د هلمند د خیمې په اړه نا ویلي حقایق ـ خیمه څنګه ودریده ؟ ګډونوال یې څرنګه کابل ته روان سوه؟

لیکنه : نجیب الله ساحل

دسولي ولسي حرکت دناکامي هڅه – ودان افغانستان ګوند او غفور لیوال د هلمند د ولسي حرکت د ناکامیدو هڅه کوي

ـ خیمه څنګه ودریده ؟

مخکي لدي چي په هلمند کي چاودنه وسي ودان افغانستان ګوند غوښتل چي دمنظور پښتین په ملاتړ په هلمند کي خیمه ودروي چي په دي اړه يي په هلمند کي خپلو ولایتي مسؤلینو ته دنده سپارلي وه چي خیمه باید ودروي .

خو دا چي په هلمند کي عملیات شروع سوي وه او ټول امنیتي کسان هلته مصروفه وه امنیتي مسؤلینو يي د ځنډیدو غوښتنه کړي وه خو ناڅاپه په هلمند کي د حمل پر دریمه د غیږ نیوني پر یوه دودیزه میله باندي یو ځان وژونکی برید تر سره سو او ډير بیګناه کسان يي شهیدان کړل.

همدا لامل وو چي په هلمند کي د احساس کړی په نوم څو تنو ځوانانو په خپلو منځونو کي د داسي پیښو د نه تکرار لپاره دیو غبرګون لپاره پر یو تګلاري خبري کولي چي قیس هاشمي او خیبر هم موجود وه او هغه خیمي چي دوی وختي دمنظور پشتین دملاتړ لپاره غوښتل ودروي راوايي خستل او دپیښي پرځای يي ودروله.

د احساس کړی د ځوانانو تر څنګ ډيری ځوانان چي زه هم پکې وم په همدي شپه راغلل او په خیمه کي د تحصین په ډول کښېناستل. په همدي شپه چي کله د ځینو توکو د کمي احساس وسو لکه بستره اوبه د رڼا لپاره بطری او ګروپونه او دهغه ملګرو لپاره ډوډۍ چي په وږي نس خیمي ته راغلی وه ما ورته برابر کړه همدا لامل سو چي ملګرو ماته د مالی مسؤل بار پر غاړه راکړ.

سهار چي څوک خبریدی هغو ترخیمي پوري ځان رارسوی . پدي وخت کي کله چي ازاد ځوانان مخ پر ډيریدو سوه نو فورآ د قیس او خیبر په کړونو کي تغیر راغلی او غوښتل يي چي مشري وکړي.

اقبال خیبر د ودان افغانستان ګوند په یوه غونډه کې د وینا پر مهال

۲ : ـ د ودان افغانستان ګوند غړو څه وکړه ؟

په دا سهار يي د ټولو رسنیو استازي راوبلل او ورته يي وویل چي موږ غواړو چي موسي قلعه ولسوالی ته د زرګونو کسانو سره ورسو پدي کار سره يي ډيری ملګرو مخالفت وښودی ځکه د پنځه ورځو په جریان کي یواځي ملګري نه سول چمتو کیدلای دطالبانو سره خو خبري پر لویه لاره پریږده.

ټولو ملګرو د ودان افغانستان د ګوند د هلمند ولایتي مسؤل اقبال خیبر د دي کړني څخه ناراضایتي وښوده ځکه کار د ټولو په مشوره نه وو.

نور موږ ته څه نه وو پاته ځکه د خیمي د غړو له خولي وتلي وو چي موږ موسی کلا ته ورځو او رسنیو هغه خبره نړیواله کړه او د رسنیو د سرټکو موضوع سوه .

خو ورسته مو هغه کسان سره راټول کړه چي د خیمي لپاره يي ډير وخت ورکړی وو په خپل منځ کي مو مجلس وکړ او ومو ویل چي اوس خو خبره سوي ده نو باید خپل پر خبري ودریږو نو ټولو زیار کښو ملګرو په ډيره مینه سره د موسی قلعه ولسوالی ته د تلو په خاطر هم خپله امادګئ نیولي او هم يي نور کسان دې ته چمتو کول چي باید په سفر کي ورسره ولاړ سي.

خلک په جوفو جوفو راروان وه، د دي ولسي حرکت ملاتړ يي اعلانوی او کار مو ښه په خوند روان وو چي یو ځل بیا مو په خیمه کي څه ناڅه خالیګاه وې تر سترګو سوې او د سمون لپاره مو د بیا ځلې لپاره یو مجلس جوړ کړ، پدي مجلس کي ملګرو د یوي کمیټي د جوړولو وړاندیز وکړ خو بیا هم خیبر او قیس مداخله وکړه او په خپله خوښه يي کمیټه وټاکله چي پدي کمیټه کي د ملګرو په وړاندیز یو دیني عالم ته هم ځای ورکول سو. پنځه تنه وټاکل سوه چي مشر يي ورته قیس هاشمي وټاکه، هاشمي بیا د خپلي کمیټي سره خبري وکړي او داسي تصمیم يي ونیوی چي ددین عالم دي د انظباتانو د کمیټي مشر وي او یو بل کس يي د مالي کمیټي د مشر په حیث وټاکه.

دیني عالم خو په هم هاغه ورځ خفه سو ځکه دیني عالم او انظباطان ډيره لیري خبره ده په دغه ورځ د هلمند مدني ټولني مشر بادیزی د سلو نفرو سره یو ځای خیمي ته د خیمي په ملاتړ راغلی او خپل حمایت يي اعلان کی په رسنیو کي یواځي قيس او خیبر خبري کولي ما ورته وویل چي دا ځل بادیزی صاحب او د ځیني سپینږري رسنیو ته ودروه چي ټولو ته معلومه سي چي دا یو ولسي حرکت دی او ټول اولسونه پکښي راټول سوي خو قیس او خیبر ماته په زښتو الفاظو وویل چي بادیزی د خبرو ندی دا دمدني ټولني مشر او دا خبري يي په هغه هم واوریدی، وروسته زه اوقیس د بینرونو چاپولو لپاره بازار ته روان سولو پر لاره ما ورته ګیله وکړه چي دا خبري دي په پټه ماته هم کولای سواي، نه به دي ولاړولای، زه دي هغه ته وشرمولم او هغه دي خفه کړی ما غوښتل چي قناعت ورکړم خو قیس راته په ډاګه وویل چي زه ددي خیمي مشر یم څوک زما په کارونو کي دمداخلي حق نلري.
یو خو پدي کار سره ډير مایوسه سوم او بل مي خپله د خجالت احساس وکړ چي ته د چا سره خبري کوي. بیا مي هم ددي حرکت د روان ساتلو په موخه هیڅ هم ونه ویل ځکه چي حرکت سپیڅلی وو او وجدان مي اجازه نه راکوله چي خنډ ورته جوړ سم .

دري ورځي پدي کارونو کي تیري سوي چي یو ځل بیا د خیمي داخلي نظم ګډ وډ سو او هغه کمیټه چي ټاکل سوي وه سره وپاشل سوه ځکه په خیمه کي یو کس د مشري اکټونه کول په دا بله ورځ موږ هغه ځوانان چي په خیمه کي يي تر ټولو زیات زیار ايسته سره راټول سوو او د خیمي پر نظم مو خبري وکړي چي په نتیجه کي مو رهبري شورا یولسو کسانو ته پورته کړه او داسي تصمیم مو ونیوی چي د خیمي لپاره به د ورځي یو مشر ټاکوو او پدي وخت کي هغه وخت هم رارسیدلی وو چي سبا باید موسی قلعه ته هم حرکت وکړو.

اعتصاب څنګه پیل سوو؟

ملګرو مشوري سره کولي چي څه پکار دي طالبانو خو تر اوسه رسمي د ورتګ اجازه نده ورکړي موږ باید څنګه وکړو یو شمیر با احساسو ملګرو د طالبانو د رهبری سره په اړیکه نیولو بوخت سوه محلي طالبان خوشحاله وه خو مرکزيت يي اجازه نه ورکول پدي وخت کي مو مشوره وکړه چي څه کوو سهار د تلو وعده ده خو هغوی ندی اماده چي ورسو نو مو په خپلو منځونو کي یو ډيره ښه تګلاره ورته جوړه کړه چي سبا ته باید پلي سوی وای موږ غوښتل چي د هغوی پدی کار سره نور هم ولسونه سره را ډير کړو او د ځان ملګري يي کړو ترڅو هغوی زموږ غوښتنو ته ځواب ووایي.

دا خبري سهار وسوي د کمیټي غړي په نورو کارونو بوخت سوه چي خیبر رسني راغوښتي وي او خپل پر سر يي د نه خوړو د اعتصاب اعلان وکړ، زه پوهنتون ته تللی وم امتحانونه مي وه پرپښو ولاړم پرپښو راغلم سخت تږی وم خیمي ته راورسیدم غوښتل مي چي اوبه وڅیښم ګیلاس مي راډک کی چي یوه را ږغ کړه چي موږ اعتصاب کړی اوبه مه څیښه ما ورته وویل چي ولي چا کړی ځکه موږ بله پریکړه کړی وه خو ملګري مي په غوږ کي راته وویل چي بیا خیبر خپل پر سر رسنیو ته ویلي چي موږ اعتصاب کوو.

ما هم ګلاس اوبه چپه کړي او کښېناستم، رهبري شورا مو راوغوښتله ټول ملګري خفه وه چي ولي خپل پر سر هر تصمیم نیول کیږي نو مو فیصله وکړه چي باید سپیني خبري سره وکړو ټولي ستونزي مو سره شریکي کړي ما هم هغه ستونځي چي زما سره وي شریکي مي کړي.

د ودان افغانستان ګوند غړو په قصدي ډول د خلکو خفه کول او ښکنځل کول!

۱: د قیس هغه خبره چي ویل يي دا زما خیمه ده څوک حق نلري زما په کارو کي مداخله وکي .

۲:ـ د بادیزي خفه کول وه .

۳:ـ د خیبر د خبرو پر انداز چي ډيری سپین ږیري يي خفه کړي وه او سپین ږیري يي توهین کړی وو. د کلابست د سیمي ځینو سپین ږیري وو چي حاجي احمد جان اکا هم پکښي وو د ملګرتیا ډاډ راکړی وو خو د اعتصاب څخه يي ځکه معذورت وغوښتی چي ویل يي مریض یم او د نه خوړلو توان نلرم خو خیبر په ډيره سپین سترګۍ هغه ته وویل چي ته هسي بهاني کوي فقط موږ خطاباسي پدي ډول زموږ خیمي ته مه راځه.

قیس هاشمي

۴:ـ د قیس خبرو چي همدرد صاحب ته يي تونده لهجه کارولي وه او ځیني توهین امیزه خبري يي کړي وي ټولي مي شریکي کړي . خیبر په غونډه کي بخښنه وغوښته او ويي ویل چي بیا داسي عمل نه تکراروم پدي غبرګون رهبري شورا قیس هاشمي د خبرو څخه بند کی خو چي کله سهار سو د غفاري صاحب په شمول چي یو دروند استاد دی ډير سپین ږیري په جرګه راغله او د اعتصاب د ماتولو خواهیش يي وکړ خو اقبال خیبر پداسي تونده لهجه خبري ورسره کولي تا به ویلي وای چي جنګ ورسره کوي.

ما غوښتل چي د خیبر دغه تونده لهجه لږ نورمال حالت ته راواړوم تر څو سپین ږیري راڅخه خپه نسي او دا فکر ونکړي چي دا خلک بی تربیه او د مشرانو عزت نلري خو کله چي مي په خبري شروع وکړه خیبر زه پرلاس وټکولم چي ته خبري مه کوه زه هم چپ سوم ځکه چي نزاکت مي مراعت کړی وي خو مشران ناهیلي او خفه راڅخه رخصت سوه د مشرانو ترتګ ورسته ما او خیبر لفظي مشاجره وکړه او ما د ملامتی په شکل ورته وویل چي مشران دي ولي خفه کړه خو قیس چي مخکي يي هم پاچا خان ته بد رد وویل هغه د نزاکته هیڅ ونه ویل دا ځل يي د خیبر پر سر ماته هم ډير پلیت ښکنځل وکړه چي پدي کار سره زما حوصله ورته ختمه سوه خو د ملګرو په منځګړي توب بیرته سره کښیناستو.

د اعتصاب دوهمه شپه او واقعي اعتصاب کونکي !

پدي وخت کي دا بله شپه راورسیده چي د اعتصاب مو نژدي ۳۴ ساعته پوره سوه د ځينو هغو ملګرو چي په صداقت يي اعتصاب کړی وو او د دي هیواد د ابادی خوبونه يي لیدل روغتیايي حالت مخ پرخرابیدو سو چي یو زه پکښي شامل وم؛ معدې مي سخت په عذاب کړم سر مي درد کوه او سترګي مي د ډيره درده سري سري راغورځیدلي وې، یو بل سپین ږیری کاکا چي نژدي د اویاوو یا اتیاوو کلونو وو هم زما په سرنوشت اخته وو تاسي باور وکړی که مي ترپایه د خیبر په رنګ کي تغیر لیدلی وي همداسي ډاډه ګرځیدی خبري يي کولي خو په خبرو کي به يي یو څه څه د تمثیل غوندي زګیروی کاوه.

ډاکتران راغلل د ټولو فشارونه يي وکتل ماته او هغه سپین ږیري کاکا ته يي وویل چي ستاسي فشار ډير کښته سوی باید ژر سیروم درته چالانه کړم چي رشتیا سي زما خو خپله خوښه وه ځکه دننه په وجود کي دردونو زیات په تکلیف کړی وم، خو خیبر بیا هم د مشرۍ خوبونه لیدل او ډاکتران يي موږ ته د سیرم لګولو څخه منع کړه، پدي وخت کي سپین ږیری کاکا بیسده سو نو ځکه ډاکترانو د خیبر خوښي ته ونه کتل او سیروم يي ورته چالانه کی خو خیبر بیا هم د مشرۍ خیالاتو په سر نیولی وو او ناري يي کړي چي دا سیروم پاکستانی دی مه يي ورته لګوی، پداسي حال کي چي د سولي یو اړخ دې پاکستان دی او بیا يي دهیواد دهغه رښتيني بچي چي د دي هیواد دابادۍ لپاره يي ۳۴ ساعته نه اوبه او نه ډوډۍ خوړلې وه ژوند ته يي هیڅ ارزښت نه ورکاوه.

ډاکترانو ورته وویل چي که داسي د خپل تولید شوقي يي نو داسي وکه چي فابریکه جوړه که سیرومان تولید کړه چي موږ يي مریضانو ته ولګوو، پدي وخت کي ډاکتر عبدالقیوم ذکي چي د خپل سپیڅلي احساس لمخي يي د خپل درملتون څخه زموږ لپاره سیرومان او ټول طبي وسایل راوړي وه هم د خیبر په سپکو الفاظو خفه سو او له خیمي څخه ولاړی.

د ودان افغانستان دګوند دغړو تمثیل!

دلته یوه بله ډارامه چي موږ محسوس کړه هغه دا وه چي اقبال خیبر او قیس هاشمي خو له ډيره وخته ممثیلن پاته سوي وه دلته يي هم تمثیل ته ادامه ورکړي وه سپینږری کاکا بیسده سو، تر سیرومانو ورسیدی، زه تر سیرومانو ورسیدم خو هیچا نه رسنیو ته وښودلو او نه يي په ژوندی بڼه په فیسبوک کي نشر کړه خو د خیبر او قیس پر هر اکټ رسنۍ راغوښتل کیدې او په فیسبوک کي په ژوندۍ بڼه نشریدلي هغه ځکه چي ټولو ته ځان د فلم اصلي لوبغاړي ور معرفي کړي .

ماښام ناوخته سره ناست وو چي خیبر قیس ته وویل چي ته ښه ورته جوړ يي په بدن ډنګر يي ځان پر بیسده واچوه چي امبولانسونه او رسني درته راوغواړو ښه دی چي زموږ حرکت یو شور پیدا کړي که څه هم مي دا په زړه کي راوګرځيده چي هغه واقعي کسان چي بیسده سوه ولي مو د حرکت د شور پیدا کولو پخاطر رسنیو ته ونه ښودل، دلته په یو کس تمثیل کوئ او غواړئ خلکو ته د درواغو اکټونه وکړئ خو بیا مي هم ددي حرکت په خاطر چي ولسي او پاک حرکت وو لا هم ملګرو يي د پاکوالي لپاره هڅي کولي هیڅ ونه ویل، پدي وخت کي کاڼی چي د ګوردکو مریضي يي درلوده په واقعي ډول بیسده سو او قیس ځان پر ټګۍ واچوی شفاخاني ته واستول سوه.

دا دوهم سهار ته هغه ملګري چي واقعي اعتصاب کونکي وه هم ولویدل او شفاخاني ته یوړل سوه چي د هغو له جملي څخه ډاکتر داود درمان، ډاکتر عرفان بارکزی، ډاکتر عابد چي د نوزاد ولسوالی څخه ددي حرکت په خاطر راغلی وو او څو نور کسان چي نومونه يي زما څخه هیر دي واقعي بیسده سوه او انتقال سوه خو ټوله کیسه د ودان افغنستان ګوند والاوو پر ځان تمامه کړه.

یوه جالبه خو لا دا وه چي یو ځوان به هرماښام د لسو دقیقو لپاره خیمي ته راغلی د قیس غاړي ته به يي لاس ورواچوی او دواړو به په ژړا پیل وکړ، لس دقیقي ورسته به بیرته خپل پرمخ ولاړی اوله او دوهمه ورځ خو لا چا څه نه وویل دا بله ورځ مو ورته وویل چي هلکه څه درپیښه ده چي هره ورځ چي دا راسي په ژړا سي، که دونه دې زړه درد کوي ولي زموږ سره په اعتصاب کي نه کښېنې هلک هیڅ ونه ویل په هغه ورځ چي ولاړی نو ولاړی .

د ودان افغانستان د ګوند د غړو پر وړاندي زموږ غبرګون!

د دوي د دا ډول غلطو او نمایشي کړونو په سبب د ټولو ملګرو غوصه وار په وار زیاتیده او تصمیم مو ونیوي چي سهار وختي د حبیب الله ذکي په سنټر کي ناسته سره کوو ټول ملګري مو را وغوښتل چي په هغو کي لاندی کسان موجود وه .

۱:ـ احمدجان خادم

۲:ـ احمدشاه پاڅون

۳:ـ پاچاخان مولاداد

۴:ـ حاجي ګل اغا افغان

۵:ـ دلاور پردیس

۶:ـ سردار محمد صدیقي

۷:ـ عطامحمد سیلاب

۸:ـ زه خپله نجیب الله ساحل

۹:ـ حبیب الله ذکي

۱۰ ډاکتر داود درمان

۱۱:ـ ډآکتر امان الله حسرت .

ټولو ستونزي مو وویلي او د حل لپاره مو دا لاره وټاکله چي باید د رهبري عمومي مشر احمدجان خادم وي او د هري ورځي لپاره یو یو مشر وټاکل سي ترڅو خلک د عمومي مشر په موجودیت هم څوک پوه نسي او د خیمي نظم هم ساتل سوی وي، پریکړه مو پرکاغد ولیکله او په اخر کي مو یو وطني قسم سره وکي چي څوک دا خیمه یا د شخصي ګټي یا ګوند ډلي او یاشهرت لپاره کاروي په ناموس يي ………

چي ټولو ومنله او همدا زښت الفاظ ځکه وویل سوه چي خدای ج مکړه خیمه کوم څوک د شخصي ګټي لپاره استعمال نکړي .

ځیني ګنوګوسي راته رارسیدلي وي چي په خیمه کي د ودان افغانستان د ګوند غړو ته لیکل سوي پلانونه ورکول کیږي او هغوی د هغو پلانو سره سم روان دي، ددي تشویش د رفع کولو لپاره مو لیکل سوی لیک خیبر ته ورکړ چي مني يي کنه، خیبر بیا ومنله، دوه ورځي کارونه ښه سم روان وه خادم ټولو کسانو ته مسؤلیتونه وسپارل چي رشتیا ووایم ښه رهبري يي وکولای سوه.

کابل ته د خیبر سفر!

یوه اشتباه چي د خادم څخه وسوه هغه دا وه چي د خیبر هغه غوښتنه يي ورسره ومنل چي ده ویل زه به کابل ته ولاړ سم او د هلمند د خیمي په ملاتړ چي کومي خیمي دریدلي دی سره راهم ږغي به يي کم . په څنګ کي يي میرویس کاڼي ورسره ملګری کی خو خیبر چي کله قندهار ته ورسیدی د هغه ځای د خیمه والو شکایتونه راورسیدل ځکه چي خیبر خپل پرسر داسي یو بي بنیاده قانون ورته کښیښودی چي حتي په نیمګړتیاوو يي موږ دلته وشرمیدو چي باید نه وای سوي دداسي چوکاټ جوړولو لپاره باید درهبري شورا سره مشوره سوي وای خو خیبر په خپل سر لیکلي وه .

اقبال خیبر د شمشاد تلویزون په روڼ سهار پروګرام کې میلمه

د رسنیو سره پر مرکو د خیبر بخیلي او د غفور لیوال غلطي مشوري!

لدي ورسته کابل ته ولاړی دولس ځلي رسنیو د خیمي په نمایندګئ کوم کس ورڅخه غوښتی وو په دا دولس واره خیبر خپله رسنیو ته ورغلی وو او دغه نزاکت يي ونه ساته چي باید میرویس کاڼی چي دده سره يي ملګرتیا کوله او د رهبري شورا غړی وو هم یوي رسنۍ ته واستوي، ده غوښته پدي کار سره خلکو ته ورسوي چي د خیمي رهبري د ودان افغانستان د ګوند سره ده، باید وویل سي چي دا ټولي غلطي مشوري غفور لیوال چي په هغه وخت کي د سرحدونو قومونو اوقبایلو چارو معین وو ورکولي .

د ګوند مطرح کولو لپاره د لوړپوړو چارواکو سره دلیدنو غوښتني!

بل طرف ته دغفور لیوال د امریکا د سفارت سره اړیکه ټینګه کړي وه او د هغوی سره يي په مخفي ډول ناسته کړی وه او زیات کوشش يي دا هم کړی وو چي باید خیبر له ریس جمهور سره کښينوي خو کامیابه سوي نه وه .

د مالي بودیجي کمی زموږ مجبوري او د خیبر مستي!

دلته په خیمه کي بودیجه خلاصه سوه ځکه چي څه وي ټولي مو خیبر ته ورکړي چي هغوی د کابل سفر وکړي بینرونو والا او خیمي والاو راته زنګونه وهل چي زموږ پیسي راکړئ، خو موږ نه درلودي خو بلخوا معلم صاحب میرولي خان چي په پارلمان کي د هلمند د خلکو استازی دی ډاکتر عرفان سره يي دهغه دغم رازي په خاطر چي زموږ د حرکت په جریان کي هغه وخت چي عرفان په شفاخانه کي پروت وو د اعتصاب له امله په کور کي يي څوک نه وو ماشوم ځوی يي وفات سوی وو ورسره لیدلي يي وه او ورته ویلي يي وه چي زه غواړم د خیمي سره مرسته وکم هغه ورته ویلي وه چي زه دخیمي درهبري سره خبري کوم بیا تاسو ته خبر درکوم هغه وو چي خیمي ته راغلی د خیمي ملګرو په لومړي سر کي انکار وکړی خو ورسته له هغه چي بینرونو او خیمو والاو ډير په عذاب کړو ورڅخه قبولي يي کړي چي معلم صاحب دولایتي شورا د ریس افغان صاحب په لاس دیرش زره کالداري راولیږلي.

خو خیبر زنګ ووهی چي ولي مو پیسي ځني اخستي دی بیرته يي ورکي پدي وخت کي موږ پدي مشورو اخته وو چي پیسي بیرته واستوو کنه ناڅاپه معلم صاحب خیمي ته راغلی موږ ټول حیران ځکه سوو چي موږ خیمي ته دولتي کسان نه پریښودل او معلم صاحب دهلمند یو دروند شخصیت خو په دولت کي دی څنګه جواب به ورکړو، نو مو د معلم صاحب څخه وغوښتل چي باید خبري ونکي ځکه بیروني خلک بل ډول خبري کوي هغه يي کور ودان راسره وه يي منل تر خبرو تیر سو بیرته ولاړی نو موږ نهه تنه د رهبري شورا ملګرو پریکړه وکړه چي پیسي ځکه بیرته نه ورلیږو چي که مو ورولیږلي معلم صاحب سخت خفه کیږي او د ده خفګیان موږ ته ځکه په زیان تمامیږي چي هغه یو بانفوذه شخص دی او ډيری کسان زموږ پدي عمل خفه کیږي نو تر دي کار تیر سوو خو کله چي خیبر د کابله څخه راغلی د ټولو ملګرو د پریکړي خلاف يي پیسي معلم صاحب ته ورولیږلي.

خو بلخوا يي یو داسي نوی ماډل خیمه راوړه چي حتي ما په ټول افغانستان کي دچاسره نه وه لیدلي ما ورته وویل خیبره دا خیمه دي د کمه کړه ویل دا یو چا مرسته راسره وکړه خو نوم يي نه اخستی کیدای سي تاسي هم داډول خیمي دلته ډيري کمي لیدلي وي.

د خیبر هغه دعوه چي ځان يي ترنور ټولو هوښیار باله!

موږ د خیبر څخه ددي علت وپوښتی چي ولي دي په دولس ځله کي یو ځلي ښاغلی ميرويس کاڼی مرکي ته نه استوه، جواب يي دا وو چي رسني داسي پوښتني کوي چي په هغه ستاسي سر نه خلاصیږي یواځي زه د هغوي د پوښتنو په جوابونو ښه پوهیږم .

اوس تاسي قضاوت وکړی کاڼی د طب پوهنځي ویلي او خیبر تراوسه دولسم پاس دی، د کاڼي کلونه کیږي چي خپله په رسنیو کي کار کوي خو خیبر د رسنیو په تخنیکي برخه کي کار کړی نو به د چا ښه سر په خلاصیږي!؟

او دانه چي خیبر یواځي کاڼی یاد کړی بلکه موږ ټول يي یاد کړو چي تاسي د رسنیو سره په خبرو کولو نه پوهیږئ بلخصوص هغه رسنۍ چي نړیوالي دي لکه بي بي سي، ازادئ او طلوع نیوز.

په ورسته کي خادم صاحب ورته وویل چي نور به خیبر په رسنیو کي خبري نکوي او د دي برخي مسؤلیت يي ورڅخه واخستی خو خیبر مخالفت وښودی او ويي ویل چي د رسنیو واک هیچاته نه ورکوي او دی به خپله د رسنیو سره ږغیږي . نو همدا لامل سو چي خادم او د رهبري شورا زیاتو کسانو استعفا وکړه .

خیبر د دي موقع څخه استفاده وکړه او خادم يي په یوه غونډه کي تر داعش طالب او ټولو هغه کړیو چي انسانان وژني موضر وباله ځکه د هغه ګناه دا وه چي غوښتل يي حرکت ولسي پاته سي او څوک شخصي کټه تري وانه خلي .

د رهبري شورا په خفګان سره د ودان افغانستان ګوند دغړو لپاره دمیدان پاتیدل او د هغوي ګټه اخیستنه !

ترهغه ورسته بیا خیبر رسنیو ته کښیناستی او اعلان يي وکی چي د ثور پر دریمه پنځوس زره نفره راغواړم او لویه غونډه جوړم زیات ملګري پدی هم خفه سوه خو بیا يي هم د حرکت سره خپلي همکارۍ ته دوام ورکړ ما او ځیني نورو ملګرو بیرته هڅه وکړه چي خادم صاحب دوی باید پخلا کوو، د مشرانو سره مي خبري وکړي چي د هغو له جملي څخه مي د غفاري صاحب سره په تلیفن کي ټولي ستونزي شریکي کړي او هغه وعده وکړه چي مشران به درولم او دا ستونزه به حلوم هغه وو چي رهبري شورا تغیر وکړی او سپین ږیر استادان او علمان يي په رأس کي راغله، زموږ شورا يي راته اجرائیه کړه موږ هم خوشحاله سوو چي اوس نو خبره سمه سوه خو بیا هم خیبر د خپلو کړونو څخه لاس په سر نسو ډير ملګري داسي خفه سوه چي ان بیا خیمي ته نه راغله.

عالمان ولي خفه وه او خیمي ته نه راتله ؟

هرعالم ته چي به ورغلو چي زموږ سره په حرکت کي یوځای سئ د هغوی جواب دا وو چي قیس ترپرونه ملایانو ته ښکنځل کول په ږیرو يي پوسخند وهه او نن تاسي په موږ پسي همدا قیس رالیږئ چي خیمي ته راسئ .

په هره غونډه کي به خیبر د تشویق پرځای عالمانو ته پیغورونه ورکول هغوی به يي بیرندوکي یادول ځکه قصدآ يي غوښتل چي عالمان د خیمي سره فاصله ونیسي .

غفور لیوال څه وکړه؟

د غونډي لپاره مو د خلکو د راټولو په خاطر د هري ممکنه لاري څخه کار واخسته د قومونو قبایلو چارو ریس احمد نوید نظري ته ورغلو ترڅو د قومي مشرانو د تلیفونو نو شمیري ځیني واخلو او بیا يي غونډي ته راوغواړو.

زه ، عزیز احمد شفع او مبین صاحب ناست وو چي نظري صيب ته زنګ راغلی چي هغه غفور لیوال وو او ورته توصیه يي وکړه چي د خیبر سره د خلکو په راټلولو کي مرسته وکړه.

موږ ټول هک پک حیران سوو ځکه موږ په هیڅ صورت ددولتي چارواکو مرسته نه غوښته او همدا خیبر وو چي زموږ زیاتره مشران يي توهین کړه او خیمي ته د نه راتلو يي ورته ویلي وه خو بلخوا بیا د ودان افغانستان ګوند مشر لیوال زنګ وهي حتي داسي هم نه وايي چي د خیمي سره مرسته وکړه، وای د خیبر سره مرسته وکړه .
موږ ټول سخت مایوسه سوو .

خو تردي مخکي هم زموږ ملګري حزب الله خاموش ته د ودان افغانستان ګوند له لوري محمد یار یار زنګ وهلی وو چي د خیبر سره پدي خیمه کي مرسته وکړه خیمه زموږ او ستاسو د ملګرو لخوا درول سوي.

دا ځکه يي زموږ او ستاسو ملګري ورته ویلي وه چي خاموش هم یوخت په ودان افغانستان ګوند کي وو خو وروسته يي دا ګوند پري ایښئ دی چي دا حال بیخي د حرکت په اولو کي ماته خاموش ووايه.

ترغونډي ورسته ما یو پوسټ وکی چي زموږ ځيني ملګري خیمه غلط لوري ته بیايي باید د سموالي لپاره يي رهبري شورا کار وکړي خو زما پدي پوسټ سره زیاتره ملګري خفه سوه او ویل چي ښه کار دي ونه کړ.

لیکوال: نجیب الله ساحل – د چپ اړخ څخه لومړی

په مالي حساب کي څه نواقص وه ؟

ولي ما له مالي مسؤلیت څخه استعفا ورکړه ؟

په لومړي سر کي حالات ډير نور مال روان وه ما مخکي درته ویلي وه چي د مالي مسؤل پرسره يي هم یو مشر وټاکه په کمیټه کي د هغه دا دنده وه چي هرڅه په خیمه کي پکاریږي ما به له هغه څځه اجازه اخستلای او بیا مي اجرات کولای.

په داسبا نوموړی شخص ماته شله کیږي چي هغه لس زره روپۍ دي څه کړي .

زه حیران وم چي کومي لس زره روپئ هغه ته هم وایم کومي لس زره روپۍ او دا څه ګډي وډي وايي.

وای هغه سهار چي د نور احمد حمیدي په نوم یو ځوان راکړي وي ما څو واري ورته تکرار کړه چي ماته چا روپۍ ندی راکړي بالاخره هغه راته وايي چي قیس هاشمي ته يي ورکړي تا ځني واخستي .

زه او قیس له سهاره څخه ترماښامه سره ګرځيدو ماته يي د دي پیسو ونه ویل حال دا چي پداسي وخت کي يي هم نه راته ویل ترڅو چي هغه يي نوم واخيسته، وروسته قیس په جیب لاس چخ کړ او لس زره کالداري يي راکړې.

دلته زه ډير سخت پریشانه سوم ځکه پدي کار کي د سړي ډير ژر نوم بدیږي، قیس څو ځله په غونډو کي تکرار ویله چي ماته زما مور ۳۵۰۰ افغاني راکړي او یوبل کس هم پیسي زما په جیب چخ کړي چي ماندي حسابلي هغه يي هم مالي مسؤل چي زه وم نه راکړي .

د بینرونو د چاپ له پاره یو ځای ولاړو، متر يي په ښه ټوکر کي په یوسل او اتیا افغانئ راته چاپوه خو قیس راته وویل چي یا دلته زموږ ملګری دی هغه يي په ۱۵۰ افغانئ چاپوي زه هم ورسره ولاړم فرمایش مو ورکړ.

خو کله چي يي چاپ کړه راته ویل يي چي یا زه يي تر دوه سوه کم نه چاپوم او ما له قیس سره مخکي هم داغسي خبري کړي.

بینرونه چي ډير چاپ سوي وه یو پنځوس متره به وو خو هغه کس راته ویل چي ۱۲۵ متره دي ماته ځکه معلوم نه سوه چي بینرونه يي زما تر رارسیدو مخکي ولسوالیو ته استولي وه او د بینرونو د تعداد ورقه هم قیس هغه کس ته ورکړي وه او ورکه وه .

د بلي خو ما ۱۹۰۰۰ کالداري او ۸۰۰۰ افغاني قیس ته ځکه ورکړي وي زما کور لیري دی زه د شپي ناوخته ځم، داسي نه وي غله يي راڅخه واخلي ته يي کور کي ساته چي پکار سوي درڅخه وابه يي خلم خو کله چي مي ورته ضرورت سو هم يي له افغانیو څخه او هم يي له کالدارو څخه پیسي خپل پر سر اخستي وي او بیرته يي راته تسلیم هم نکړي .

ورسته هغه وو چي ما خادم ته وویل چي زما سره خپل حساب وکړي زه نور تردي کار تیر یم او خادم هم مالي مسؤلیت پاچا خان ته وسپاره.

یادونه باید وکړم چي په ولسي جرګه کي دهلمند دخلکو استازي عبدالجبار قهرمان هم شل زره افغاني رالیږلي وي خو هغه بیخي معلومي لانه سوي .

په ورستیو ورځو کي څه پیښ سوه او کابل ته ولي په بیړه روان سوه ؟

دوي ورځي مخکي له هغه چي د ودان افغانستان د ګوند غړي خپل پر سر کابل ته حرکت وکړي د خیمي څخه مي ملګرو راته زنګ ووهی ویل چیري يي ډير ضرور کار درسره لرم ما ورته وویل چي شفاخانه کي یم او مریضان مي راوستي دي.

هغوی ویل هلته درځو نو هغه وو چي راغله او خیبر دوي ته ډير قهریدلي وه ما يي د علت پوښتنه وکړه چي ولي څه پیښه ده، ویل يي خیبر په خیمه کي ښځو ته پیسي ویشي دا د کومه سوي دي او ولي يي ویشي؟

ما ورته وویل چي زه مخکي هم لدي پیښي خبر سوی یم داپیسي زموږ په وخت کي هم هغه مهال چي زه مالي مسؤل وم راغلي خو موږ جواب کړي هغوی زموږ څخه غوښتل چي دا پیسي به نیمي تاسي ته درکړو او نیمي به يي موږ واخلو تاسي لږ په خیمه کي په غریبو ښځو وویشئ، نوري خپله واخلي خو موږ رهبري شورا په کلکه جواب ورکړی وو.

هغه وخت زموږ عمومي مشر خادم وو .

او بل يي راته وویل چي خیبر زموږ سره هیڅ اخلاقي رویه نکوي اوغواړي لکه تاسي موږ هم له میدانه وباسي ماورته وویل چي دا خبره باید د رهبري شورا سره شریکه سي .

ولاړم د غفاري صاحب سره مي موضوع شریکه کړه هغه مولوي صاحب هلمندي ته هم زنګ ووهي او ددي کار لپاره يي راتلونکي ورځ شپږ بجي د ناستي وخت وټاکی.

خو په دا بله ورځ له هغه مخکي چي موږ ناسته سره وکړو د ودان افغانستان دګوند غړو په بازار کي ناري شروع کړي چي کابل ته ځو.

او زموږ غونډه پاته سوه، غفاري صاحب ته مي زنګ ووهی چي دي خلکو څنګه حرکت کړي چي بیخي دریدلي وای یو سل کسه خو کابل ته تلو ځکه چي موږ د موسي کلا تلو ته اماده یو، د کابل تلو ته خو بیخي اماده یو خو هغه راته وویل چي د چا څخه اجازه واخلي دا د هر یوه خپل زړه دی چي هرڅه کوي ودي کي.

زه پوه سوم چي استاد هم مایوسه سوی دي .

نو نتیجه داسوه چي هغه د غلا پیسي او د دوي د کړنو رسوايي دوی دیته مجبوره کړه چي باید کابل ته حرکت وکړي او خپله موضوع دخلکو دخولي څخه وغور ځوي .

پدي سفر کي ورسره یو دانه سلیور رنګ فلډر هم ورسره دی چي لس ګامه دعکسونو لپاره پرپښو ځي نوره ټوله لاره په فلډر کي ځي .

د حیرانتیا خبره خو دا ده چي په پښو شل او د خیبر ورور چي یوسل او لس کیلو وزن لري او هغه چي په بایسیکل کي ورسره روان دي څومره غښتلي سوه چي په یوه ورځ کي ترمیونده ځانونه رسوي .

قضاوت ستاسو په لاس کي دی.

هرڅوک کولای سي چي معلومات وکړي اوس هم کوم کسان چي دمیونده ورسره روان سوي هغه دودان افغانستان دګوند ددفتر مسؤلین دي .

په اخر کي باید یادونه وکم هغه پاک حرکت چي ما او زموږ پاکو ملګرو راپیل کړی هیڅ وخت به يي چټلو کسانو ته ورپرینږدم او د پاکوالي لپاره به يي همداسي کار کوم.

په پوره درنښت

ستاسو خدمت ګار

نجیب الله ساحل

دسولي ولسي حرکت درهبري شورا غړی

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تپاند څارو
میلمه

توبه دا افغانان هم عجب خلک دي. دغه څو تنه ځوانان د يوې خېمې د مشرۍ پر سر دغونه اختلافاتو او ګيلو ماڼو ته سره رسېدلي دي ؟! او په دې دغونو لږو پيسو کې يې هم درغلۍ کړي دي. رشتيا چې په موږ کې د قدرت او مقام وږي بېخي ډېر دی. د قدرت پر سر شخړې زموږ په تاريخ کې اوږده سابقه لري. زموږ په تاريخ کې قدرت ته د سېدو لپاره ډېرو د ډېرو نورو ويني توی کړی، ککرۍ يې ور پاش پاش کړي، سترګې يې ور ايستلي، سيا چالونو ته يې اچولې، پر خولو يې بالښتونه… نور لوستل »

هلال احمد
ایډیټر

ههههه د ښادۍ پرلت مو شه، داسې جالبې مې منې که په دا کال اوریدلې وې

ایمل خان
میلمه
ایمل خان

پرلتونه ولسي ابتکار، که دجنرال نیکولسن پروژه له څه کم یوې میاشتې راهیسي په هلمند، کندهار، پکتیا، غزني او کابل کې دسولې په نوم پرلتونه روان دي، د پرلتیانو شعار سوله ده، خو جګړه کې د ښکېلو اړخونو( یرغلګرو+ کابل حکومت او طالبانو) له جملې یوزاي له طالبانو د سولې غوښتنه کوي، یوزاي له طالبانو د سولې غوښتنه، د پرلتیانو بې طرفي ګواښي او پر لتونه د یرغلګرو او حکومت پروژیې شکل اختیاروي. له پرلتونو دیرغلګرو ملاتړ او پراخ رسنیز انعکاس د پرلتیانو پر خپلواکۍ سیوری خپور کړی او ددوی د سولې شعارونه یې تر سوال لاندي راوستلي دي. افغانستان… نور لوستل »

حیدر
میلمه
حیدر

یاره اصلي حقایق دې اوس هم ندي ویلي؟
دا دې ندي ویلي چې تاته د چا لخوا پروګرام درکول کیدو؟
او دا چې په لوبغالي چاودنه چا وکړه؟