پخوانی جګړه مار، جنرال دوستم

دوستم: حکومت له کمزورۍ د سولې غږونه کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): پخوانی جګړه مار او د ګډ حکومت لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وايي حکومت له کمزورۍ نه طالبانو ته د سولې غږونه کوي.

هغه چې په ترکیه کې جلاوطنه اوسي، له فکس نیوز سره په خبرو کې ويلي، د وطن له حالاتو خبر دی او په وینا يې حکومت په کمزوري وضعیت کې دی.

هغه دعوه کړې چې که يې امریکایان ملا وتړي، تر دوو میاشتو په لږ وخت کې طالبانو ته ماتې ورکولی شي.

دوستم چې د بشري حقونو نړیوال کمیسیون له لوري د یوې بشر ضد څېرې په توګه پېژندل کېږي، دعوه کوي چې دی هم د سولې پلوی دی، خو حکومت باید له کمزوري موقف نه د سولې غږ ونه کړي.

دا په داسې حال کې دی چې پخپله دوستم هېواد ته نه شي رسېدلی او د دې لومړي مرستیال له ولسمشر سره کومه اړیکه نشته.

پرون په کابل کې د پوهنتونونو د استادانو له لوري د سولې اړوند جوړ شوي کنفرانس کې هم ګډونوالو افغان حکومت د واحد دریځ او د سولې لپاره پر ارادې نه لرلو تورن کړ.

د دې کنفرانس یو تن وینا وال عبداللطیف روشن وویل، حکومت لومړی باید پخپل منځ کې وروسته له ولس سره او بیا له طالبانو سره د سولې «ډنډوره» وکړي.

دوستم نږدې دوه کاله وړاندې د خپل ګوند پر پخواني مرستیال احمد ایشچي د جنسي ځورونې او تېري له تورنېدو وروسته ترکيې ته پښې سپکې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د