د شکر ناروغ لپاره په ورځ کې څو هګۍ خوړل پکار دي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غویي، ۱۳۹۷ل): روغتیایي متخصصین په دې لټه کې دي چې څنګه د شکر ناروغۍ نور لاملونه په نښه کړي، په دې لړ کې په تېره نیږدې کې روښانه شوه چې هګۍ هره ورځ خوړلو سره وزن، کولیسترولو او یا هم د زړه په ناروغۍ کې زیاتوالی نه روالي.

د استرالیا په سیډني پوهنتون کې ځینو څیړونکو یوه نوې څيړنه ترسره کړې، چې د هغې پخوانۍ څیړنۍ چې ډاکټران یې په دې باوري وو چې هګۍ خوړل انسان کې د شکر کچه لوړوي، کولیسترول یې زیاتوي او د زړه ناروغۍ رامنځته کوي.

نوي څیړونکي په دې وتوانېدل چې زړه څیړنه غلطه ثابته کړي، په دې څيړنه کې روښانه شوه چې دویم ډول (شکر ناروغي دوه ډوله لري، دویم ډول یې زیات انسولین ته اړتیا لري) شکر لرونکي او هغه کسان چې پر شکر ناروغۍ یې د اخته کېدو احتمال وي کولای شي په یوه اوونۍ کې ۱۲ هګۍ وخوري.

په دغه څیړنه کې متخصصینو د ۱۲۸ کسانو چې عمرونه یې له ۱۸ کالو پورته وه ازموینه ترسره کړه، په دغو کسانو کې يې ځینې د دویم ډول شکر ناروغان وو او په ځینو کې د شکر ناروغۍ د رامنځته کېدو احتمال و، چې په دوه ډلو وویشل شول.

یوې ډلې ته په اوونۍ کې د ۱۲ هګیو خوړلو سپارښتنه شوې وه چې بلې ډلې ته په اوونۍ کې د یوې او یا دوه هګیو خوړلو سپارښتنه شوې وه.

له درې میاشتو ازموینې وروسته دوی د دواړو ډلو ترمنځ کوم توپير ونه موند، چې وروسته د وزن زیاتېدلو لپاره دویمه ازموینه هم ترسره شوه، او وروسته له دې د شپږو میاشتو لپاره درېیمه ازموینه ترسره شوه چې په کې دواړو ډلو ته د عادي خوړو سپارښتنه وشوه.

ددې ټولې یو کال ازموینې څخه وروسته څیړونکي په دې ونه توانېدل هغه څه غلط ثابت کړي کوم چې زړو څیړنو ښودلي وو، دوی په ناروغانو کې هیڅ ډول د زړه او یا کولمو د زیان نښې ونه موندلې، او نه یې هم دا وموندل چې د شکر کچه یې پورته کړه او نه یې هم د کولیسترو کچه کې کوم بدلون وموند.

همدا ډول څیړونکو په هګۍ کې د وزن زیاتولو ماده هم ونه موندله، ځکه چې د پایلو پر وخت د دواړو ډلو وزن پخپل حالت وو.

ډاکټر نیقولاس فولیر وایي: هغه کسان چې د دویم ډول شکر ناروغي لري او یا یې هم د شکر احتمال وي، له هګۍ خوړلو دې نه ویریږي، ځکه چې په دې کې ددوی لپاره زیانونکې ماده نشته.

ډاکټر فولیز زیاتوي: هګۍ د پروتینو څخه ډک خواړه دي، او هغه غذایي مواد لري چې د هاضمې سیستم پیاوړی کوي او کاربوهایډریټ کې مرسته کوي.

سربېره پر دې د هګۍ خوړل د سترګو ځواک ښه کوي، زړه تقویه ورکوي، کولمو ته ګټه رسوي او همدا ډول د حاملو ښځو لپاره هم یو شمېر ګټې لري.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د