آیرلینډ پخپله لومړۍ تاریخي ټيسټ سیالۍ کې پاکستان نه ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵ غويي، ۱۳۹۷ل): آیرلینډ لوبډلې پخپله لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه کې د پاکستان پر وړاندې د پنځه ویکټو په توپير ماتې وخوړه.

په دغه لوبه کې چې په وروستۍ ورځ پاکستان ته بریا ترلاسه کول یو څه ستونزمن شول، خو امام الحق او بابر اعظم په زړه پورې ملګرتیا وکړه او لوبډلې ته یې بریا وروبخښله.

د لوبې په وروستۍ ورځ پاکستان لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی شوی و، چې خپلې لومړی درې ویکټې یې د ۱۴ منډو په جوړولو له لاسه ورکړې، خو وروسته امام الحق او بابر اعظم د ۱۳۶ منډو ګټونکې ملګرتیا ترسره کړه.

د آیرلینډ لخوا کیوین اوبراین پخپل تاریخي ټيسټ سیالۍ کې سلیزه ووهله، نوموړي د لوبې په دویمه پاڼۍ کې ۱۱۸ منډې جوړې کړې، چې د لوبډلې لپاره په غوره هدف ټاکلو کې هم مهم رول ولوباوه.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۱۷م کال جون په میاشت کې د کرېکټ نړیوالې شورا له خوا بشپړ غړیتوب ترلاسه شوی و چې له هغې وروسته یې د ټیسټ درجه هم ترلاسه کړه.

بدبختانه آیرلینډ لوبډلې خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه کې ماتې وخوړه او افغانستان به د هند پر وړاندې په ۱۴ جون خپله تاریخي ټيسټ سیالۍ ترسره کوي. تر دې دمه استرالیا یوازینۍ لوبډله ده چې پخپل لومړي ټیسټ سیالۍ کې يې بریا ترلاسه کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د