعالی دي جنرال رازک تباه، برباد، شرمنده، ذلیل، خوار او نابود کړي ، د الله تعالی لعنت دي په دنیا او آخرت کي ورباندي او… نور لوستل »