طالب وسله وال په فراه کې

طالبان په فراه ښار کې – انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو تېره شپه پر دوې بجې د فراه ولایت پر مرکز باندي برید وکړ او په ښار ور ننوتل چې تر اوسه پوري په ښار کې دننه سخته جګړه روانه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار شاوخوا ټولې پوستې دوی نیولي، په ښار کې دننه د استخباراتو ریاست، دوهمه حوزه او ګڼې نوري سیمې یې تر خپلې ولکې لاندي راوستلي دي.

نوموړي ویلي چې په دغه جګړه کې په لسګونو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ذبیح الله مجاهد د فراه ښار د اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي، طالبان به هیڅ چاته زیان نه رسوي او نه به د چا څخه انتقام اخلي.

په ولسي جرګې کې د فراه ولایت استازي حمیرا ایوبي د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې طالبانو د شپې پر دوې بجې برید پيل کړی او تر اوسه په ښار کې ډیري سیمې فتحه کړي او پر مخ روان دی، خو تر اوسه هم د دولت له خوا فراه ته کومکي ځواکونه نه دي رسیدلي.

حمیرا وویل چې د فراه ولایت د وضعیت په اړه یې د دفاع وزیر او ملي امنیت رئیس ستانکزی سره خبري کړی او هغوی ورته وعده ورکړې چې ډېر ژر به کومکي ځواکونه فراه ته ولیږل شي.

4
تبصره وکړئ

avatar
3 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

د ټول زورونکی عکسونه دی ،چه دودونه ،دوړی اوچتیږی.ورانی او بربادی چه کیږی،ګران وطن ورانیږی،پښتانه بی کوره کیږی،مرګونه راوا کیږی،فتواګانی ورکول کیږی،درواغونه په کی وییل کیږی.میندی بوری کیږی،سځی کونډی کیږی.همدی حالتو ته بعضی خلک خوشحاله کیږی.د فتحی نعری وهلی کیږی،له خپل ورور څخه به څوک څه فتحه کړی،فتح د بیتالمقدس خوند کوی،

pattang
میلمه
pattang

ځدراڼه زه خو له رمې ، وزو او پسو سره خبرې نکوم ! بلکې له هغوی سره خبرې لیکنې کوم چې انګلیسي یې زده او دالر خوري ګوره څومره ځانونه عصري بولي !! بیا تکرار درته لیکم چې اشغالګر ورک شي سوله به راشي او څوک یې مخه نشي نیوۍ ، که یې مخه نیسي نو کلاب ته به منډې وهي !!

غوربندی
میلمه
غوربندی

بالکل پتنگ صاحب

کلاب به ټول کولاب ته تښتي.

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

که چیری دا داخلی غلامان د اشغالګروسره نه یی نو اشغالګربه د الله په توکل ډیر ژر ټوټی ټوټی شی او ماته به وخوری نو زما په نظر د داخلی غلامانو مرګ د اشغالګرو په شان دی ځګه دوی د اشغالګرو ملاتړ کوی او دوی د دی لامل دی چی اشغالګر په افغانستان کی پاتی شی او افغانستان درپه دره خاوری په سر شی .