تصویر؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له ټویټر پاڼې

حکومت یو ځل بیا د غزني – پکتیکا لارې د خلاصون دعوه وکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): د ملي دفاع وزارت وايي د غزني – پکتیکا تر منځ لویه لاره يې د عملیاتو په ترڅ کې خلاصه کړې ده.

له دې وزارته خپره شوې خبرپاڼه وايي دوی د ۲۰۳ تندر قول اردو ځواکونه د لارې د خلاصون لپاره لېږلی و، چې بریالي شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه مخامخ د دفاع وزارت د څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو لیکلي يې دي چې نن دوولسمه ورځ هم دغه لویه لاره تړلې ده.

مجاهد لیکلي: «دښمن خورا ډير زور وهلی، خو الحمدلله نه دی بریالی شوی چې لار خلاصه کړي، بلکې د درنو تلفاتو په لیدو بیرته پرشا تښتيدلی دی.»

دغه لویه لاره چې د غزني ښارته له څېرمه کلي ارزو، د سردې بند ته نږدې تر سلطان باغ پورې د طالبانو په لاس کې ده، له نږدې دوو اونیو راهیسې تړل شوې ده.

د دې لویې لارې مسافر په ده یک ولسوالۍ کې د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې سفر کوي.

د دې لارې له بندېدو دوه ورځې وروسته هم د غزني ځايي ادارې د لارې د خلاصېدو دعوه وکړه، خو طالبانو سمدستي رد او د لارې د بندښت تازه ویډیو يې خپره کړه.

طالبانو د دې لویې لارې چې نږدې ټوله برخه په اندړو ولسوالۍ کې تېرېږي، له بندولو سره هم مهاله د اندړو ولسوالۍ عسکرو او اربکیانو ته د تسلیمۍ لپاره د تلیفون شمېرې هم اعلان کړې او د وسلو ايښودلو بلنه يې ورکړې ده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د