په دې ۴ دلیلونو سره، هېڅکله په کار ځای کې خپل رښتینی شخصیت مه پټوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

په دنده کې د بریا د ترلاسه کولو له پاره، یوازې ښه کار کول بسنه نه کوي. د رښتیني شخصیت ساتنه او له نورو سره تعامل کولای شي، بریا او پرمختګ ته د لاسرسي په چټکوالي کې مهم رول ولوبوي، نو د دې له پاره، چې وکولای شئ، په خپل کار ځای کې د رښتیني او پیاوړي شخص په توګه وپېژندل شئ، باید خپله واوسئ، نه هغه څوک چې تل د رول لوبولو او تمثیل په حال کې دی.

آیا داسې احساسوئ، کله چې په خپل کار کې یاستئ، باید په خپله څېره باندې بل نقاب را وغوړوئ؟ آیا باید نارینه او سخت کار وکړئ، ترڅو نور تاسو ته درنښت وکړي؟ ډېری ښځې داسې احساس کوي، چې نه شي کولای، له خپل ښځه توب څخه ډېرې او لوړې کړنې ترسره کړي، له دې وېرې چې جدي ونه نیول شي. هغوی داسې فکر کوي، چې باید د ځواک جامې پرتن کړي، ترڅو د یوې لوبغاړې په توګه د مدیره هیات په خونه کې د پام وړ وګرځي.

هر وخت رول لوبول هم کولای شي، ستړی کوونکی واوسي او ستاسو خلاق روح کمزوری کړي، په پایله کې ښایي د ناهیلۍ احساس وکړئ یا داسې احساس وکړئ، چې نور دوکه کوئ، که چېرې تاسو هم په خپل کار ځای کې بل ډول شخصیت لرئ، همدا اوس ترې ډډه وکړئ، تر ټولو لومړی دا چې انسانان د یوه کس د کړنو له مخې، د هغه د شخصیت په اړه قضاوت کوي، هغوی ستاسو د کړنو له مخې دې ته متوجه کېږي، چې ډېرې سختې هڅې کوئ او بوخت یاست، ښایي هغوی داسې فکر وکړي، چې تاسو د نه خوندیتوب احساس کوئ یا دا چې کوم څه پټوئ، دویم دا چې دوکه بازي د هېچا نه خوښېږي.

په کار ځای کې اصالت څه ته وایي؟

هېڅوک نه وایي، چې باید په کار ځای کې، له کاري ساعتونو څخه د بهر په څېر واوسئ. په کار ځای کې اصالت یانې داسې کړنې ترسره کړئ، ترڅو د هغه چا استازی واوسئ، چې واقعاً یاستئ، په دې تګلاره کې هغه کارونه شاملېږي، چې ترسره کوئ یې، ترڅو خپل باورونه او نظرونه څرګند کړئ.

۱ ـــ پوه شئ، چې څوک یاست:

څوک یاستئ؟ د دوام ورکولو له پاره مو کوم څیزونه هڅوي؟ باورونه مو څه دي؟ په کار کې ستاسو موخې څه دي؟ ولې مو د کار له پاره دا ځای ټاکلی دی؟ یوازې هغه مهال کولای شئ، چې دې سترو پوښتنو ته ځواب ورکړئ، چې له ځان سره آرامه او هوسا واوسئ، کله چې له ځان سره هوسا واوسئ، نو په کار ځای او ژوند کې به په خپل نفس باندې ډېر زیات اعتماد ولرئ.

۲ ـــ په یاد ولرئ، چې اصل تل له بدل څخه ارزښتمن وي:

پرېږدئ ووایو، چې په کار ځای کې، تل داسې کسان شتون لري، چې تاسو یې ستایئ، د خبرو کولو ډول یې، د مرکې کولو ډول یې، حتا د ټګ ډول یې ستایئ، یو بدل او ساختګي څیز د یوه اصیل څیر کمزورې نسخه ده، نو غوره ده، چې خپله واوسئ، هرڅوک چې یاستئ، هڅه مه کوئ، چې بل څوک واوسئ، هېڅوک نه شي کولای، چې له تاسو څخه په غوره توګه خپل رول ولوبوي.

۳ ـــ موږ ټول کله وخت تېروتنه کوو ـــ کله چې تېروتنه کوئ، نو وې منئ:

د اعتماد وړ رهبران رښتیني دي او کله چې تېروتنه کوي، نو مني یې. کله چې له هغوی څخه تېروتنه کېږي، نو په چټکه توګه بښنه غواړي او خپله ټوله انرژي د خپل وضعیت د ښه والي او سمون له پاره مصرفوي، هغوی پوهېږي، چې هرڅوک تېروتنه کوي، خو هغه درسونه، چې کولای شو، له دې تېروتنو څخه یې واخلو ډېر ارزښتمن دي، نو ډاډ تر لاسه کوي، چې یوه تېروتنه د دویم ځل له پاره تکرار نه کړي. کله چې رهبران خپلې غلطۍ مني په حقیقت کې د نورو له پاره ښه بېلګه کېږي، ترڅو هغوی هم دا کار ترسره کړي.

۴ ـــ هغه کار ځای، چې په هغه کې رښتینولي شتون لري، یو ګټور او اغېزمن کار ځای دی: 

کله چې تاسو له ځان او نورو سره رښتیني وئ، نور هم هڅېږي، چې سم او رښتیني واوسي.

رښتینولي هغه څه دی، چې د همکارانو ترمنځ مهرباني، درک او زغم را منځته کوي، په کار ځای کې د دا ډول فضا شتون د دې سبب ګرځي، ترڅو په اوږد مهال کې ستاسو ټیم ښه او اغېزمن شي، ځکه چې تاسو تل له خپلو شخصي او مسلکي اړتیاوو دغه راز خپلو موخو او مبارزو سره رښتیني یاستئ. رښتینولي د دې سبب ګرځي، ترڅو کاري چاپېریال ډېر ښه او اغېزمن شي.

د اعتماد وړ رهبران بریالي دي، هغه کسان چې په کار ځای کې له ځان سره رښتیني دي واقعاً ځلېږي او ډېر زیات خوشاله دي. په دې اړه فکر وکړئ، چې تاسو د خپلې وړتیا پر بنسټ استخدام شوي یاست او همدا د دې سبب ګرځي، چې د ټیم بنسټیزه او حیاتي برخه واوسئ.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.