fbpx

اجماع دسنتو په رڼا کې / وروستۍ برخه

لیکوال: استاد احمد الله عاطفي

په یو والي کي برکت او رحمتونه وي، او فرمايې: علیکم بالسواد الاعظم.(رواه الترمذي) یعنی په تاسو باندي د غالب اکثریت اتباع لازمه ده، په کومې ټولنې کې چې داطاعت او مننې عنصر پیاوړی وي هغه ټولنه له بهرنې بدو اغیزو محفوظه وي.

داجماع په اړوند یو بل غوره دلیل:

عَنْ عَلِيٍّ (رضی الله عنه) قَالَ : قُلْتُ : يَا رَسُولَ (صلی الله علیه وسلم) إِنْ نَزَلَ بِنَا أَمْرٌ لَيْسَ فِيهِ بَيَانٌ ، أَمْرٌ وَلا نَهْيٌ ، فَمَا تَأْمُرُنَا ؟ قَالَ : تُشَاوِرُونَ الْفُقَهَاءَ وَالْعَابِدِينَ ، وَلا تُمْضُوا فِيهِ رَأْيَ خَاصَّةٍ ، لَمْ يَرْوِ هَذَا الْحَدِيثَ عَنِ الْوَلِيدِ بْنِ صَالِحٍ إِلا نُوحٌ.(رواه مسند خلیفة بن خیاط، المعجم الاوسط للطبراني)

ژباړه: دسیدنا حضرت علي(رضی الله عنه ) نه روایت دی چې وایې: ما له حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه پوښتنه وکړه چې اې دالله رسوله! که مونږ ته داسې یوه مسئله یا یو آمر مخ ته شي چې دهغي په اړوند نه په قرآنکریم اونه په حدیثو کې دهغي حل بیان شوی وي، مونږ څه وکړو؟

حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: دعابدینو او فقهاوو سره مشوره کوه.

دسیدناحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) ددي حکم نه هم داجماع دلیل څرګند دی.

سیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) دحجةالوداع په موقع منی (خیف مسجد) کي دخطبې په ترڅ کې وفرمايل:

وعن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ ، وَزَيْدِ بْنِ ثَابِتٍ(رضی الله عنهما) قال: سمعتُ، قال رسول الله (صلى الله عليه وسلم) : ثَلَاثٌ لَا يَغِلُّ عَلَيْهِنَّ قَلْبُ مُسْلِمٍ: إخْلَاصُ الْعَمَلِ لِلَّهِ ، وَمُنَاصَحَةُ وُلَاةِ الْأَمْرِ وَلُزُومُ جَمَاعَةِ الْمُسْلِمِينَ ؛ فَإِنَّ دَعْوَتَهُمْ تُحِيطُ مِنْ وَرَائِهِمْ.(رواه: احمد، ابن ماجه، دارمي و…)

دا مبارک حدیث (۱۲) تنو صحابه کرام(رضی الله عنهم) په یوه معنی دالفاظو په تغیر روایت کړی چې فرمايي.

ژباړه:حضرت عبدالله ابن مسعود او حضرت زید بن ثابت(رضی الله عنهما) فرمايې: مونږ دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) نه واوریدل چې وې فرمایل: دیو مسلمان په زړه کې دا دري خویونه موجود وي هغه به خیانت ونکړي.

اول: کړنې په ځانګړي توګه دالله(جل جلاله) رضأ لپاره تر سره کړي.

دویم:په نیت او زړه کي دمسلمانانو خیر غوښتنه وي.

دریم: دمسلمانانو له جماعت سره وي او اتباع ئې پرځان لازم کړی وي، ځکه د هغوی بلنه او دعا دده په حق کې دی.

همدا راز دمومنانو سپارښتنې دقبولیت غوره انځور په لاندې مبارک حدیث کې داسي بیان شوی،چې دالبقرې سورت، ۱۴۳ آیت غوره تفسیر او حکم پکې روښانه او عملې شوی،چې الله سبحانه وتعالی فرمايې:(ژباړه) تاسو به په خلکو ګواه شئ او پیغمبر به په تاسو شاهد وي…

امام نسايې، امام احمد، امام بخاري او نورو محدثینو په مترادفو الفاظو او یوه معنی روایت لري.

أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُرَّ عَلَيْهِ بِجِنَازَةٍ فَأَثْنَوْا عَلَيْهَا خَيْرًا فَقَالَ : وَجَبَتْ وَجَبَتْ ، ثُمَّ مُرَّ عَلَيْهِ بِجِنَازَةٍ فَأَثْنَوْا عَلَيْهَا شَرًّا فَقَالَ : وَجَبَتْ وَجَبَتْ ، قَالُوا : يَا رَسُولَ اللَّهِ مَا قَوْلُك وَجَبَتْ وَجَبَتْ ؟ قَالَ : هَذِهِ الْجِنَازَةُ أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهَا خَيْرًا فَقُلْت : وَجَبَتْ لَهَا الْجَنَّةُ ، وَهَذِهِ الْجِنَازَةُ أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهَا شَرًّا فَقُلْت : وَجَبَتْ لَهَا النَّارُ . أَنْتُمْ شُهَدَاءُ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ .
امام مسلم او امام بخاري(رحمهما) دحضرت انس بن مالک( رضی الله عنه) نه په لاندي الفاظو روایت لري…عن أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قال: مَرُّوا بِجَنَازَةٍ فَأَثْنَوْا عَلَيْهَا خَيْرًا فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: (وَجَبَتْ) ثُمَّ مَرُّوا بِأُخْرَى فَأَثْنَوْا عَلَيْهَا شَرًّا فَقَالَ: (وَجَبَتْ) فَقَالَ عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ: مَا وَجَبَتْ؟ قَالَ: هَذَا أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهِ خَيْرًا فَوَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ وَهَذَا أَثْنَيْتُمْ عَلَيْهِ شَرًّا فَوَجَبَتْ لَهُ النَّارُ أَنْتُمْ شُهَدَاءُ اللَّهِ فِي الْأَرْضِ.

ژباړه :حضرت انس بن مالک( رضی الله عنه) فرمايې : یوه جنازه تیره شوه ، خلکو وویل: ریښتېنی او نیک بنده و، سیدنا حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) درې ځله دواجب شو لفظ وفرمایل، دویمه جنازه تیره شوه، خلکو دهغه بد وویل،رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) بیا هم درې ځله دواجب شو لفظ وفرمایل، حضرت عمر بن خطاب(رضی الله عنه) عرض وکړ: زما مور او پلار دله تا فدا شي، یوه جنازه تیره شوه خلکو دهغه ښه وویل، تاسو دواجب شو کلمه دري ځله تکرار کړه او په دویمي جنازي چې خلکو بد وویل بیا هم تاسو دا کلمات تکرا رکړل ، ددي مطلب څه دی؟ حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: چاته چې تاسو ښه وویل، دهغه لپاره جنت واجب شو ، چاته چې تاسو بد وویل، دهغه لپاره دوزخ واجب شو، تاسو په زمکه دالله سبحانه وتعالی ګواهان یاست.

دمبارک حدیث له شرحې نه څرګند شو چې حضرت رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم) دواجب شو کلمه په تکرار دتاکید لپاره ويلي، کوم یو تن ته چې صحابه کرامو ښه وویل حقیقت همدا و، په همدي بنأ دوی په زمکه دالله سبحانه وتعالی ګواهان و، الله سبحانه وتعالی ددوې په زړونو کې دمومنانو لپاره نیکي پیداکوله او اوس هم همدا حقیقت روان دی، همدا راز کوم مړی چې په بدو یاد شو هغه په حقیقت کې منافق و، اوس که څوک نیوکه کوي چې دحدیث په اعتبار مړی په خو او نیکیو سره یادوئ، ځواب دادی دکوم بنده چې نفاق، فسق او ګمراهي ښکاره څرګنده نه وي په نیکیو باید یاد شي، دکوم بنده چې تیری ، ظلم او منافقت ښکاره وي دهغه بد ویل جایز او رواه دی، همدا رایه دامام نوي (رحمه الله هم دی)

دمسلمانانو درایواتفاق (اجماع) ارزښت او ستر مقام په اړوند دسیدنا حضرت عبدالله ابن مسعود(رضی الله عنه) روایت…

عن عبد الله ابن مسعود(رضی الله عنه) مَا رَآهُ الْمُسْلِمُونَ حَسَنًا فَهُوَ عِنْدَ اللَّهِ حَسَنٌ…(رواه احمد،بیهقي و…)

حضرت عبد الله ابن مسعود(رضی الله عنه) دیو اوږد مرفوع حدیث په یوه برخه کې روایت کوي : څه چې مسلمانانو نیک او غوره وګڼل، دالله سبحانه وتعالی په نزد هم نیک او غوره دی.

څومره ستر امتیاز او ارزښت دی چې الله سبحانه وتعالی يې دې اُمت ته بخښلی او خپله خوښه په اتفاق او یو والي کي څرګندوي( یا الله جل جلاله، اسلامي امت ته یووالی په برخه او تیر برم يې را ژوندی کړئ، آمین)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د