
شک روژه
مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
هر وخت چې روژه راشي نو په اوله ورځ کې یې خلک په هو ! او نه! کې را ایسار شوي وي او په یوه لوري فیصله نشي کولی چې څه وکوي آیا د شک په ورځ روژه کړي او کنه، په لاندې یو څو کرښو کې له خپلو لوستونکو سره د حنفی مذهب رایه شریکوم چې پدې ورځ باید مسلمان څه وکوي .
مقدمه
د شک ورځ
دا هغه ورځ وي چې انسان پکې فیصله نشي کولی چې آیا دا د شعبان آخره او که د رمضان اوله ورځ ده؟ د هوا د ګردجن والي ، خړ والی له امله میاشت هم را ښکاره نشي نو دا د شک ورځ ده او که چېرته میاشت ولیدل شوه ، په شرائطو سره ثابته شوه نو بیا هېڅ شک پاتې نشو یقینی د رمضان میاشت شوه .
خو دا چې میاشت ښکاره نشی ، اسمان صفا نه وي نو پدې مورد کې بیا دوه خبرې په نظر کې نیول کیږی :
الف: د روژه نیوونکی نیت (پدې ورځ چې څوک روژه نیسي په کوم نیت یې نیسي)
ب: (د روژې حکم) چې کله شک لرې شي بیا به ددې د نیول شوې روژې څه حکم وي؟
د حنفی مذهب رایه
پدې اړه د حنفی مذهب رایه داده چې د شک په ورځ روژه پنځه قسمه کېدلی شي :
څلور قسمه مکروه ده.
یو قسم صحیح ده .
مکروه قسمونه یې دادي :
اول : چې نیت وکوي چې د رمضان اوله ورځ ده او زه فرضی روژه نیسم .
داسې نیت کول مکروه دي لکن که چېرته دا ورځ د رمضان شوه نو روژه یې په فرضو کې دریږي . (الهداية للمرغيناني 1/ 119، بدائع الصنائع 2/ 78)
دوهم : که یې نیت وکولو چې د شک په ورځ د بل وخت قضايي یا کومه نذري روژه نیسي نو دا هم مکروه ده لکن که دا ورځ د رمضان شوه نو په فرضو کې دریږي او که وروسته بیا ښکاره شوه چې دا ورځ د رمضان څخه نه وه نو دده هغه قضايي روژه او یا نذري روژه ورباندې خلاصیږي . (الهداية 1/ 120، مجمع الأنهر 1/ 235 )
دریم : که یې نیت وکولو چې زه روژه نیسم که چېرته رمضان شو نو د رمضان روژه به شي او که نشو نو یا به مې د قضايی روژه شي ، یا به هغه روژه شي چې ما په ځان نذر کړې وه او یا به نفل شي داسې نیت هم مکروه دی لکن که دا ورځ د رمضان شوه نو د رمضان روژه یې کیږي او که د رمضان نه شوه نو دا روژه یې بیا نه د قضا په ځای دریږي او نه د نذر ځکه دا دواړه واجب دی او هر یو بېل نیت غواړي او دده نیت مستقل نه دی البته نفل کېدای شي ثوابونه د الله تعالی سره دي چې هغه ورته د ثوابو نیت ورکوي مانع ورته نشته (مجمع الأنهر 1/ 235).
څلورم : چې داسې نیت وکوي چې سحر به روژه شروع کړم که چېرته د رمضان ورځ شوه نو روژه به وساتم او کنه نو وبه یې خورم دا روژه بالکل نه ده صحیح او داسې نیت کول مکروه دي او روژه ځکه نه ده صحیح چې روژه ټینګ نیت غواړي دا داسې نیت دی لکه دی ووایی که رمضان شو روژه مې ده او که نشو نو بیا مې نه ده . (بدائع الصنائع 2/ 78)
او صحیح قسم یې دادی :
چې روژه نیوونکی نیت وکوي چې زما نفلي روژه ده او په ټینګه سره همدا نیت وکوي چې زه نفلی روژه نیسم دا روژه صحیح ده او کراهیت هم نه لري نو که چېرته دا د رمضان ورځ شوه روژه یې له رمضان څخه حسابیږي او که چېرته نه شوه نو نفلي روژه یې ده الله یې د ورته قبوله کړي او تر ټولو نه غوره خبره همداده چې انسان د شک په ورځ په ټینګه سره اراده وکوي چې زما نفلي روژه ده .( الهداية 1/ 120، مجمع الأنهر 1/ 235، بدائع الصنائع 2/ 78، الإختيار 1/ 130.)
او که نفلي روژې ته نیت نشي برابرولی نو بیا د روژه نه نیسي ، په مختلفو روایاتو کې ورڅخه منع راغلې ده .