fbpx

فلسطین: ۵۵ لاریون کوونکي ووژل شول او تر دوه زره زیات ټپيان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): فلسطینانو نن د اسرائیل د اویایمې کلیزې په مناسبت د غزه تړانګې او اسرائیل پر سرحد باندي ملیوني مظاهره وکړه، چې د اسرائیلي عسکرو د ډزو سره مخ شوه او په ترڅ کې یې په لسګونو فلسطیني ځوانان ووژل شول او په زرګونو نور ټپیان شول.

سبا د سې شنبې په ورځ د اسرائیل په نامه د غاصبو یهودانو د هیواد د اعلان ۷۰ کاله پوره کیږي، فلسطینیانو چې د تیري مارچ میاشتي له ۳۰مې نیټې څخه یې د بیا ستنېدو د ورځې په مناسبت لاریونونه پيل کړي وه او هره ورځ یې د اسرائیل او غزه تړانګې تر منځ غځېدلې سرحد او دیوال ته ځان رساوه، نن یې له دوه وجو ډېر زور واخیست.

لومړی بیت المقدس ته د امریکا سفارت انتقالول او د مسلمانانو دغه سپیڅلی ښار د اسرائیل د ابدي پلازمینې په حیث په رسمیت پيژندل.

دوهم، سبا د یوم النکبه ورځ ده ، په کومه ورځ چې د فلسطین ځمکه په رسمي ډول غصب شوه او پر ځای یې د اسرائیل په نامه د یهودانو هیواد اعلان شو.

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم نن د دوشنبې په ورځ لږ تر لږه ۵۵ تنه فلسطیني ځوانان ووژل شول، او په زرګونو نور ټپيان شول.

د راپور سره سم دا شمېر د لاریونونو د پیل څخه تر اوسه تر ټولو ډېر دی.

په وژل شویو کسانو کې د حماس ډلې د پخواني مشر عبدالعزیز الرنتیسي زوی احمد هم دی، او همداسي په دواړو پښو باندي یو معیوب کس چې فادي ابو صلاح نومیده، وژل شوی دی.

د وروستیو راپورونو سره سم په نني اخ او ډب کې تر دوه نیم زره زیات کسان ټپيان شوي دي.

د الجزیرې خبریال «وائل الدحدوح» چې خپله هم سرسري ټپي شوی، وايي چې په ټپیانو کې تر زر زیات کسان په مخامخ ډزو ټپيان دي چې د هغو څخه یې د سلو کسانو ټپونه ژور دي.

فلسطینیانو نن ورځ د «یوم العبور» په نامه نومولې وه، دوی هڅه کوله چې د غزه تړانګې او اسرائیلو تر منځ سرحد باندي غځول شوي کتاړې او اغزن تارونه له منځه یوسي او د اسرائیل اړخ ته ورشي خو اسرائیلي عسکرو یې په مخامخ ډزو مخنیوی کوی چې له امله یې دوی هم د سرحد په امتداد کې اورونه لګولي او په تور دودونو کې يې ځانونه پټ کړي وه.

بلخوا فلسطینیان د تیرو څو ورځو راهیسي اور لرونکې کاغذي الوتکې د اسرائیل پر لور ور لیږي او هلته د یهودانو فصلونه باندي وسوځوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د