fbpx

دا ۵ پنځه برېښنا لیکي تېروتنې ستاسو دنده له منځه وړي

ژباړه: عطا محمد میاخېل

موږ ټول د برېښنا لیکونو د لیکلو او لېږلو پرمهال تېروتنې کوو، خو کله وخت کېدای شي، چې کوچنۍ تېروتنې، لوی سرخوږي او ستونزې له ځانه سره ولري، په داسې ډول چې نه یوازې قرار داد به له لاسه ورکړئ، بلکې خپله دنده به مو هم له لاسه ورکړې وي.

برېښنا لیک په هر ځای کې زموږ په واک دی او له موږ څخه ډېری ښایي زرګونه برېښنالیکونه ترلاسه کوو او یا هم لېږو، خو په ډېری مواردو کې ښایي کوم برېښنا لیکونه چې تر لاسه کوو او یا یې هم لېږو، تېروتنې ولري، چې زموږ سوداګریز برنډ یا کارو بار ته زیان واړوي. په لاپسې جدي مواردو کې، ښایي دا تېروتنې د یوه مهم سوداګریز قرار داد د له لاسه تللو سبب شي. د دې له پاره، چې معلومات تر لاسه کړئ، کومې تېروتنې زموږ اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي، د پېرېدونکو د څانګې کار پوه نانسي فریډمن ته ورغلو او له هغه څخه مو د پنځو سترو او دودیزو برېښنا لیکي تېروتنو په اړه پوښتنه وکړه

۱ ـــ کمزوری ګرامر او کمزورې څپه ( هجا ):

هو کله نا کله موږ دا ډول تېروتنې کوو، په ځانګړې توګه هغه مهال چې هوډ لرو برېښنا لیکونه د شپې په وروستیو کې ولېږو. هېڅکله جدي او مسلکي برېښنا لیکونه د شپې په وروستیو کې مه لېږئ. کمزوری ګرامر او کمزورې څپه ( هجا ) د ترلاسه کوونکي د نا خوښۍ او شکایت سبب ګرځي، په دې دلیل چې تاسو ته ووایي، چې له لېږلو څخه مو مخکې ولې برېښنا لیک ونه کوت او د کلمو په لیکلو کې مو ولې تېروتنه کړې ده. دا ډول تېروتنې او د لیکنې د اصولو او قواعدو نه مراعاتول په هره ژبه کې د تر لاسه کوونکي او لوستونکي پام ځانته را اړوي او د خواشینۍ او شکایت سبب یې ګرځي.

ښایي په انګلیسي ژبه کې د Your اصطلاح د you’re پرځای یا د their او there پرځای they’re ووینئ، دغه راز د too، to او two درې اصطلاحګانې په ډېری مواردو کې په تېروتنې سره د یوې بلې پرځای کارول کېږي. د برېښنالیک متن له ځانګړي ارزښت څخه برخمن دی، په ځانګړې توګه هغه مهال چې غواړئ، تر لاسه کوونکي ته ښه احساس ور ولېږدوئ. که چېرې د خپلې لیکنې د متن پر لېږد باندې باور نه لرئ، نو غوره ده، چې له یوه کوچني متن څخه ګټه واخلئ، د متن لنډ اوسېدل د پام وړ بڼې سره، ستاسو د برېښنا لیک د لوستلو وخت را کموي. د جملو چټک بدلون او له هغو کلمو څخه ګټه اخیستنه، چې په ښه توګه توپیرونه څرګندوي، په فرد پورې ځانګړی مهارت دی. د لیکنې په دې تګلاره باندې د تسلط او واک پیدا کولو له پاره، غوره ده، چې خپل مهارتونه د کلمو له سمې ټاکنې سره په تړاو کې زیات کړئ.

۲ ـــ له ناسم سرلیک څخه کار اخیستنه:  

له اغراق پرته موږ ټول باید په خپلې دې تېروتنې باندې اعتراف وکړو. د نویو موضوعاتو په تړاو د یوه برېښنالیک له پاره سم او کره سرلیک ټاکل، لکه: وږمه خوشالي بښونکي ده، نو دا سمه جمله نه ده، خلک یې بل ډول تعبیروي، که چېر داسې ولیکل شي، چې د سهار وږمه خوشالي بښونکې ده، نو دا سمه جمله ده، که چېرې تاسو وږمه خوشالي بښونکي ده د برېښنا لیک تر لاسه کوونکي په لور استوئ، مخکې تر دې چې هغه ستاسو برېښنا لیک ته  ځواب ورکړي، نو د برېښنا لیک د سرلیک لیکلو پرمهال ډېره زیاته هڅه وکړئ، د سر لیک په پای کې د برېښنالیک منځپانګې ته هم اشاره وکړئ، دا کار ستاسو ښه نیت څرګندوي او ستاسو په پیغام باندې پوهېدل آسانه کوي.

۳ ـــ لنډ لیکل یو فضیلت دی:

په یوه برېښنا لیک کې د اوږده پیغام لېږل، که ونه وایو، چې یوه ګناه ده، نو غوره ده، چې ووایو یوه ستره تېروتنه ده، اوږده برېښنا لیکونه د سر خوږي لامل ګرځي، له دې ډول ستونزې څخه د مخنیوي له پاره غوره ده، چې اوږده متنونه په یوه فولډر کې واچوئ او په خپل برېښنا لیک کې یادې موضوع ته اشاره وکړئ، په دې برخه کې یوه ټولیزه قاعده شتون لري، ستاسو برېښنا لیک باید داسې چمتو شوی وي، چې ستاسو لیکنه او لاسلیک له غټولو څخه پرته په ښه توګه د کتلو وي.

۴ ـــ برېښنا لیکونو ته په چټګه توګه ځواب مه ورکوئ ( لکه د برېښنا چټکتیا! ):

برېښنا لیکونو ته په چټکه توګه ځواب ورکول، د دې ښکارندویي کوي، چې تاسو هر وخت په لیکه یاست، برېښنا لیکونو ته په چټکه توګه ځواب ورکول، ښایي په پېرېدونکو کې داسې ذهنیت را منځته کړي، چې ستاسو له لوري برېښنا لیکونو ته په ځواب ورکونه کې هېڅ ډول وروسته والی ونه مني. په ټولیزه توګه غوره ده، چې برېښنا لیکونه د یوې ورځې په وروسته والي او د بل کاري وخت په پیل کې ولېږل شي. د کاري ساعتونو په اوږدو کې غوره ده، چې  خپل برېښنا لیک داسې جوړ کړئ، چې پېرېدونکو ته دا ډول پیغام ور واستوي: ستاسو برېښنا لیک تر لاسه شو، ډېر ژر به ځواب ورکړم، په ځانګړې توګه که چېرې د برېښنا لیک لېږونکی یو مهم کس دی، له دې تخنیک څخه په ګټه اخیستنې سره ترلاسه کوونکو ته خپل پیغام ښکاره کوئ، چې هغوی ته ارزښت ورکوئ او په لومړي فرصت کې به ځواب ورکړئ.

۵ ـــ برېښنا لیکونو ته ډله ایزه ځواب ورکونه:

د برېښنا لیک د پیدایښت په لومړیو ورځو کې، برېښنا لیکونو ته ډله ایزه ځواب ورکونه، یوه په زړه پورې تګلاره ښکارېده، خو نن دا تګلاره، نوره د منلو وړ نه ده. د برېښنا لیک استول د یوه چټ په څېر نه دی، چې وکولای شئ، ډېر شمېر کسانو ته یو ډول برېښنا لیک واستوئ. په وسیله یې خپلې ځانګړې ستونزې لري، سره بېره پردې، په ډېری مواردو کې د برېښنا لیک تر لاسه کوونکي لېوالتیا نه لري، چې نوم او پتې ته یې نور کسان لاسرسی پیدا کړي، حتا ډېری ستر شرکتونه او خپرونې هم همدا تېروتنه کوي او عمومي برېښنا لیکونه حتا خپلو خاصو او ځانګړو پېرېدونکو ته هم په همدې بڼه استوي. د دې تګلارې بله ستونزه داده، چې ښایي د کوم کس نوم هېر شي او برېښنا لیک ور وانه ستول شي، چې په پایله کې د دې کس د غوسې لامل شي.

که چېرې د برېښنا لیک لیکلو پرمهال، له ډېر زیات تمرکز څخه کار واخلئ، د برېښنا لیک لېږلو اصول او قوانین په پام کې ونیسئ، نو ستاسو برېښنا لیکې تېروتنې به ډېرې زیاتې کمې شي او خپل پیغام په ښه توګه مخاطب ته لېږدوئ، دغه راز د خپل پیغام لېږلو پرمهال دې ټکي ته پام وکړئ، چې ستاسو پیغامونه تر کومې کچې پورې ځانګړي او خصوصي دي؟ آیا ستاسو رییس به برېښنا لیکونه وګوري؟ برېښنا لیکونه له قانوني پلوه ستونزه نه لري؟ غوره نه ده، چې په لومړۍ اړیکه کې خپل پیغام مخامخ ولېږدوئ؟ په ځانګړې توګه په دې وختونو کې، چې د شرکتونو برېښنا لیکونه په آسانۍ سره هک شوي او برېښنا لیکونه په هر ځای حتا په موټرونو کې هم لوستل کېږي، په پایله کې ښایي ستاسو له برېښنا لیک څخه بل ډول اخیستنې شوې وي یا حتا آوازې خپرې شي، په پای کې د دې موضوع په اړه فکر وکړئ، چې د یوه برېښنا لیک له لېږلو څخه ستاسو موخه او انګېزه څه ده؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د