fbpx

په ژوند کې د آرامتیا موندنې لپاره ۵ ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

اروایي فشار لرئ؟ داسې احساسوئ، چې ډېر شاته پاتې شوي کارونه لرئ؟ زړه مو غواړي چې د آرامتیا له پاره یوه لرې ټاپو ته لاړ شئ؟

تمرکز موږ ته ساده تخینکونه را ښیي، چې کولای شي، سخت او ستونزمن شرایط په ښو او خوشالونکو شرایطو بدل کړي. په دې لیکنه کې په ژوند کې د آرامتیا پیدا کولو له پاره، تاسو ته د څو ساده لارو چارو وړاندیز کوو:

۱ ـــ د ساه ایستنې تمرین:

تاسو کولای شئ، دا تمرین په هرځای کې ترسره کړئ، حتا هغه وخت، چې په ترافیکي ګڼه ګوڼه کې را ګیر شوي یاست. د ساه ایستنې پرمهال، په خپل ذهن کې ووایئ، آی او د بیا ساه ایستنې پرمهال ووایئ آم. د خپلې ساه ایستنې ډول ته پام وکړئ، هغه هوا چې ستاسو د سینې په صندوق او سږو کې ځای پرځای کېږي، له ځان سره انځور کړئ. د ساه ایستنې تمرین له تاسو سره مرسته کوي، چې پر خپلو وړتیاوو باندې کنټرول ولرئ او خپل افکار له خپلې دندې، ګټې او خپل ظاهر سره بوخت نه کړئ.

۲ ـــ د فلم ننداره کول او آرام بښونکې موسیقي ته غوږ نیول:

هېڅکله د سترګو ځواک کم مه ګڼئ، چې په تاسو کې په ناخبره توګه د آرامتیا او خوشالۍ احساس را منځته کوي. په وېب سایټونو کې د سمندر د څپو، د باران د غږ ویډیو ګانې او له ګلانو څخه د ډکو سیمو انځورونه او نور آرام بښونکي تصویرونه، چې ستاسو د روح د آرامتیا سبب ګرځي شتون لري. د هغو انځورونو یو کتابتون جوړ کړئ، کوم چې ستاسو روح ته آرامتیا ور بښي.

۳ ـــ دا درې کارونه ترسره کړئ:

په ځان باندې بېځایه نیوکه مه کوئ؛ ځان مه محکوموئ او له ځانه ګیله او شکایت مه کوئ. کله وخت په ځان باندې بېځایه نیوکې د دې سبب ګرځي، چې د نړۍ په اړه، په لید کې مو بدلون راشي او له نورو سره زموږ په اړیکه باندې منفي اغېزه وکړي. د یوه ساعت لپاره دا تمرین ترسره کړئ او یا د یوې غوره پایلې د ترلاسه کولو له پاره، د یوې ورځې له پاره دوام ورکړئ.

۴ ـــ د ذهن تمرکز (مدیتیشن) مه هېروئ:

د ذهن تمرکز ( مدیتیشن ) یو له غوره مهارتونو څخه دی، چې په وسیله یې کولای شئ د اوږد مهال له پاره خپله روغتیا او خوشالي تضمین کړئ. هغه افراد چې په منظمه توګه مدیتیشن کوي، د نورو په پرتله روغ او خوشاله دي او اوږد عمر به ولري، ځکه چې ځان یې د ژوند لوړو او ژورو ته چمتو کړی دی.

۵ ـــ خپل افکار په خپلو موخو باندې بدل کړئ:

زموږ ټولې کړنې آګاهانه یا نا آګاهانه په مخکیني قصد او نیت سره ترسره کېږي، نو ولې په آګانه ډول خپل نیت مثبتو موخو ته د رسېدو له پاره هوار نه کړو؟

څه ټولیزې موخې لکه: زما موخه داده، چې نړۍ ته بدلون ورکړم. څه جزیي او ځانګړې موخې لکه: زما موخه داده، چې له ماښام څخه مخکې صنف ته لاړم شم. د کاغذ پرمخ ولیکئ، د خپلو موخو په مشخص کولو او لیکلو سره، د خپل ځان له پاره خوشاله، آرامه، نېکمرغه او جوړونکی ژوند را منځته کړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د