
د بیت المقدس ناوې / بسمل
شاعر : مولانا محمد علیم بسمل
ځه!! ښه ده، چې يې تللی له دنیا صلاح الدینه
چې نه يې اوس زمونږ غوندې، رسوا صلاح الدينه
پړونی مو له بامه د چورلکو شمال وړی
را پاتې نه دی پت، عزت، حيا صلاح الدينه
د بيت المقدس ناوې ښامار ډولۍ کې يووړه
چې نور به خدايزده څومره شو رسوا صلاح الدينه
چې ټرمپ د حرمينو د خادم په تیلو پايي
نو چا ته سترګې واړوي اقصی صلاح الدينه؟!!
بسمل د لېوني په څېر هر ځای کې وهل کېږم
مجرم يمه د فکر په ګناه صلاح الدينه