افغانستان

فیفا: د نوم لیکنې پروسه باید وځنډول شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د ټاکنو له کمیسیون غوښتي چې د نوم لیکنې روانه پروسه دې وځنډول شي.

د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید نن په کابل کې خبرې غونډې ته وویل، پر دې پروسه شکونه او اندېښنې ډېرې شوې او د ولس پاتې باور هم له منځه وړلی شي.

هغه وویل د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګول یو نا مناسب ګام دی، په وینا يې حکومت د دې وړتیا نه لري چې په دې صورت کې د درغلي مخه ونیسي.

رشید د حکومت پر دواړو مشرانو غږ وکړ، چې د ټاکنو کمیسیون څخه دې د وسیلې په توګه کار نه اخلي او باید دلته مداخله و نه کړي.

محمد اشرف غني پرلپسې د نوم لیکنې لپاره د خلکو پر رابللو ټینګار کړی او تاکید يې کړی چې باید د ټاکنو کمیسیون ازاد پرېښودل شي.

فیفا وايي، تر څو چې د تذکرو پر کاپي د سټېکر لګولو اړوند وروستۍ پرېکړه نه وي شوې د نوم لیکنې بهیر باید وځنډول شي.

په دې غونډه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو غوښتونکې ډلې؛ هم د دریو میاشتو پلټنو پایلې شریکې کړي او د ټاکنو کمیسیون يې پر سستۍ تورن کړ.

د دې ډلې د معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۱۶ ولایتونو کې ټاکنیز کمیسیونونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي، د دوی په وینا دا کمیسیون د کارکوونکو په ګمارنه کې سیاسي او ګوندي اړخونه په پام کې نیسي، ځکه خو يې کارونه ټکني روان دي.

دوی د ټاکنو نېټه (تلې ۲۸مه) هم نامناسبه وبلله او ويې ویل دې کمیسیون ډېر فرصتونه له لاسه ورکړي دي.

د دې ډلې معلوماتو دا اندېښنه هم په ډاګه کړه، چې د نوم لیکنې لپاره دولتي مامورین او د ښوونځيو هغه زده کوونکي چې عمر يې د نوم لیکنې پر معیار برابر وي، په زور نوم لیکنې ته مجبورېږي.

دا په داسې حال کې دی چې اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم د تذکرې پر کاپي د سټېکر لګولو طرحه نا مناسبه او درغلۍ ته لاره هواروونکې بللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x