فوټبال: جرمني او برازیل نړیوال جام لپاره لوبډلې اعلان کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶ غويي، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړۍ کې دوه مشهورو او سر سخت مخالفو لوبډلو برازیل او جرمني د نړیوال جام لپاره خپلې لوبډلې اعلان کړې.

پنځه ځله نړیوال جام ګټونکې لوبډله برازیل چې په نړۍ کې ځانګړی شهرت لري، او لوبغاړي یې د بېلا بېلو کلبونو برخه دي، د نړیوال جام لپاره خپله ۲۳ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په دغه لوبډله کې د برازیل مشهور ستوری «جی آر نیمار» هم شامل دی، نوموړی څه موده وړاندې په یوه کلبي (پاریس لوبډله) سیالۍ کې ټپي شوی و او د ښپې عملیات یې ترسره کړي وو چې ډاکټرانو ورته د ۳ میاشتو لپاره د ارام مشوره ورکړې وه، خو برازیلي فوټبال چارواکي وايي چې نوموړی به تر نړیوال جام پورې روغ شي.

له بل اړخه برازیل لوبډلې ته یو زیان د تکړه مدافع لوبغاړي «ډیني الویس» نه شتون دی، نوموړی هم په کلبي لوبو کې د پاریس لوبډلې لخوا لوبیږي، چې موده وړاندې د لوبې پر مهال ټپي شوی او نشي کولای نړیوال جام ته راوګرځي.

ددوی ۲۳ کسیزه لوبډله په لاندې ډول ده:

دغه لوبډله درې ګول ساتونکي لري: Allison, Ederson, Cassio.

اته مدافعین لري: Danilo, Fagner, Marcelo, Filipe Luis, Thiago Silva, Marquinhos, Miranda, Pedro Geromel

اته منځني لوبغاړي لري : Casemiro, Fernandinho, Paulinho, Fred, Renato Augusto, Philippe Coutinho, Douglas Costa, Willian

څلور حمله کونکي (سټرایکرز) لوبغاړي لري: Neymar, Taison, Gabriel Jesus, Roberto Firmino.

برازیل لوبډله په ګروپ E کې ځای لري، چې د کوسټا ریکا، سربیا او سویزرلینډ پر وړاندې به سیالۍ کوي، او خپله لومړۍ لوبه به د جون په اولسمه د سویزرلینډ پر وړاندې پېل کوي.

له بل اړخه د تېر ۲۰۱۴م کال نړیوال جام اتله لوبډله جرمني هم د نړیوال جام لپاره خپله ۲۷ کسیزه لوبډله اعلان کړې چې په لاندې ډول ده:

څلور ګول ساتونکي لري: Bernd Leno, Manuel Neuer, Marc-Andre ter Stegen, Kevin Trapp.

لس مدافع لوبغاړي: Jerome Boateng, Matthias Ginter, Jonas Hector, Mats Hummels, Joshua Kimmich, Marvin Plattenhardt, Antonio Rudiger, Niklas Sule, Jonathan Tah.

منځني لوبغاړي: Julian Brandt, Julian Draxler, Sami Khadira, Leon Goretska, Ilkay Gundogan, Toni Kroos, Mesut Ozil, Sebastian Rudy, Leroy Sane.

حمله کوني یا سټرایکرز لوبغاړي: Mario Gomez, Thomas Muller, Nils Petersen, Marco Reus, Timo Werner.

د جرمني لخوا د تېر نړیوال جام ګټونکی لوبغاړی (Mario Gotze) د راتلونکي نړیوال جام لپاره لوبډله کې نه دی اعلان شوی، نوموړي په تېر نړیوال جام پایلوبه کې د اضافي وخت په وروستي وخت کې ګول وواهه او نړیوال جام یې وګاټه، خو ددوی تکړه ګول ساتونکی (Marc-Andre ter Stegen) چې د ډېرې مودې راهیسې د لوبډلې برخه نه ده یو ځل بیا په لوبډله کې شامل شوی دی.

څلور وار نړیوال جام ګټونکې لوبډله جرمني په F  ګروپ کې ځای لري، د سویډن، میکسیکو او سویلي کوریا سره به سیالۍ ترسره کوي، چې خپله لومړۍ سیالۍ به د جون میاشتې په اولسمه د میکسیکو پر وړاندې پېل کوي او د تېر ګټلي جام دفاع به کوي.

د یادونې وړ ده چې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ به په روس هېواد کې د راتلونکې میاشتې په ۱۴مه نېټه پېل کیږي، او د جولایي میاشتې په ۱۵مه نېټه به پایلوبه ترسره کیږي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.