لاهور: ناموس رسالت ته سپکاوی کونکی یوبل کس هم ووژل شو

blasphemer_gunned_down_in_lahore

نن ټکی اسیا: له هغه څخه وروسته چی دوی ورځی مخکی اسلام اباد کی وناموس رسالت ته دسپکاوی په تور دپاکستان دلږکیو چارو
وزیرشهزاد بهټی دنامالومو وسلوالو لخوا  په ډزو سره ووژل شو.
تیره ورځ یو بل کس چي تیرکال وناموس رسالت ته دسپکاوي په جرم بندي شوی وه اوڅه موده وروسته بیرته خوشی شوی وه
دنامالومو وسلوالو لخوا په سپینه ورځ په خپل دکان کی ووژل شو.
محمدعمران اودهغه ملګری ساجد چی وناموس رسالت ته دسپکاوی په جرم نیول شوي و اوتیرکال دفبروري په میاشت کی خوشی شوی و.
پرون ورځ لاهورښارکی دډنډا کلی بس اډي ته نژدی په یو دکان کی ناست وه چی دنامالومو وسلوالو له لوري، پرمحمد عمران باندي ډزی وشوي اوځای پرځای ووژل شو.
له سیمی څخه امنیتی چارواکی وایی چی برید کونکي دری کسه چی یو یی له دکان څخه دباندی موټرسایکل ته انتظار اودوه نور و دکان ته ننوتل اوپرعمران یی ډزی وکړي.
دوژل شوي کس قریبان وایی چی عمران هغه چا وژلیدي چاچی تیرکال عمران باندي ورسولله صلی الله علیه وسلم ته دسپکاوي تورلګولی وه اود څه وخت لپاره یی دپنجرو شاته لیږلی وه.

بخت الرحمن بخت



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.