اسلام اباد: قاتل امریکايي دیپلوماټ له پاکستان څخه رخصت شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): هغه امریکايي دیپلوماټ چې څه موده تر مخه یې د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې په خپل لنډکروزر یو موټر سایکل چلوونکی وهلی او وژلی وو، د پاکستان څخه په یوه الوتکه کې رخصت شو.

نوموړی دیپلوماټ چې کرنل جوزف نومیدی او د امریکا په سفارت کې نظامي اتشه وو، نن د بهرنیو چارو وزارت په اجازت د سفارتي استثناء څخه په ګټې اخیستنې د نورخان هوايي ډګر څخه په ځانګړي الوتکه کې امریکا ته روان شو.

د پاکستان ایکسپریس ورځپاڼې د راپور سره سم د بهرنیو چارو وزارت د امریکا څخه غوښتي وه چې د نوموړي دیپلوماټ دنده لغوه کړي او د هغه څخه سفارتي استثناء واخلي تر څو په پاکستان کې محکمه شي خو امریکا دا خبره نه وه منلې او له همدې استثناء څخه په ګټې اخیستنې کرنل جوزف نن له هیواده په خیر او عافیت سره رخصت شو.

د سرچینې په حواله امریکا پاکستان سره وعده کړې چې ددغه دیپلوماټ محکمه به د ویانا کنونشن پر اساس باندي کوي.

ویل کیږي چې تېره ورځ هم د هغه لپاره الوتکه راغلې وه خو پاکستاني چارواکو ورته د تګ اجازه نه وه ورکړې.

باید وویل شي چې کرنل جوزف څه موده تر مخه په اسلام اباد کې د ټرافیک د قوانینو څخه د سړغړونې له وجې یو موټرسایکل په خپل موټر وواهه چې له امله یې موټرسایکل چلونکی مړ او ملګری یې سخت ټپي شو. د پيښې وروسته نوموړی د امریکې سفارت ته پناه وړې وه.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د امریکا د سفارت قاتل چارواکي بیرته خوشي کوي، بلکې ددې تر مخه یې د ریمنډ ډیوس په نامه هغه جاسوس هم خوشي کړ چې په رڼا ورځ یې د پاکستان دوه وګړي وژلي وه او بیا د پولیسو له لوري نیول شوی وو. ریمنډ ډیوس د سفارتي استثناء څخه هم برخمن نه وو، خو په اړه یې ویل کیږي چې امریکا ته له رسیدو وروسته ازاد پرېښودل شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د