طالب وسله وال په فراه کې

فراه: ویندویان پخواني تصویرونه د نویو رسېدلو ځواکونو په نوم خپروي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): فراه ښار چې له تېرې شپې راهیسې د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې دی، د ولایتي شورا رییس وايي یوازې د ولایت مقام ودانۍ لا د حکومت په واک کې ده.

طالبانو هم په فراه کې د ګڼو امنیتي ودانیو د نیولو خبر ورکړی او وايي چې ځواکونه يې لا هم پر جګړه بوخت دي.

د فراه د ولايتي شورا رییس فرید بختور وايي، والي، امنیه قومندان او ګڼ نور لوړ پوړي چارواکي په تېښته بریالي شوي او طالبانو د ملي امنیت ودانۍ هم نیولې ده.

هغه څو ساعته وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې وویل، تر اوسه فراه ته هیڅ ځواک نه دی رسېدلی او طالبان د زندان په لوري د پرمختګ په حال کې دي.

په ارګ کې د ګلخانې ماڼۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوی او د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش پخپلو فیسبوکپاڼو د امنیتي ځواکونو د دوه کاله وړاندې خپاره شوي تصویرونه خپاره کړي چې ګواکې نوي تازه دمي ځواکونه فراه ښار ته رسېدلي دي.Farah-waliArayan5

د کورنیو چارو وزارت ویاند له خپاره کړي تصویر سره لیکلي چې دا د پولیسو ۴۴۴ قطعه ده او د فراه ښار په منځ کې روان دي.

د طلوع نیوز خبریال ولي ارین د دې تصویرونه زاړه خپرنځي را پیدا کړي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال په خواله رسنیو کې خپاره شوي او ورسره لیکلي يې دي، لا هم دروغ!Farah-waliArayan1

هغه وايي حکومتي ویندویان د دروغو په تصویرونو خلکو ته دوکه ورکوي، خو د فراه د ولایتي شورا رییس د جګړې له څنګه ټینګار کوي چې اصلاً تازه دمي ځواکونه نه دي ور رسېدلي.

له دې سره هم مهاله د دفاع وزارت بیا ټینګار کوي چې دوی طالبان په شا تمبولي او هیڅ دولتي ودانۍ يې له ګوتو نه ده وتلې.Farah-waliArayan4Farah-waliArayan2

 

تر دې وړاندې هم په بېلابېلو پېښو کې له پخوانیو او ان په نورو هېوادونو کې د شویو پېښو له تصویرونو استفادې شوې دي، چې لنډ مهال وروسته يې اصلیت په ډاګه او دروغ رسوا شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د