که غواړئ، چې نوی کار و بار پیل کړئ، نو له دې ۵ کسانو سره هرومرو وګورئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې د نوي کارو بار په لټه کې یاست، د یوه ښه فکر د لرلو، د خپلې خوښې د کارو بار موډل او د پانګونې سر بېره، باید هرومرو له پنځو کسانو سره وګورئ او له دې پنځه کسانو سره آشنایي کولای شي، په هغه کارو بار کې د بریا په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي، کوم چې نوی مو پیل کړی دی، نو له موږ سره اوسئ.

د یوه کار را منځته کوونکي په توګه یو له غوره کارونو څخه، له نورو سره لیده کاته دي. سره له دې چې تاسو په یوازې توګه او د نورو مرستې ته له اړتیا پرته کولای شئ، یو کاروبار پیل کړئ، خو اصلاً نه شئ کولای، د نورو له مرستې پرته، په دې تګلوري کې مو کارو بار پرمخ یوسئ.

ولې نور ستاسو په بریا کې یو کلیدي او بنسټیر لامل دی:

له نویو انسانانو سره لیده کاته به، په بېلابېلو لارو چارو  ستاسو په بریا باندې اغېزه وښندي:

همکاري:

د نویو کار پیلونکو له پاره کولای شئ، داسې کسان پیدا کړئ، چې ستاسو په کارو بار کې څه په یوه برخه کې او څه په ټولو برخو کې مستقیمه همکاري ولري. د بېلګې په توګه: ښایي له داسې یوه کس سره آشنا شئ، چې ستاسو د کارو بار په پیل کولو کې شریک شي، ښایي داسې یو څوک استخدام کړئ یا ښایي د مالونو اخیستونکی وي، ترڅو ستاسو د کارو بار له روانولو سره مرسته وکړي.

سرچینې:

ښایي له داسې کسانو سره آشنا شئ، چې له سرچینو سره ښې اړیکې ولري، یوه له ښکاره بېلګو څخه، په رسنیو کې اوسني خپروونکي دي، په خپل څنګ کې د دا ډول شخص په لرلو سره داسې موکې او فرصتونه در په برخه کېږي، چې په عادي حالت کې یې نه شئ تر لاسه کولای.

پوهه:

نوي اشخاص تل په داسې څیزونو پوهېږي، چې تاسو نه پرې پوهېږئ، د لنډې مودې له پاره، له هغوی سره خبرې وکړئ، ښایي په دې توګه، له یوه نوي مفهوم سره آشنا شئ یا نوی مهارت تر لاسه کړئ یا حتا ذهن ته مو یو نوی فکر ورسېږي، چې مخکې مو په اړه یې فکر کړی و. تل کولای شئ، چې نوي او تازه معلومات تر لاسه کړئ.

اړیکې:

له هر نوي کس سره، چې ګورئ، خپله اړیکیزه شبکه لري او دا مسئله په احتمالي اړیکو کې د پام وړ ډېرښت سبب ګرځي، دا ډول شبکې تاسو ته ډېرې زیاتې لارې په واک کې درکوي، ترڅو پورته ګټو ته لاسرسی پیدا کړئ.

پنځه کسان چې باید هرومرو ورسره وګورئ:

د هریوه موارد له پاره، چې پورته ورته اشاره وشوه، دا تر ټولو غوره کسان دي، چې کولای شئ ورسره وګورئ:

۱ ـــ لارښود:  

لارښود هغه څوک دی، چې هماغه کار یې کړی دی، چې تاسو یې دم ګړۍ ترسره کوئ، البته د نوموړي پوهه، معلومات او تجربه له تاسو څخه په کراتو زیاته ده، چې تاسو ترې بې برخې یاست او کولای شي په پندونو، سر چینو او نویو لید لورو سره، چې وړاندې کوي یې ستاسو ځینې ستونزې حل کړي.

۲ ـــ هغه کسان چې په ټولنه باندې اغېز لري:

د اعتبار د تر لاسه کولو له پاره، یوه تر ټولو غوره لار، د هغو افرادو سیمیزو لیدو کتو ته ورننوتل دي، چې دم ګړۍ په خپله سیمه کې اعتبار، درنښت او ابرو لري. لومړی دا چې د هغې اړیکې له کبله، چې له دې فرد سره یې لرئ، د نورو په وړاندې ستاسو اعتبار ډېر لوړېږي. دا فرد کولای شي، چې ستاسو معلومات له نورو سره شریک کړي او له تاسو سره ستره مرسته وي یا حتا د ټولنیزو شبکو نوي څارونکي تاسو ته در ولېږي.

۳ ـــ هغه کسان، چې تاسو ته ورته وضعیت لري:

هغه کسان، چې له تاسو سره په ورته مقام کې ځای لري، د هغو کسانو له ډلې څخه دي، چې باید ورسره وګورئ، ښایي د هغوی تجربه یا په ټولنه باندې اغېز ښندنه د یوه لارښود په کچه نه وي، خو ستاسو له پاره به ښه وي. دا کسان د بل کارو بار او مسلک خاوندان دي، چې د ستاسو په شاوخوا کې د هغه کار د ترسره کولو په لټه کې دي، کوم چې تاسو یې په لټه کې یاست.

له هغه ځایه، چې هغوی همدا تګلاره تعقیبوي، د شبکې مخاطبین یې کولای شي، ستاسو له پاره، له ځان سره ډېر زیات ارزښت ولري ( لکه څنګه چې ستاسو د مخاطبینو شبکه به د هغوی له پاره ارزښتمنه وي ) له بلې خوا هغوی له هماغو ستونزو او فرصتونو سره مخامخ دي، له کومو سره چې تاسو مخامخ یاست، نو کولای شئ، چې د یو بل ترڅنګ د نویو لارو چارو او تګلارو په لټه کې واوسئ.

۴ ـــ سیمه ایز استعداد:

د سیمه ایز استعداد یوه له ګټو څخه داده، چې کولای شئ، داسې کسان پیدا کړئ، چې په یوه کلیدي او مهمه ساحه کې اړین مهارت لري او له بلې خوا ستاسو د پام وړ سیمې سره اړیکه لري، دا هغه کسان دي، چې نوي له پوهنتون څخه فارغ شوي دي یا یې نوی خپل کاروبار پیل کړی دی یا حتا د کار موندونکو تر نظر لاندې په کار بوخت دي.

۵ ـــ پانګوال:

ستاسو کاروبار که حتا یو اقتصادي موډل او کم لګښته هم وي، د خوځښت او پرمختګ له پاره پانګې ته اړتیا لرئ، نو باید د هغه پانګوال په لټه کې واوسئ، چې وکولای شي، ستاسو کاروبار ته ځواک ور وبښي یا د اړتیا پرمهال تاسو له خطرناک حالت څخه وژغوري، مګر دا چې په خپله د  خپل کاروبار له پاره، د اړتیا وړ پانګه په واک ولرئ.

د پانګوالو د پیدا کولو له پاره، ډېرې زیاتې لارې شتون لري، خو له هغوی څخه هېڅ یو یې له بل څخه غوره نه دي، سره بېره پر دې پانګوال د پوهې، بصیرت او اړیکو ارزښتمنې سر چینې دي.

یوه له ستونزو څخه، چې د دا ډول افرادو د پیدا کولو له پاره شتون لري، دا ده چې هېڅ فرد له ځان سره لیک دړه نه لري، ترڅو له خپلو ځانګړتیاوو او خصوصیاتو څخه یې نور خبر کړي وي. ترکومه ځایه چې کولای شئ له نویو کسانو سره، له بېلا بېلو برخو سره وګورئ.

تاسو هېڅ نه پوهېږئ، چې کوم کس به څه څیز تاسو ته وړاندې کړي یا دا چې تاسو به څه څیزونه نورو ته وړاندې کړئ، نو ستاسو ګټه په دې کې ده، تر کومه ځایه چې کولای شئ خپلو بېلابېلو لیدنو کتنو ته پراختیا ورکړئ.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د