
دصلح فلسفه قتلوي
عصمت الله بشام
زمــونګ پــه کلـي کـې تـیاره ده عاطـفه قتلوي
هـم د الـفت او ورور ګلـوي د ژوند ډیوه قتلوي
صـلحه سـنت ده نـبوي خپل شرایط یه معلوم
نـن پـه پـردي قانـون دصلحي فـلـسفه قـتلوي
دحـسـرت اوښـکۍ تویـومـه بــل څـه نـه لرمـه
غـربـي سیـلۍ زمـوژ د ګلـُو باغـیـچـه قـتــلـوي
دکلـیـسا غـیـژ کې لــوي شـوي اریـانا ته راغــلل
زمــوژ د مسـجـد د شـکلا ګانــو منــاره قـتلـوي
سـپیـدې راوخـتـي رڼـا به مـو پرچـم خپره شـي
د تکبیر شور ده روڼ سحار دا توره شـپه قتلوي
بـشام ترڅوبه یم په دي سخت کړاوو کې میلمه
دپاپ لمسیان امــام محراب کې پر سجده قتلوي