طالب وسله وال په فراه کې

په فراه کې څه پېښ شول؟

حبیب مجاهد

طالبانو د فراه د نیولو عملیات تیره پنجشنبه د می په لسمه د ولایت د مرکز له ختیځ او لویدیځ څخه پیل کړل، د ولایت د مرکز ختیځ اړخ ته شپیته کیلومترۍ کې د بالابلوک له ولسوالۍ طالبانو پراخ بریدونه شروع کړل، د فراه رود په امتداد د حکومتي قواوو ټولې پوستې ونیول شوې او طالبانو د ولایت د مرکز په خوا پرمختګ ته دوام ورکړ.د فراه چارواکو ومنله چې په دې جګړه کې په نورو پوستو سربیره طالبانو د بالابلوک د دوراهي مهم مرکز د ۲۳ تنه پولیسو له وژلو وروسته نیولی، دغه راز د فراه ښار ته نږدې د رج په نوم پوځي مرکز کې ۱۸ تنه سرتیري وژل شوي او سیمه د طالبانو لاس ته لویدلې.

په همدې شپه د فراه د مرکز لویدیځ اړخ ته په ۱۲۰ کیلومترۍ کې د لاش وجوین په ولسوالۍ هم طالبانو پراخ برید وکړ،چې له لنډې جګړې وروسته یې دولسوالۍ مرکز ونیو او دولتي عسکرو ته یې درانه تلفات واړول. په ولسي جرګه کې د فراه استازیو وویل چې په دې جګړو کې طالبانو د پراخو سیمو په نیولو سربیره د یونیم میلیون ډالرو په قیمت وسلې او جنګي وسائل هم نیولي دي چې څو ټانګونه او پوځي موټر هم په کې شامل دي.

نن د می په ۱۵ مه سهار له سپیدو مخکې شاوخوا یوه بجه طالبانو د فراه ښار له لویدیځ او شمال شرق څخه د عملیاتو دوهم پړاو پیل کړ.د طالبانو ځانګړې ضربتي قطعه چې په دوربین لرونکو ټوپکو سمباله ده د شپې په تیاره کې یې له دوو خوا د فراه ښار امنیتي کمربند مات او ښار ته داخل شول. سهار چې د فراه دوالي په شمول دولتي چارواکي له خوبه پاڅیدل طالبان د ملي امنیت ریاست ته رسیدلي و او فیسبوک کې خپرو شویو انځورونو په فراه ښار کې د هغوی وجود ثابتاوه.

له سهاره تر غرمې طالبان ګام په ګام په ښار کې د پرمختګ په حال کې و، د فراه ښار ګڼې دولتي ودانۍ د طالبانو لاس ته ورغلې او په فیسبوک نشر شویو ویډیوګانو وښودله چې طالبان د پولیسو پوستو او کوډلو ته اورونه اچوي، ټانګونه چلوي او د ښار د دریمې ناحیې په زراعت څلورلارې کې یې د تلاشۍ پاټک اچولی.

ماسپښین ناوخته د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ولیکل (د ښار اکثره برخه نیول شوې، د استخباراتو ریاست نیول شوی، همدا ډول چهار پاس، حیدرغلی، د فراه محبس او نور ډېرې برخې له دښمن څخه تصفیه شوي دي.د عملیاتو په جریان کې د فراه ولایت مرکز د دریمې حوزې آمر واحد خان له خپلو یو لسو افرادو سره ووژل شول، د استخباراتو په ریاست کې قومندان نبي له خپلو تر شلو ډيرو افرادو سره وژل شوي، همدا ډول لسګونه نور ټپيان دي چې د فراه ولایت د امنیت آمر عبدالرزاق هم په کې شامل دی.

بل پلو په یوه لوی فدايي برید کې چې د دښمن په قوماندوي عسکرو ترسره شو ۳۲ تنه کماندوي عسکر وژل شوي چې د ټولو وژل شوو عسکرو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاتې دي.همدا ډول د قومندانۍ او ولایت په مقام او نورور برخو پراخ تعرضونه روان دي.)

په داسې حال کې چې طالبانو ګرده ورځ د خپلو بریاوو په اړه ژوندي راپورونه نشرول، د حکومتي اړخ فیسبوکي فعالانو اشرف غني او عبدالله ته په ښکنځلو ورځ واړوله. رادمنش، هارون چخانسوري او نورو حکومتي ویاندانو په دروغو فراه ته د کومکي ځواک د رسیدلو دعوې کولې، د ارګ ویاند د کوماندویانو یو عکس هم خپور کړ او دعوه یې وکړه چې د فراه په ښار کې شتون لري، خو د طلوع خبریال ولي آرین د نوموړي د عکس جعلیت ثابت کړ، ځکه عکس ډیر پخوانی و.

په دولتي چارواکو کې یوازې د ولایتي شورا مشر له رسنیو سره خبرې کولې او د جګړې حال یې ورکاوه، د فراه والي بصیر سالنګي چې سهار یې په فیسبوک د مسعود د شاګردۍ غوره کړې وه او د مقاومت ټټر یې وهلی و له غرمې وروسته یې ټیلفون بند و او د بي بي سي د خبریال محمد قاضی زاده په وینا له ولایته تښتیدلی دی.

د ورځې په جریان کې دولتي چارواکو تمه درلوده چې امریکایي ځواکونه به جګړې ته راووځي، خوماښام ناوخته د قاطع ماموریت بهرنیو ځواکونو یوازې په خپل ټویټر د A-10 الوتکې انځور خپور کړ، شاید فکر به یې کاوه چې طالبان به د الوتکې د انځور په لیدو له فراه ښاره ووځي.

اوس چې شپه رابریدونکې ده، له فراه نه تازه حال دا دی چې جګړه ارامه شوې، د ولایتي شورا د مشر فرید بختور په استناد د ښار ۸۰ فیصده برخه د طالبانو لخوا نیول شوې،کله خال خال د ډزو غږ واوریدل شي، د فراه ښاریان په کورونو کې دي او ځینې یې له ښاره اطرافو ته بې ځایه شوي دي. داسې معلومیږي چې طالبانو د ولایت د مرکز د نیولو پلان په بریا سره تطبیق کړی دی.

1
تبصره وکړئ

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
M. Kaiir
میلمه
M. Kaiir

So tell us now what was the outcome. Killing of the Afghan and making their children and wives with no one to help them. It is not that you are not killed what will happen to their family. The holy was means a Muslim against a person who is non Muslim. You can not prove that those who were killed were non muslims as all them believe on what you believe. So the fighting is only benefiting Iran and Pakistan to have unstable Afghanistan.