طالبان: د فراه ښار په جګړه کې مو خپل هدف تر لاسه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۶غويي، ۱۳۹۷ل): وړمه شپه شاوخوا دوې بجې مهال طالبانو د فراه ولايت پر ښار باندي له څو اړخه بريدونه پيل کړل ، د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته نښته رامنځته شوه چې د تیري شپې تر ماښام پوري يې دوام وکړ.

پر ټولنيزو شبکو د طالبانو له لوري هغه مهال ګڼ شمېر ويډيوګاني او عکسونه لاس پر لاس شول چې د فراه ښار په مرکزي برخو کې يې د طالبانو د وجود پخلی کاوه.

طالبان وايي د فراه د تيري ورځي په جګړه کې يې د مهمو قومندانانو په ګډون ۶۳ تنه دولتي سرتيري ووژل؛ د استخباراتو ریاست ، دريمه او څلورمه حوزه یې ونيول او د ښار د امنيتي کمربندونو ټولي پوستې يې سقوط کړې.

وياند يې قاري يوسف احمدي نن ټکي اسيا ته په رالېږلي پېغام کې ويلي چې دوی د تيري ورځي په جګړه کې خپل هدف ((د دښمن ځپل او له هغو څخه وسلې، مهمات و وسائط انتقالول)) تر لاسه کړ.

احمدي زياتوي چې طالب سرتيري د خپل نظامي مسؤلينو په لارښوونه له کومې جګړې او مزاحمت پرته د فراه له ښار څخه په اطمينان پر شا شول.

د فراه والي بصير سالنګي له رسنيو سره د خبرو په مهال منلې چې د فراه ښار په جګړه کې ۲۵ دولتي سرتيري وژل شوي.

طالبان او دولتي چارواکي دواړه مني چې د فراه ښار په جګړه کې ملکي وګړو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.

قاري يوسف احمدي د سالنګي هغه ادعاوي رد کړي چې په وينا يې طالبانو ته زیاته مرګ ژوبله اوښتې.

تبصرې (2)

  • ډواړه خواوی د زمری په شان غوریږی،خو ګیدړان هم شرف په لری.زما د پسونو عقل له دواړی خواوی بهتر دی،زما پسونه او وزی په خپل منځ کی نه سره وژنی.

  • هیس فایده پلاس نه درزی خو بس هسی د ملک د طرقئ خنڈ یاستئ او خپلو بادارنو ته په لگه فایده اخیستني بی انتها فایده ورکوئ الله مو اصلاح که افغانانو