طالبان: د غزني (جغتو) او د بادغیس (دره بوم) ولسوالۍ یې ونیولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پرخپل رسمي اکاونټ ولیکل چې د دوی جنګیالي توانیدلي چې تیره شپه د غزني ولایت جغتو ولسوالۍ له ټولو محلقاتو سره په ټولیزه توګه فتح کړي.

مجاهد زیاته کړي چې په ولسوالۍ کې میشت دولتي سرتیري ټول یا وژل شوي، یا ټپیان او یا هم دوی اسیران کړي دي. د مجاهد په وینا له دولتي ځواکونو نه یې وسلې، مهمات، ټانګونه او رینجر موټري هم نیولي دي.

بلخوا د بادغیس ولایت دره بوم ولسوالۍ د نیولو هم طالبانو ادعا کړي چې یاده ولسوالي یې په ټولیز ډول فتح کړي ده.

طالبان وایی : بیگاه شپه 10 بجی دښمن د یادی ولسوالی د مرکز قومندانی او له ټولو امنیتی پوستو نه د اسلامی امارت د مجاهدینو د بریدونو له ‌ویري پرته له مقاومته د مرکزقلعه نو پر لوري تښتیدلي چی په وینا یې اوس مهال د ولسوالی په مرکز او شاوخوا پوستوکی د دوی مجاهدین قرار لري.

که څه هم د یادو ولسوالۍ د سقوط په اړه تراوسه لا دولتي لوري کومي رسمي څرګندوني نه دي کړي.

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ د فراه ولایت پر مرکز طالبانو پراخ بریدونه پیل کړل چې په پایله کې یې د دولتي سرچینو په وینا د یاد ښار تر 80٪ زیاته برخه طالب جنګیالیو په خپله ولکه کې راوستي او دولتي ځواکونه یې تیښتې ته اړ کړل.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

ماشاالله د اسلام سپینی لښکری د بریا په لور روانی دی ،
طالب مزلونه لنډوی زی د اغزو په څوکو === سپین بیرغونه دروی د جګو غرو په څوکو
انشاالله دا لعینه امریکا او غلامان به یی د سپین بیرغ د چتر لاندی ماتی خوری او ټوټه ټوټه به شی.
وما توفیق الاباالله علیه توکلتو واله اونیب.

واجد زابلوال طالب
میلمه
واجد زابلوال طالب

الله رب العزت مودی بی ساری قربانی قبولی کی اومجاهدین په خفل دوعاگانو کی یادساتئ