د حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف جنجالونه لا زیاتوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): د مشرانو جرګې دویم مرستیال اصف صدیقي وايي د حکومت د شریکانو تر منځ اختلاف ستونزې نورې هم ډېرولی شي.

هغه وايي د حکومت دواړه مشران باید په اوسني وضعیت کې خپلمنځي اختلافات یوې خواته کړي.

د ده په وینا ولایتونه او ولسوالۍ له سقوط سره مخ دي، د کډوالۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو سربېره د دوی تر منځ ناندرۍ وضعیت لا کړکېچن کولی شي.

پرون د وزیرانو شورا ناسته کې عبدالله عبدالله غیر مستقیم محمد اشرف غني تر توندو نیوکو لاندې ونیو او د هغه اعلی سرقومندانۍ يې په لټۍ تورنه کړه.

تر دې وړاندې هم اجراییه رییس د برېښنايي تذکرو د وېش پر سر له محمد اشرف غني سره اختلاف وکړ او هغه يې د خلکو په غولولو تورن کړ.

سیاسي او پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل وايي، د حکومت د مشرانو تر منځ پر بې اتفاقۍ سربېره حکومت په ټوله کې خورا کمزوری دی.

د هغه په خبره له دې ګډوډۍ او د ادارې له نه شتون نه، امنیتي ځواکونه متاثره کېږي، په پایله کې د طالبانو روحيه لا پیاوړي کېږي، ځکه خو يې بریدونو هم شدت موندلی.

د حکومت دواړه مشران په داسې حال کې یو ځل بیا پخپلمنځي ناندریو سر شوي، چې همدا شېبه د فراه ولایت سقوط ته نږدې دی.

د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور څو ساعته وړاندې رسنیو ته وویل، چې طالبان د ښار په په اتیا سلنه واکمن شوي، د ملي امنیت ریاست ودانۍ يې نیولې او اوس د زندان په لوري په حرکت کې دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.