اردوغان د فلسطینيانو د مرګ ژوبلې په ویر درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۴غويي، ۱۳۹۷ل): نن د دوشنبې په ورځ په فلسطین کې له یوه اړخه بیت المقدس ته د امریکې سفارت انتقال شو او له بله اړخه د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي عسکرو په ډزو تر ۵۵ زیات فلسطینیان ووژل شول او تر دوه زره زیات نور ټپيان شول.

د همدې مرګ ژوبلې او سفارت د انتقال پر ضد په ترکیه کې لویې مظاهرې وشوې.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په لندن کې د یوې وینا پر مهال د فلسطین په غزه تړانګه کې د اسرائیلي عسکرو په ډزو د فلسطینیانو پر وژنې سخت غبرګون وښود او وې ویل چې مونږ به د فلسطینیانو سره د خپلې خواخوږي څرګندولو په خاطر درې ورځي ملي ماتم اعلان کړو.

نوموړي وویل چې ترکیه به تل د فلسطینیانو تر څنګ ولاړه وي او د راتلونکې جمعې په ورځ به په استانبول ښار کې د اسرائیلي ظلم پر ضد لویه مظاهره هم وکړي او د روژې په مناسبت به د فلسطینیانو لپاره نقدي کومکونه هم را ټول کړي.

د دې تر مخه د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال او د حکومت ویاند «بوکر بوزداغ» هم رسنیو ته ویلي وه چې بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال پر ضد لاریونونو باندي د اسرائیلي ځواکونو د ډزو له امله په لسګونو فلسطینان وژل شوي او په زرګونو نور ټپيان شوي دي، ځکه د ترکیې هیواد هوډ لري چې د راتلونکو ۳ ورځو لپاره ملي ماتم اعلان کړي.

نوموړي دغه خبرې د وزیرانو د شورا وروسته وکړې او د ترکیې هیواد یې د فلسطیني ولس سره په غم کې شریک وباله او زیاته یې کړه چې د ترکیې ملي شورا به د بیت المقدس په اړه ځانګړې ناسته هم وکړي.

تبصرې (1)

  • یا الله ته پدی مظلوم بیچاره خلکو رحم وکړی یا الله ته امریکا نیست او نابوده کړی .