fbpx

په دې پنځه تګلارو سره خپل کمزوري ټکي په پیاوړو ټکو بدل کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

موږ انسانان کولای شو، چې خپلې کمزورتیاوې په پیاوړتیاوو باندې بدلې کړو او د دې کار له پاره، اراده او تمرین ډېر زیات اړین دی. په لس زره ساعتونو تمرین سره کولای شئ، چې خپل کمزوري ټکي په پیاړو ټکو او استعداد باندې بدل کړئ.

هېڅوک له داسې کمزورتیا سره نړۍ ته نه راځي، چې بدلون پکې رامنځته نه شي کړای، دغه راز ښایي زموږ د زېږون پرمهال، په موږ کې داسې ځانګړي مهارتونه وي، چې په راتلونکې کې زموږ وړتیاوې او بریاوې تضمین کړي.

که چېرې یو څوک په جرو بحث کې مهارت ولري، نو یو ښه مدافع وکیل به نه شي، اوس ښایي تاسو په خپل وجود کې د بریالیتوب له پاره پروګرام ولرئ، خو داسې احساس کوئ، چې په اصولو او شرایطو باندې یې نه پوهېږئ، باید تاسو ته ووایم، چې دا د لارې پای نه دی او تاسو په پرېکنده ډول کولای شئ، چې په تمرین سره په خپل ځان کې وړتیاوې را منځته کړئ. په دې ستره نړۍ کې ډېر انسانان شتون لري، چې توانېدلي په خپلو نیمګړتیاوو او کمزورتیاوو باندې غالب شي او کمزوري ټکي په پیاړو ټکي باندې بدل کړي او په پای کې په خپله کاري برخه کې بریالي شي. هغه کار چې په اړه یې هېڅکله فکر هم نه کاوه، وکولای شي ترسره یې کړي. خپل کمزوري ټکي په پیاوړو ټکو باندې بدل کړئ. دلته به له دې مواردو څخه په څو تګلارو باندې یې رڼا واچول شي.

۱ ـــ وقف کول:

د پرله پسې تمرین ترڅنګ، وقف کول هم په پیاوړو ټکو باندې د کمزور ټکو بدلون  له پاره بل فکتور دی، نو له دې امله په کارونو کې د بریالیتوب له پاره، د تمرین ترڅنګ، هغه کار ته په بشپړه توګه ځان وقف کړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې ستاسو کمزوری ټکی په ډېرو خلکو کې له حضور څخه وېره وي، نو اړینه ده، چې په هغې وېرې باندې د غلبې له پاره ځان وقف کړئ. پام مو وي، چې لومړنۍ ماتې مو دې ته اړ نه کړي، چې له تمرین څخه لاس واخلئ، خپل اعتماد او باور لوړ کړئ او په تمرین او وقف کولو باندې په تکیه کولو سره، په بشپړه توګه د بریا په لور وخوځېږئ.

۲ ـــ تمرکز:

هڅه وکړئ، چې تمرکز مو په پیاوړو ټکو باندې د خپلو کمزورو ټکو په بدلون باندې وي، خو دا هم مه هېروئ، چې نباید په دې وخت کې، له اروایي پلوه ځان وځوروئ. د خپلو نیمګړتیاوو د له منځه وړلو له پاره وخت په پام کې ونیسئ او د ځان له پاره، یوه رښتینې او تر لاسه کېدونکې موخه انځور کړئ او ډېره زیاته هڅه وکړئ، ترڅو هغې موخې ته ورسېږئ. کله وخت اړتیا وي، چې خپلې موخې ته د رسېدو له پاره، ډېر وخت مصرف کړئ.

۳ ـــ خپل کمزوري ټکي وپېژنئ او وې منئ:

په پیاوړو ټکو باندې د کمزور ټکو د بدلون له پاره، اړینه ده، چې خپل کمزوري ټکي وپېژنئ او په بل پړاو کې دومره زړور واوسئ، چې وې منئ. که چېرې په پرله پسې توګه د خپلو کمزورو ټکو له شتون څخه انکار وکړئ، نو هېڅکه به د هغو له منځه وړلو له پاره چانس ونه لرئ. له خپلو کمزورو ټکو سره مخامخ شئ او په زړوره توګه یې ومنئ، ترڅو وکولای شئ، په پیاوړو ټکو باندې یې بدل کړئ.

۴ ـــ مرسته وغواړئ:

د دې له پاره هېڅ قانون شتون نه لري، چې تاسو په یوازې توګه په خپلو کمزورو ټکو باندې غلبه وکړئ او له منځه یې یوسئ، نو غوره ده، چې له هغو کسانو څخه مرسته وغواړئ، په کومو باندې چې اعتماد او باور لرئ او ورسره د هوساینې احساس کوئ. د مرستې غوښتنه نه یوازې ستاسو د بېوزلۍ په مانا نه ده، بلکې د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو د بریا او پرمختګ په پوړیو باندې له وړاندې تګ سره ډېره زیاته مینه او لېوالتیا لرئ.

۵ ـــ په بشپړه توګه چمتو او سمبال واوسئ:

په بشپړ چمتووالي سره په خپلو کمزورو ټکو باندې غلبه وکړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې ستاسو ستونزه دا وي، چې څیزونه هېروئ، نو د هغو څیزونو بشپړ لېست چمتو کړئ او له ځان سره یې وساتئ. په کمزورو ټکو باندې د غلبه کولو له پاره تر ټولو غوره لاره داده، چې د دې مواردو لېست ترتیب کړئ او وروسته له هغې، د لومړیتوب پر بنسټ یې طبقه بندي کړئ، په بل پړاو کې یو په یو په هر یوه باندې یې کار وکړئ، هر یو یې چې تاسو ته ستونزې جوړوي، نو لومړیتوب ورکړئ او د هغه له  ترسره کولو څخه وروسته، په بل پسې یې لاړ شئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د