مونږ څه کولی شو؟

مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)

حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي : إنا كنا أذلَّ قومٍ فأعزَّنا اللهُ بالإسلام، فمهما نَطلب العزَّ بغير ما أعزَّنا اللهُ به أذلَّنا اللهُ . رواه الحاکم فی المستدرک

ژباړه : مونږ یو ذلیل کوم وو بیا الله تعالی مونږ ته په اسلام سره عزت راکړ او کله هم چې مونږ په بل شي کې عزت ولټولو بیا به مو الله تعالی ذلیل کوي .

تردې زیات ذلت به نور څنګه وي چې اوس مسلمانان پداسې حالت کې دي چې کفار هر وخت په مسلمانانو په زغرده او په بې پرواهي سره کله د هغوی په ملکونو ، کله د هغوی په ځانونو ، کله د هغوی په روحیاتو تیری کوي او هېڅ باک ورباندې نه راوړي ، او ددې تیری نه هېڅ د عاقبت د خطر تصور نه کوي د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خبره بالکل صحیح ده چې مسلمانانو ته الله تعالی په اسلام سره عزت ورکړی دی او همدا عزت یې بس دی او که کله هم مسلمانان په بل شي کې عزت ولټوي الله تعالی به یې ذلیل کړي که اوس هم مسلمانان هغه شان له اسلام سره نېږدې وی لکه د صحابه کرامو او تابعینو په وخت کې نو نن به یې هماغه شان په دنیا باندې رعب پروت وو .

د حضرت ثوبان رضی الله عنه څخه روایت دی هغه فرمایی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : زر ده داسې یو وخت به راشي چې نور امتونه به پتاسې باندې داسې سره را ټولیږي لکه خوراک کوونکي چې په کاسه ور ټولیږي یو چا ورته وویل : آیا دا به ددې امله وي چې مونږ به کم وو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نه تاسې به پدې وخت کې ډېر وی بلکه داسې به وی لکه د سیل په سر ځږ (چې کومې خوا ته یې سیل وړی سپک او بې اهمیته وي) او الله تعالی به د دښمن له زړونو څخه ستاسې رعب وباسې او ستاسې په زړونو کې به وهن در واچوي ، کمزوری به در واچوي چا ورته وویل : دا وهن څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : وهن د دنیا مینه او دمرګ نه کرکه . سنن ابی داود

یعنی ستاسې په زړونو کې به د دنیا مینه ځای پر ځای شی له مرګ نه به مو په زړه کې وېره پیدا شي نو کفار به بیا پر تاسې برلاسی شي .

که مونږ د اسلام د شروع د وخت غزواتو ته وګورو په هره غزوه کې مسلمانان د کفارو نه په څو چنده په تعداد کې کم او په اسبابو کې به کمزروي وو لکن بیا هم فتحه د مسلمانانو وه ، هغوی زمونږ نه په بدنونو کې ، اندامونو کې ، روحونو کې بدل نه وو بلکه صرف هغوی پدې کې له مونږ نه بېل وو چې هغوی د اسلام پوره پابند وو ، د اسلامي غیرت نه ډک وو ، د شهادت مرګ ورته د دنیا له ژوند نه په څو ځله غوره ښکاره کېدو او اوس هم داسې ځوانان شته الله تعالی د کامیاب کړي الله تعالی د ډیر کړی لکن افسوس چې مونږ نه یو ….

پرونۍ واقعه د امریکا د سفارت انتقال بیت المقدس ته حلالوونکې واقعه ده ..

دردوونکې ده ، خفه کوونکې ده ، ځوروونکې ده خو مونږ څه کولی شو؟

مونږ خو مړه یو مونږ هېڅ هم نشو کولی دا هم نشو کولی چې دې خپل زړه ته دا خبره ور واچوو چې دا بیت المقدس نه دا زما کور غصب شوی دی ، ځکه خو زمونږ زړونه هم پدې اړه درد نه کوي راځئ چې له خپل ځان سره د خپل ایمان اندازه معلومه کړو .

کله چې مونږ د بیت المقدس د غصب نه خبر شوو آیا زړه مو داسې درد وکولو لکه زمونږ خپل کور چې غصب شوی وی؟

کله مو چې یوه فلسطینۍ مېرمن لیده چې ټایرونه یې په لاس کې وو او د مظاهري ځای ته یې د سوزلو لپاره وړل داسې مو محسوس کړه لکه دا چې زمونږ سکه خور وي؟

کله مو چې ولیدل چې ۳۵ کسان په شهادت ورسېدل داسې زړه مو ورباندې و دردېدلو لکه هغه هم چې زمونږ وروڼه وي؟ که دومره نه وي آیا دومره زړه مو ورباندې درد وکولو لکه د افغانانو په شهادت مو چې زړه درد کوي؟

پرون مو یو معذور ولیدو چې د معذورانو په باییسکل ناست د الله تعالی په وړاندې د خپل ایمان امتحان ورکوي او په اسرائیلو د کاڼو ګذارونه کوي د هغه تصویر په لیدلو مو زړه دردمن شو؟ بې اختیاره آه مو له خولې ووتلو؟

که چېرته ددې جوابونه زمونږ هو! وي نو بیا لا تر اوسه بیا هم ژوندي یو ، زمونږ په احساس کې لا تر اوسه ساه چلیږي .

که هېڅ نشو کولی .

نو د ا خو کولی شو چې په اخلاص سره د زړه له کومي خپل رب ته لاس لپه کړو پداسې مینه ورڅخه دعا وکوو لکه زمونږ په خپل شخصی حریم چې چا تیری کړي وي له الله تعالی نه غواړو چې هغه را خلاص کړي ، په مونږ چې څوک شخصی ظلم وکوی د هغه لپاره څنګه د زړه له کومي ښیرا کوو؟ راځه چې په هغه مینه ، جذبه او احساساتو کې د امریکا، اسرائیلو او کفارو لپاره ښیرا او د بیت المقدس او فلسطین د ازادي لپاره دعاء وغواړو .

تر هرڅه مهمه داده چې زمونږ په زړونو کې داسې احساس پیدا شي چې له امله یې مونږ د اسلامي امت په درد باندې داسې دردمن شو لکه زمونږ شخصي درد چې وي .

الله تعالی د ماته زما لوستونکو او ټولو دوستانو ته رښتونی ایمان را په برخه کړي چې دا احساس یې ملګري وی چې ټول اسلامي امت لکه د یوه بدن داسې دی چې په یوه اندام درد وي ټول بدن ورسره نا قراره وي .

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.