طالبان: د فراه ښار په جګړه کې مو خپل هدف تر لاسه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه شاوخوا دوې بجې مهال طالبانو د فراه ولايت پر ښار باندي له څو اړخه بريدونه پيل کړل ، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه چې د تیري شپې تر ماښام پوري يې دوام وکړ.

پر ټولنيزو شبکو د طالبانو له لوري هغه مهال ګڼ شمېر ويډيوګاني او عکسونه لاس پر لاس شول چې د فراه ښار په مرکزي برخو کې يې د طالبانو د وجود پخلی کاوه.

طالبان وايي د فراه د تيري ورځي په جګړه کې يې د مهمو قومندانانو په ګډون ۶۳ تنه دولتي سرتيري ووژل؛ د استخباراتو ریاست ، دريمه او څلورمه حوزه یې ونيول او د ښار د امنيتي کمربندونو ټولي پوستې يې سقوط کړې.

وياند يې قاري يوسف احمدي نن ټکي اسيا ته په رالېږلي پېغام کې ويلي چې دوی د تيري ورځي په جګړه کې خپل هدف ((د دښمن ځپل او له هغو څخه وسلې، مهمات و وسائط انتقالول)) تر لاسه کړ.

احمدي زياتوي چې طالب سرتيري د خپل نظامي مسؤلينو په لارښوونه له کومې جګړې او مزاحمت پرته د فراه له ښار څخه په اطمينان پر شا شول.

د فراه والي بصير سالنګي له رسنيو سره د خبرو په مهال منلې چې د فراه ښار په جګړه کې ۲۵ دولتي سرتيري وژل شوي.

طالبان او دولتي چارواکي دواړه مني چې د فراه ښار په جګړه کې ملکي وګړو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.

قاري يوسف احمدي د سالنګي هغه ادعاوي رد کړي چې په وينا يې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې.

2 تبصرې

  1. ډواړه خواوی د زمری په شان غوریږی،خو ګیدړان هم شرف په لری.زما د پسونو عقل له دواړی خواوی بهتر دی،زما پسونه او وزی په خپل منځ کی نه سره وژنی.

  2. هیس فایده پلاس نه درزی خو بس هسی د ملک د طرقئ خنڈ یاستئ او خپلو بادارنو ته په لگه فایده اخیستني بی انتها فایده ورکوئ الله مو اصلاح که افغانانو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.