د فلسطینیانو پرعام وژنې د اسلامي نړۍ ذلت باره سکوت

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ بیت المقدس ښارته د امریکې د سفارت د لیږدولو په احتجاج کې راوتلي تش لاسي فلسطیني مظاهره چیان د نړیوالو تلویزوني شبکو په مخ کې د اسرائیلي پوځیانو لخوا په نښه او د ۳۰۰۰ په خواوشا کې کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله.

ختیځ بیت المقدس ته چې د فلسطین د خاورې نه بیلیدونکې برخه ده د ټرمپ په دستور د امریکايي سفارت لیږدول په ښکاره ډول له صهیونستي غاصب رژیم څخه د امریکا بشپړ ملاتړ او د ملګرو ملتونو د پریکړو خلاف ورزي ده.

د ملګرو ملتونو تذکر ځکه دلته اړین دی چې امریکایان چې د نړۍ په هرځای کې دخالت یا پوځي یرغل کوي نو پلمه ورته د ملګرو ملتونو پریکړه کوي.

افغانستان هم چې نن په انساني مسلخ بدل شوی ۱۷ کاله وړاندې امریکایانو د همدې ملګرو ملتونو د پریکړې په پلمه اشغال کړ.

خو نن چې له اسرائیلو او امریکا پرته ټوله نړۍ پرختیځ بیت المقدس د اسرائیلي اشغال مخالفه او هغه ته د امریکايي سفارت لیږدول د ملګرو ملتونو او ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي امریکا د ملګروملتونو په شمول د ټولې نړۍ په مقابل کې د دغې ناروا او غیرقانوني پریکړې حمایت کوي.

د مظلومو فلسطینیانو له مشروعو غوښتنو او حقوقو سره د امریکا مخالفت خو هغه څه دي چې له ټرمپ او د هغه له هم عقیدې ملګرو څخه یې توقع کیږي ، ویر دادی چې ډیری مسلمان هیوادونه په تیره د سعودي ناصالحه چارواکي د بیت المقدس ښارپه اړه د ټرمپ د دغې غاصبانه پریکړې ضمني تائید کوي او د اسرائیلو لخوا د ختیځ بیت المقدس اشغال په غیر مستقیم ډول د هغوی حق بولي.

تیره ورځ چې اسرائیلي ځواکونو د خالي لاسو فلسطینیانو عام وژنه ترسره کړه د ټولې اسلامي نړۍ په کچه یواځې ترکیې او کویټ د دغې عام وژنې په اړه عملي غبرګون وښود.

ترکیې د وژل شویو فلسطینیانو په ویر کې دری ورځنی ملي ماتم اعلان کړ او کویټ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ ناستې د رابللوغوښتنه وکړه چې هغه هم د امریکا د مخالفت له وجې رد کړل شوه.

له بده مرغه د اسلامۍ نړۍ ذلیل چارواکي چې کله هم په امریکا کې په طبیعي او یا هم ځیني انتقامي بریدونو کې څو محدود امریکایان ووژل شي نو دوی ټول په یوه خوله د وژل شویو امریکایانو له کورنیو سره د خواخوږي پیغامونه تبادله کوي او د هغوی په ویر ځان شریک وربولي، خو نن چې په زرګونو مسلمان فلسطینیان له خپلې خاورې څخه د دفاع په جرم په بیرحمۍ سره د غاصبو اسرائیلو لخوا وژل کیږي دوئ ټول ورباندې ساکت دي.

د فلسطین او په خاص ډول په هغه کې د اقصي شریف ( د مسلمانانو لومړۍ قبلې) قضیه په عقیدوي لحاظ د ټول اسلامي امت شریکه قضیه ده چې د هغې په اړه هرډول تنازل او لا پروايي له اسلامي معتقداتو او ارزښتونو څخه تنازل ګڼل کیږي.

خدای دې د اسلامي نړۍ چارواکو ته د امت له دغې سترې قضیې څخه د دفاع او حمایت همت ور په برخه کړي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

اسلامی هیوادونه خو ټول د لعینی امریکا مستعمری دی کله د امریکا پر ضد څه ویلی شی او اوس خو په اسلامی دولتونو کی کله غیرت پاتی دی ټول بی غیرته بی ننګه دی او د امریکا په غلامی کی ژوند کوی یوازی الله کولی شی چی د دی مظلومانو په حال ورحمیږی او د ظلم نه یی خلاص کړی زمونږ د لاسه خو تنها دعا ګانی کیږی اوبس. او پاتی شول زموږ جهادی رزیلان او بیناموسان دوی خو له پخوا د امریکا غلامان ول او اوس هم په غلامی کی دی الله دی دوی په شرمو وشرموی چی د… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

عبدالولی صاحب.مسلمانانو ملکونه د امریکا مستعمره او اشغال شوی نه دی،بلکه هیلی،او تمه .نیستی ،او ناپوهی د لاسه دی ځای ته رسیدلی دی،د ثبوت لپاره یی یو مثال،فلسطین او اسراییل سره ګاوندیان دی.اسراییل هر څه او بهترینه تېکنالوجی لری،مکتب ته تللی او د ځان لپاره یی کار کړی دی،اوس د تېکنالوجی په برکت برلاسی دی ،او فلسطینیان وژنی،که چیری فلسطینیانو او نورو مسلمانانو هم مکتب او هم ځان لپاره کار کړی وای نو اوس به دا حالت نه وه،د راکټ ځواب به مو په راکټ ورکاوه.ولی روسیه ته امریکا څه نه شی وییلی؟د مسلمانانو بد بختی بی اتفاقی او یو… نور لوستل »