امیدوارې ښځې باید له دې ۵ مواردو څخه لرې شي

ژباړه او لنډیز: عطا محمد میاخېل

د یوې مور له پاره تر بل هر څیز د خپل نا زېږول شوي ماشوم روغتیا او سلامتیا مهمه ده.

له ښه مرغه تاسو کولای شئ له احتمالي خطرونو او ګواښونو څخه په ډډه کولو سره، چې د امیدوارۍ دوران پېچلی او ستونزمنوي یا جنین ته د زیان رسولو سبب ګرځي، له خپل ماشوم څخه ساتنه وکړئ.

۱ ـــ له اروایي فشار څخه ډډه کول:

اروایي او عصبي فشارونه په حیرانونکې توګه ستاسو جسمي روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي. د بېلګې په توګه: اروایي فشار کولای شي، چې په امیندوارو مېرمنو کې د ملا درد، بې خوبۍ یا حتا د کم وزنه ماشوم د زېږون سبب شي.

۲ ـــ د دخانیاتو له کارولو څخه ډډه کول:

د دخانیاتو کارونه تاسو او ستاسو د ماشوم له پاره ډېر زیات زیانونه رامنځته کوي، باید په بشپړه توګه ترې ډډه وکړئ، په حقیقت کې دا مسئله دومره زیان را منځته کوونکې ده، چې امیندوارې مېرمنې باید حتا د نورو د سګرټو له لوګي څخه هم ځان وساتي. د دخانیاتو د کارولو له امله ستاسو نا زېږول شوی ماشوم ډېر کم اکیسجن تر لاسه کوي، چې دا مسئله کولای شي، چې د جنین د ودې د ورو کېدو او په هغه کې د وزن د کمېدو سبب شي.

د دخانیاتو کارونه د ژر زېږون او د امیندوارۍ د دوران له نورو ستونزو سره هم اړیکه لري.

۳ ـــ له کورنۍ پیشو څخه لرې والی:

که چېرې په استثنایي توګه ستاسو پیشو د توکسو پلازموزیس ( Toxoplasmosis ) لېږدونکې ده، په دې صورت کې تاسو باید د امیندوارۍ پرمهال له بل کس څخه وغواړئ، چې د پیشو د لوښي خاوره ور بدله کړي، که چېرې د دې کار له پاره بل کس نه لرئ، نو په دې صورت کې د خاورې د بدلون له پاره باید له پلاستیکي لاس پوښو ( دستکشو ) څخه ګټه واخلئ او د کار له پایته رسېدو وروسته خپل لاسونه په ووینځئ.

توکسو پلازموزیس یوه ناروغۍ ده، چې کولای شي د نوي زېږېدلي ماشوم په مور زادیو کې ستونزې او نیمګړتیاوې را منځته کړي. که چېرې نا کورنۍ پیشو ګانو هغه خواړه وخوړل، کوم چې د توکسو پلازموزیس لېږدونکي دي، نو ښایي په دې ناروغۍ باندې اخته شي او په دې حالت کې به پیشو له دې ناروغۍ څخه  هېڅ نښې نښانې څرګندې نه کړي. په دې حالت کې، دا په دې مانا نه ده، چې تاسو خپله پیشو بنده کړئ.

۴ ـــ د کافئینو له مصرف څخه ډډه کول:   

د امیندوارۍ په دوران کې منطقي او عاقلانه کار دادی، چې د چای او غاز لرونکو څښاکونو څخه، چې کافئین لري ډډه وکړئ، ځکه کله چې تاسو کافئین مصرفوئ، په حقیقت کې خپل نا زېږول شوی ماشوم په دې خوځنده توکو سره تغذیه کوئ. کافئین زړه او مغز تحریکوي او یوه ماده ده، چې د مخدره توکو ځانګړتیاوې لري.

۵ ـــ د ډېر ویټامین A لرونکو خوړو له خوړلو څخه ډډه وکړئ:

ویټامین اې په ډېری خوړنیزو توکو کې ډېر پیدا کېږي. د هغه کس موندل، چې د ویټامین اې له کمښت سره مخامخ وي ډېر کم دی او که چېرې تاسو د امیندوارۍ پرمهال په پراخه پیمانه یې مصرف کړئ، په دې صورت کې کولای شي، د جنین له پاره خطرناک او وژونکی وي او ښایي په نوي زېږېدلي ماشوم کې نیمګړتیاوې او مور زادي ستونزې را منځته او یا هم د جنین سقط را منځته شي.

د امیدوارۍ په دوران کې تاسو د ویټامین اې ۷۷۰ میکرو ګرام او د شیدې ورکونې پرمهال د ویټامین اې ۱۳۰۰ میکرو ګرام مصرف ته اړتیا لرئ او که چېرې د بین المللي واحد پر بنسټ د دې کچې د ارزونې په لټه کې یاست، نو په دې صورت کې کولای شئ د ویټامین اې ۱۰۰۰۰ بین المللي واحدونه مصرف کړئ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.