د روژې میاشت ونه لیدل شوه، سبا چهارشنبه د شعبان ۳۰مه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۵غويي، ۱۳۹۷ل): په سعودي کې د روژې مبارکې میاشتې سپوږمۍ ونه لیدل شوه، ځکه به سبا د چهارشنبې ورځ د شعبان میاشتې دیرشمه وي.

د سعودي محکمې اعلان کړی وو چې نن د سې شنبې په ماښام دي د روژې کتلو هڅه وشي، چې پر اساس یې د سعودي په «حوطه سدیر» سیمه کې او همداسي نورو سیمو کې د میاشتو لیدلو لپاره خلک کښېنستلي وه او دوربینان یې نصب کړي وه، خو د لمر لوېدو وروسته هم میاشت ونه لیدل شوه.

تر اوسه د سعودي محکمې خپله وروستی پرېکړه نه ده اعلان کړې خو غالب ګمان کیږي چې سبا به د شعبان دیرشمه اعلان کړي.

باید وویل شي چې په سعودي کې د میاشتي لیدلو ماهر عبدالله الخضیر نن ماځیګر د میاشتي لیدو له میدانه د رسنیو سره په مرکه کې وویل چې نن به ډېره سخته وي چې میاشت ولیدل شي.

ددې تر مخه ځینو فلکي علماو هم وړاندوینه کړې وه چې د سې شنبې په ماښام به ډېره سخته وي چې روژه ولیدل شي خو بیا هم هڅه یې باید وشي.

دوی ویلي وه چې د روژې میاشت د سې شنبې په ماښام زیږي، خو تر لمر لوېدو یو څو ثانیې مخته بیرته لویږي، چې له امله به یې لیدل خورا ستونزمن وي.

ځکه چې سبا په چارشنبه د شعبان میاشتې دیرشمه ده، بل سبا پنجشنبه به په اکثرو هیوادونو کې روژه وي.

ددې تر مخه ایران او عمان اعلان کړی وو چې ددوی روژه به د پنجشنبې په ورځ وي.

د پاکستان د رویت هلال کمیټې یوه غړي هم تېره ورځ ویلي وه چې د روژې میاشت به د چهار شنبې په ماښام واضحه ولیدل شي او په ګمان یې د پنجشنبې ورځ به د روژې لومړی ورځ وي.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د