د آدم عليه السلام له مهاله د پيغمبرانو د روژې کيسې

له عربي منابعو څخه د عبدالمالک همت ژباړه

د ا هغه مشهورې ورځې او مناسبات دي چې زياتو پيغمبرانو يې د روژې په نيولو کې برخه اخيستې ده.

د تاريخي او ديني مراجعو د څرګندونو له مخې د ځمکې پر سر روژه د آدم عليه السلام د شتون سره سمه رامنځ ته شوه. حضرت آدم عليه السلام به هره مياشت درې ورځې روژه نیول. ځينې وايي چې له جنت څخه د آدم تر وتلو وروسته دا د هغه د توبې روژه وه، په دې توګه هغه په دې نړۍ کې ټولې ۳۶ ورځې روژه نيولې ده.

تاريخي مصادر وايي چې د آدم د دغو درو ورځو د روژو د نيولو وخت د هرې مياشتې نيمايي وه او دغو ورځو ته مسلمانان ”ايام بيض“ وايي. دا له دې امله چې په دغو ورځو کې د سپوږمۍ رڼا د نورو ورځو په پرتله زياتېږي او دا د هجري قمري مياشتو ديارلسمې تر پنځلسمې ورځې دي.

د تاريخو نو په شهادت حضرت نوح عليه السلام هم کټ مټ په همدغه طريقه د هرې مياشتې همدغه درې ورځې روژه نيوله. او دا به يې له توپان څخه د ژغورنې له امله د شکر روژې بللې.

خو حضرت دادود عليه السلام بيا بل ډول روژې نيولې. لکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ويلي دي هغه ډېرې ښې روژې نيولې. هغه به يوه ورځ روژه نيول او بله ورځ به يې نه نيول، چې په دې حساب به يې په کال کې بېخي ډېرې روژې ، یانې په کال کې به يې ۱۸۲ ورځې روژه وه.

د حضرت سليمان عليه السلام د روژو په هکله بيا تاريخي سر چينې څرګندوي چې هغه به په هره مياشت کې نهه ورځې روژه نیول، درې روژې به يې د مياشتې په لومړيو کې نيولې، درې به يې د مياشتې په منځ کې او درې به يې د مياشتې په پای کې نيولې.

حضرت ابراهيم عليه السلام هم د بابا آدم پر طريقه هره مياشت درې روژې نيولې. او داچې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي چې ابراهيم عليه السلام ټوله مياشت روژه نیول، په اړه يې مفسرينو ويلي دي : څنګه چې د هرې نېکۍ په مقابل کې لس بدلې ورکول کېږي، نو ګواکې هغه ټوله مياشت روژه نیوله.

اما د موسی عليه السلام روژه بيا بل ډول وه، لکه چې لوی څښتن سبحانه فرمايي:

﴿ وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلَاثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ﴾ [الاعراف: ۱۴۲]

ژباړه: او موږ موسى (عليه السلام د سينا غره ته غوښتى وو او هغه ) ته (مو په دغه غره کې) زموږ د مناجات لپاره دېرش شپې(او ورځې ) نېټه وټاکل، بيا مو هغه ته په دغه موده کې لس ورځې نوري ورزياتې کړې، نو په دې حساب هغه ته د هغه د پالونکي ګرده وخت ايښوونه (يوه څله، يانې) څلوېښت ورځي شوه.

ځينې مفسرين د دغه آيت په تفسير کې وايي چې لوی څښتن موسی عليه السلام ته امر وکړ چې دېرش پرله پسې ورځې دي روژه ونيسي، څو د خپل پالونکې څښتن سره ملاقات وکړي او هغه سبحانه خبرې ورسره وکړي.

کله چې موسی عليه السلام دغه روژې ونيولې ښه يې ونه ګڼل چې خوله يې د روژې د نيولو له امله بوی کوي او د لوی څښتن حضور ته وړاندې شي، نو يې د يوې ونې په لرګي خوله مسواک کړه. خو لوی څښتن سبحانه د ده دا کار ښه ونه ګاڼه او امر يې ورته وکړ چې لس ورځې نورې روژه ونيسي.

د بي بي مريمي د روژې په اړه چې د خلکو سره د خبرو نه کولو روژه وه قرآن کريم داسي فرمايي:

﴿ فَكُلِي وَاشْرَبِي وَقَرِّي عَيْنًا فَإِمَّا تَرَيِنَّ مِنَ الْبَشَرِ أَحَدًا فَقُولِي إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنْسِيًّا (26) ﴾ [مريم: ۲۶]

ژباړه: بيانو (دغه خرما) وخوره او (دغه اوبه) وڅښه او سترګې دي (په خپل زوی) يخې اوروښانه کړه(په خپل زوی خوشاله اوسه او غم مه کوه). که دي له خلکو څخه کوم يو وليد(او ستا د زوی په هکله يې پوښتنه درڅخه وکړه)، نو ورته ووايه : ”ما پر ځان باندې رحمن خدای لره د ګونګي روژې نيول واجب کړي دي(د الله لپاره مې پر ځان باندې د خبري نه کولو روژه لازمه کړې ده)، ځکه نو نن د هيڅ انسان سره خبرې نه کوم“.

د اسلام په سپېڅلي دين کې روژه:

د نبوي سيرت کتابونه څرګندوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د مخه تر دې چې وحي پر نازلې شي هر کال يوه مياشت روژه نيوله، خو تر بعثت وروسته يې د هرې اونۍ د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو روژه نیوله. او نور صحابه رضي الله عنهم يې هم د دغو ورځو روژې نيولو ته هڅول. او همداراز يې په هره مياشت کې درې ورځي هم د آدم علیه السلام غوندې روژه نيول. لکه څنګه چې مو مخکې وويل دغو روژو ته ”ايام بيض“ وايي د دغو روژو د فضيلت په اړه ډېر احاديث راغلي دي.

ورپسې د هجرت په دويم کال د رمضان د مياشتي روژه فرض شوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات کېدو تر مهاله نهه کاله د رمضان روزې ونيولې.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.