نن ټکی اسیا

طالبان په فراه ښار کې – انځورونه او ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): طالبانو تېره شپه پر دوې بجې د فراه ولایت پر مرکز باندي برید وکړ او په ښار ور ننوتل چې تر اوسه پوري په ښار کې دننه سخته جګړه روانه ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی اسیا ته په را لیږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار شاوخوا ټولې پوستې دوی نیولي، په ښار کې دننه د استخباراتو ریاست، دوهمه حوزه او ګڼې نوري سیمې یې تر خپلې ولکې لاندي راوستلي دي.

نوموړي ویلي چې په دغه جګړه کې په لسګونو دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ذبیح الله مجاهد د فراه ښار د اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي، طالبان به هیڅ چاته زیان نه رسوي او نه به د چا څخه انتقام اخلي.

په ولسي جرګې کې د فراه ولایت استازي حمیرا ایوبي د طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې طالبانو د شپې پر دوې بجې برید پيل کړی او تر اوسه په ښار کې ډیري سیمې فتحه کړي او پر مخ روان دی، خو تر اوسه هم د دولت له خوا فراه ته کومکي ځواکونه نه دي رسیدلي.

حمیرا وویل چې د فراه ولایت د وضعیت په اړه یې د دفاع وزیر او ملي امنیت رئیس ستانکزی سره خبري کړی او هغوی ورته وعده ورکړې چې ډېر ژر به کومکي ځواکونه فراه ته ولیږل شي.